• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده

د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 20, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۳۰ وږی ۱۴۰۳) – غزني کې روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو واکسین کمپاینونو په غوره تطبیق کې د پخوا په پرتله د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

د معلوماتو له مخې پخوا به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه ماشومان د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې کېدل خو اوس دا کچه د خلکو په همکاري د پام وړ راټیټه شوې ده.

د دغه ولایت د کتلوي معافیت امر ډاکټر بصیر احمد ثابت وايي، غزني ټولټال ۱۹ ولسوالۍ لري چې په دې وروستیو کې د خلکو په همکاري په کې د پولیو واکسین په یوه وخت په ډېر ښه ډول ترسره کېږی.

هغه زیاتوي، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو خلکو سره وخت په وخت ناستې کوي څو د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ارزښت په تړاو د هغوی د پوهاوي کچه لوړه شي.

د ده په خبره، د پخوا په پرتله د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې چې په پایله کې یې د پولیو واکسین کمپاینونو د تطبیق کیفیت ښه شوی دی.

دی وايي: «پخوا د یو لړ ناسمو باورونو او معلوماتو له امله د خلکو همکاري کمه وه، خو اوس د هغوی د پوهاوي کچه لوړه شوې، چې له مخې یې اوس د پولیو واکسین کمپاین له کارکوونکو سره د هغوی همکاري ډېره شوې او د واکسیناسیون د پوښښ ساحه پراخه شوې ده.»

ثابت دغه راز یاته کړه چې روغتیايي مسوولین په بشپړ یووالي په ښار او ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، ټولو ساحو ته یې په وخت رسېدنه کړې ده او د پولیو واکسین کمپاینونه یې په بریالیتوب عملي کړي دي.

ده یادونه وکړه چې اړوند مسوولین ژمن دي چې له دې وروسته هم خلکو ته د عامې روغتیا وزارت تر چتر لاندې غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

 

د معلوماتو له مخې پخوا به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه ماشومان د پولیو واکسین له پوښښ څخه پاتې کېدل خو اوس دا کچه د خلکو په همکاري د پام وړ راټیټه شوې ده © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

په ورته وخت کې، په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر، مولوي عبدالله منصور هم وایي چې د دیني عالمانو په مرسته د پولیو واکسین په تړاو د خلکو پوهاوی ډېر شوی دی.

هغه زیاتوي: «د پولیو واکسین په تطبیق کې هیڅ ستونزه نشته، خلک د پولیو واکسین په هر کمپاین کې په ډېرې خوښۍ حاضرېږي چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې، ۳۲ کلنه شکریه وایي، په دې وروستیو کې د پخوا په پرتله د پولیو واکسی اهمیت ته د ډېرو کورنیو پام ور اوښتی دی.

هغه زیاتوي: «په تېرو کلونو کې له بده مرغه په هېواد کې جګړه وه، دغه راز ځینې منفي تبلیغات هم کېدل چې خلک یې په شک او تردید کې اچولي وو او تر ډېره یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، خو اوس وضعیت بدل شوی او خلک د پولیو واکسین په ارزښت پوهېدلي دي.»

دا وايي، د څو تنو ماشومانو د مور په توګه خوشحاله ده چې کورنۍ اوس د خپلو ماشومانو روغتیا ته پام کوي او هغوی ته د نورو واکسینونو تر څنګ د پولیو واکسین هم ورکوي څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

د پولیو واکسین کمپاین اړوند د یوه کلسټر سوپروایزر، احمد احمدي، هم وایي چې په دې وروستیو کې د کمپاین له رضاکارانو سره د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

هغه زیاتوي: «که د خلکو همدا همکاري دوام وکړي، زه ډاډه یم چې یو وخت به زموږ ټولنه له پولیو ناروغۍ څخه خلاصه شي.»

د روغتیايي چارو کتونکي باور لري چې د پولیو خطرناکې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو همکاري اساسي رول لري، ځکه د واکسین کمپاینونو بریا په ټولنیز ملاتړ او پوهاوي پورې تړلې ده.

د سیمې د اوسېدونکو، دیني عالمانو او روغتیایي کارکوونکو ګډه همکاري نه یوازې د ماشومانو د خوندیتوب سبب ګرځي، بلکې د ټولنې د روغتیايي وضعیت د ښه والي لپاره هم مهم ګام دی.

مخکینۍ موضوع
له اندېښنو تر پوهاوي؛ په بدخشان کې د پولیو له منځه وړلو هڅې
بله موضوع
د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,