د پولیو واکسین کمپاین یو رضاکار: غواړم د پولیو په مخنیوي کې خپله برخه مسوولیت ادا کړم

هوسۍ احمدزۍ
کابل، افغانستان (۲۵ زمری ۱۴۰۳) – د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۷ کلن اجمل هغه ځوان واکسیناتور دی چې هره ورځ پر خپل زاړه موټرسایکل ساعتونه مزل کوي څو د خپل مسوولیت په ساحه کې تر ماشومانو د پولیو واکسین رسوي.
نوموړی چې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او د اقتصادي ستونزو له امله یې تر دا مهاله د لوړو زده کړو توان نه دی موندلی، د کورنۍ نور غړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي خو په خپله یې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د واکسیناتورۍ دندې ته اوږه ورکړې ده.
اجمل نه یوازې د هر کمپاین پر مهال ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي بلکې کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات هم ورکوي.
هغه وايي: «کله چې مې ولیدل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ماشومان د پولیو په ناروغي اخته کېږي او د بدن غړي یې فلج کېږي، و مې غوښتل د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپله برخه کار وکړم، ما پرېکړه وکړه د واکسیناتور په توګه کار وکړم، ځکه په دې توګه کولای شم د خپلې سیمې د ګلالیو ماشومانو ژوند ته بدلون ورکړم.»
اجمل نه یوازې د هر کمپاین پر مهال ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي بلکې کورنیو ته د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات هم ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
دی وايي، که څه هم د خپلې دې دندې پر مهال له راز راز ستونزو سره مخ کېږي خو حوصله له لاسه نه ورکوي، په بشپړه زړه ورتیا خپل کار ته دوام ورکوي او په خپله یو کلنه کاري موده کې یې سلګونه ماشومان واکسین کړي دي.
اجمل وویل: «زه ماشومانو ته د واکسین د دوو څاڅکو په ورکولو د هغوی راتلونکی خوندي کوم، ځکه زه پوهېږم چې پولیو څومره خطرناکه او بې رحمه ناروغي ده؛ دا ناروغي ماشوم فلج کوي او د عمر تر پایه یې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځوي.»
هغو کورنیو ته چې د ناسمو معلوماتو ښکار شوي او خپل ماشومان نه واکسینوي، د نوموړي پېغام ډېر ساده خو اغېزناک دی؛ نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه پولیو درملنه نه لري، موږ اړ یو د واکسین په وسیله د هغې مخنیوی وکړو، زه تاسې ته ډاډ درکوم چې د پولیو واکسین خوندي او اغېزناک دی چې په ټوله نړۍ کې یې د میلیونونو ماشومانو ژوند ژغورلی دی.»
د اجمل پلار حاجي عبدالرحیم د خپل زوی په دنده ویاړي او وايي، هغه ډېر مهم مسوولیت تر سره کوي.
ده وویل: «اجمل زما زوی دی، زه د هغه په کار ډېر ویاړم، هره ورځ چې هغه له خپل کوره وځي نو زما دعاګانې ورسره وي، ځکه زه پوهېږم چې هغه ډېر مهم کار تر سره کوي او د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.»
دی وايي، له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب یوازې د ده د زوی په څېر د پولیو واکسین کمپاین د رضاکارانو او واکسیناتورانو دنده نه ده، بلکې په دغه مهمه ملي وجیبه کې باید د ټولنې ټول غړي په بشپړ یووالي برخه واخلي.
د ده په خبره، په دې توګه کولای شو له پولیو څخه خلاص افغانستان ولرو.
اجمل وايي: «زه ماشومانو ته د واکسین د دوو څاڅکو په ورکولو د هغوی راتلونکی خوندي کوم، ځکه زه پوهېږم چې پولیو څومره خطرناکه او بې رحمه ناروغي ده؛ دا ناروغي ماشوم فلج کوي او د عمر تر پایه یې د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځوي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
د اجمل کاري ملګری فاروق چې هغه هم د واکسیناتور په توګه دنده مخ ته وړي د اجمل د کار په اړه وايي، ملګری یې اجمل د ښه احساس خاوند دی، هغه له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب خپل مسوولیت بولي او په دغه کار کې هیڅ ډول ناغېړي نه کوي.
ده وویل: «زه او اجمل تل د دندې پر مهال یو ځای یو، زه هغه وینم چې د وطن د ماشومانو راتلونکی د خپلې کورنۍ د ماشومانو په څېر مهم ګڼي او ډېر زیار باسي څو تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.»
د ده په وینا، که د پولیو واکسین کمپاین هر رضاکار د اجمل په څېر خپله دنده په مسوولانه ډول ترسره کړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان به له پولیو ناروغۍ څخه خلاص شي.
د اجمل هڅې نه یوازې د ده په سیمه کې د ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې بدلون راولي، بلکې د هېواد نورو ځوانانو الهام ورکوي چې هغوی هم د ده په څېر د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي.
د ده په شان کسان دي چې د ستونزو او خنډونو پر وړاندې ولاړ دي او د وطن د ماشومانو د راتلونکي لپاره کار کوي چې ماشومانو ته د ورکول کېدونکي واکسین هر څاڅکی یې د روغ افغانستان لپاره یوه هیله ده.