• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې

د پولیو واکسین: د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره د مېندو او واکسیناتورانو هڅې

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 15, 2024
د ساحې کیسې

هرات، افغانستان (۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳) – په یوه لمرین سهار، ۲۵ کلنه وجیهه چې یو ماشوم یې په غېږ کې دی او بل یې تر لاسه نیولی، د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د پولیو واکسین د تطبیق ځای/ محل ته راځي.

یاسین چې څلور کلن دی او ګلثوم چې یوازې یوه نیمه میاشت عمر لري، د خپلې مور ترڅنګ د پولیو واکسین ترلاسه کولو ته په تمه دي.

دا لومړی ځل دی چې وجیهه خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره دغه محل ته راولي، تر دې وړاندې واکسیناتورانې د هغې د کور تر دروازې ورتلې او ماشومان یې واکسینول.

وجیهه چې په څېره کې یې لېوالتیا او اندېښنه له ورایه ښکاري، وايي: «د ماشومانو واکسینول زما لومړی‌توب دی، نه غواړم هغوی د واکسین نه کولو له امله ټول عمر فلج شي. د مور په توګه زما دنده دا ده چې د هغوی روغتیا ته جدي پام وکړم.»

هغې زیاته کړه: «هر ځل چې به واکسیناتورانې زموږ د کور تر دروازې راتلې نو نه یوازې زما ماشومان یې واکسینول، بلکې د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه یې معلومات هم راکول، همدا د دې لامل شو چې زه د واکسین ارزښت درک کړم.»

هغه له نورو کورنیو هم غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې غفلت و نه کړي: «له فلج څخه د ماشومانو ژغورنه ستاسې په لاس کې ده، راځئ هغوی په منظم ډول واکسین کړو څو په سالم ډول لوی شي او په راتلونکې کې ستاسې او ټولنې د اوږو بار نه شي.»

وجیهه له هغو زرګونو مېندو څخه یوه ده چې د پوهاوي ترلاسه کولو وروسته خپل ماشومان په ډېره لېوالتیا او مسوولیت واکسینوي.

 

وجیهه چې په څېره کې یې لېوالتیا او اندېښنه له ورایه ښکاري، وايي: «د ماشومانو واکسینول زما لومړی‌توب دی، نه غواړم هغوی د واکسین نه کولو له امله ټول عمر فلج شي. د مور په توګه زما دنده دا ده چې د هغوی روغتیا ته جدي پام وکړم.» © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د ښځینه واکسیناتورانو د پام وړ رول

د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه د کورنیو د پوهاوي کچې لوړېدو په برخه کې د ښځینه واکسیناتورانو هڅې بې ساري دي.

۳۴ کلنه لیلما چې په خپله هم د څلورو ماشومانو مور ده، له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي.

دا وايي، د خپلې دندې پر مهال یې سلګونه کورنیو ته پوهاوی او قناعت ورکړی څو خپل ماشومان واکسین کړي.

لیلما د ماشومانو د راتلونکي د ژغورلو لپاره د پولیو واکسین مهم ګڼي او زیاتوي: «پخوا په هرات کې د کورنیو له لوري د ماشومانو د نه واکسینولو موارد ډېر وو، خو د پولیو واکسین کمپاین د ټیمونو له لوري د پر له پسې عامه پوهاوي خپرولو په پایله کې دا مخالفتونه کم شوي دي. د مېندو لېوالتیا د دې لامل شوې چې د واکسین پروسه د پخوا په پرتله بریالۍ شي.»

هغې زیاته کړه: «لا هم په زموږ سیمه کې دوې داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو ډډه کوي، که څه هم موږ د جومات د امام او د سیمې د مشرانو په مرسته د هغوی د پوهولو ډېرې هڅې کړې خو هغوی لا هم انکار ته دوام ورکوي؛ زموږ ټوله هڅه دا ده چې دغه دوې کورنۍ هم قانع کړو چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

لیلما خبرداری ورکوي چې د کورنیو هر ډول بې پروایي یا انکار د هغوی د ماشومانو راتلونکی له ګواښ سره مخ کولای شي.

د لیلما او د هغې په څېر د نورو واکسیناتورانو دنده یوازې تر مېندو نه محدودېږي، بلکې هغوی پلرونو ته هم د پولیو واکسین د ګټو په اړه معلومات او پوهاوی ورکوي.

د هرات ښار اوسېدونکی ۵۸ کلن عبدالرحمن یو له هغو کسانو دی چې د واکسیناتورانو له لوري پوهاوی ورکول شوی او د پولیو واکسین په ارزښت پوهېدلی دی.

هغه چې د اتو اولادونو پلار دی، خپل څلور کلن زوی یې د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د پولیو واکسین د تطبیق ځای ته د واکسینولو لپاره راوستلی دی.

عبدالرحمان په افسوس وايي: «زما څو مشران ماشومان نه دي واکسین شوي، ځکه هغه وخت مې د واکسین په اړه معلومات نه درلودل؛ خو اوس هر ځل خپل کوچنی زوی واکسینوم څو له فلجېدو څخه یې وساتم.»

هغه زیاتوي: «له هغه وخت راهیسې چې پوهېدلی یم د ماشومانو نه واکسینول د هغوی د فلج لامل ګرځي، خپل زوی په منظم ډول واکسینوم او په هر کمپاین کې یې د نهمې ناحیې جومات ته – چې د پولیو واکسین د تطبیق ځای دی- راولم.»

هغه له ټولو والدینو غواړي چې د خپلو ماشومانو د واکسینولو په برخه کې هېڅ ډول ځنډ و نه کړي، څو له تلپاتي فلج څخه وژغورل شي.

 

لا هم خطر شته

که څه هم له تېرو درې کلونو راهیسې په هرات کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په ګاونډیو ولایتونو کندهار او هلمند کې د پولیو د مثبتو پېښو موجودیت د ویروس د بیا خپرېدو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

خو د وجیهې په څېر مېندو او لیلما په څېر واکسیناتورانو د دغه مرض د بشپړ له منځه وړلو لپاره هیلې ژوندۍ ساتلې دي.

د هر ماشوم واکسینول روښانه راتلونکي او له پولیو څخه خلاصې نړۍ ته یو ګام دی.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د یوه روغ راتلونکي پیل: کله چې کورنۍ پر واکسین باور کوي
بله موضوع
سخته لاره، لوی زړه: د پولیو په وړاندې د پروین احمدي مبارزه

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,