• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 24, 2024
د ساحې کیسې

غور، افغانستان (۴ لېندۍ ۱۴۰۳) – په یوې دښتې کې – چې لوړو او د پېچلو ‌لارو لرونکو غرونو چاپېره کړې – سلګونه خېمې ولاړې دي؛ دا د هغو کورنیو موقتي استوګن‌ځایونه دي چې سختو سېلابونو یې ټول شته له منځه وړي دي.

دا د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ختیځ لوري ته د داخلي بې‌ځایه شوو کمپ دی؛ چې ۳۷ کلن علي احمد په‌کې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو- چې څلور کلن جواد او یو نیم کلنه زینب هم په‌کې شامل دي – ژوند کوي.

 

له ناورین وروسته بې‌ځایه کېدل

علي احمد او د هغه کورنۍ د روان کال په پیل کې، په مرغاب ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو راوتلو وروسته اړ شول چې خپل کور او ځمکه پرېږدي.

هغه اوس له شاوخوا ۵۰۰ نورو کورنیو سره په دغه کمپ کې ژوند کوي؛ چېرې چې د ژوند اسانتیاوې کمې دي او د پولیو په څېر ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

خو د روغتیايي ډلو او واکسیناتورانو د هڅو له برکته د دغه کمپ له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان په منظم ډول د پولیو واکسین ترلاسه کوي.

علي احمد د دغو خدمتونو قدرداني کوي او باور لري چې واکسین د هغه ماشومان له پولیو ویروس څخه خوندي کړي دي او هغوی ته یې د یوې ښې راتلونکې هیله ورکړې ده.

هغه وایي: «د واکسین ټیمونه تل کمپ ته راځي او ماشومان واکسینوي، دې چارې زما ماشومان له پولیو ویروس څخه خوندي کړي دي.»

په غور کې د ماشومانو د ناروغیو یو مختصص ډاکټر بصیر احمد پیکار په دغه کمپ کې د ژوند نامساعدو شرایطو ته په کتو ټینګار کوي چې دلته باید د واکسین کمپاینونه دوام وکړي.

هغه وایي: «بې‌ځایه شوي ماشومان د نورو په نسبت ډېر زیان‌منونکي دي، که هغوی په منظم ډول واکسین نه‌شي نو د پولیو په ویروس د اخته کېدو امکان یې شته؛ همدارنګه له بېلابېلو ولسوالیو څخه دغه کمپ ته تګ راتګ د پولیو ویروس د لېږد او خپرېدو خطر ډېروي.»

هغه زیاتوي، په منظم ډول د پولیو واکسین کمپاینونه د ماشومانو د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د ویروس د انتقال او خپرېدو مخینوی کوي.

د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وایي، ډېری هغه ماشومان چې په دغه کمپ کې ژوند کوي، په پرله‌پسې ډول یې د پولیو واکسین ترلاسه کړی دی.

هغه زیاتوي: «زموږ هدف دا دی چې غور او په ځانګړي ډول د داخلي بې ځایه شوو کمپونو ته د پولیو ویروس د انتقال مخنیوی وکړو، روغتیايي ډلې په منظم ډول په خپلو دندو بوختې دي او ماشومان واکسینوي.»

هغه وړاندې وایي: «دا د ماشومانو طبیعي حق دی چې د پولیو ویروس له ګواښ څخه خوندي وساتل شي، څو روښانه راتلونکی ولري، په همدې اساس دا د روغتیايي ټیمونو دنده ده چې ماشومان په منظم ډول واکسین کړي او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی وکړي.»

د علی احمد او د هغه د ماشومانو کیسه له سلګونو بېلګو څخه یوه ده چې ښيي د پولیو واکسین څنګه په سختو شرایطو کې د ماشومانو ژوند او راتلونکی خوندي کوي.

له روغتیايي ټیمونو او واکسیناتورانو سره د کورنیو همکاري نه یوازې د ماشومانو د روغتیا ساتنه کوي، بلکې هغوی ته د یوې روښانه راتلونکې هیله هم ورکوي.

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
شکریه رامش د پولیو ضد مبارزه کې د هیلو بله ډېوه
بله موضوع
د پولیو قرباني، د باسکیټبال لوبې اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,