• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره

Homepage اتل نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره

نادیه محمدي؛ د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 2, 2024
اتل, غوره کیسې

سمنګان، افغانستان (۱۲ لړم ۱۴۰۳) – د سمنګان ولایت د ایبک ښار اوسېدونکې نادیه محمدي د پولیو واکسین کمپاینونو یوه زیارکښه رضاکاره ده چې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي.

هغه چې ۲۳ کاله عمر لري او د سمنګان پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند په فزیک ډیپارټمنټ کې یې زده‌کړې کړې دي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي چې د خپلو هڅو له کبله یې د سیمې په کچه د خلکو درناوی او مینه ترلاسه کړي دي.

د نادیې دنده یوازې د یوې ناروغۍ مخنیوی نه دی، په اصل کې هغې خپل ژوند ټولنې ته وقف کړی څو خلک د پولیو واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي وساتي.

نوموړې په یوې داسې سیمه کې دنده ترسره کوي چې خلک یې د زده‌کړو او پوهاوي د کمښت له امله په روغتیايي برخو کې له ننګونو سره مخ دي او د پولیو ویروس په کې د یوه ګواښ په بڼه شتون لري.

هغې له ماشومتوبه د پولیو ناروغۍ له امله د فلج شوو ماشومانو کیسې اورېدلې وې او دا هغه څه وو چې په دې کې یې دا احساس پیدا کړ څو د ټولنې د روغتیا د ودې او د ماشومانو د راتلونکې د خوندي کولو لپاره خپله برخه مسوولیت ادا کړي.

د یوې واکسیناتورې په توګه نادیه پوهېږي چې د خپل ټیم د غړو په ملتیا باید په بشپړ زغم ډېر کار وکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسوي.

هغه چې د خپلې سیمې (کارته صلح او خراسان) اوسېدونکي یې له نږدې پېژني، ماشومانو ته د واکسین ورکولو تر څنګ، په خپل ځانګړي مهارت هغه انکاري کورنۍ هم د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅوي چې د ناسمو اوازو ښکار شوې وي.

دا هڅه کوي د پولیو واکسین د ارزښت په اړه د خلکو تر منځ پوهاوی ډېر کړي، د هغوی پوښتنو او شکونو ته ځواب ووايي او هغه خنډونه لرې کړي چې په ټولنه کې د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې موجود دي.

 

د نادیې دنده یوازې د یوې ناروغۍ مخنیوی نه دی، په اصل کې هغې خپل ژوند ټولنې ته وقف کړی څو خلک د پولیو واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي وساتي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

نادیه وایي، په سمنګان ولایت کې د پولیو واکسین کمپاینونو د رضاکارانو او ټولنیزو مبلغینو پر مټ له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې ډېر پرمختګ شوی چې دا یو ښه خبر دی.

د دې په خبره، په تېرو دوو کلونو کې، د خپل مسوولیت په سیمه کې یوازې له یوې انکاري کورنۍ سره مخ شوې چې په ډېر زغم یې قناعت ورکړی دی او د هغوی اندېښنې یې لرې کړې دي.

هغه کیسه کوي، «د کور ور مې وټکاوه، خو کورنۍ چې څنګه پوهه شوه د واکسین ټیم راغلی، نو خپل ماشوم یې پټ کړ، د ماشوم نیا د واکسین مخالفت کاوه ما خپلې سوپروایزرې ناهیدې ته ټلیفون وکړ، هغه د ګذر له وکیل او یوه ډاکټر سره راغله، له کورنۍ سره مو خبرې وکړې او له پوهاوي وروسته کورنۍ حاضره شوه چې خپل ماشوم واکسین کړي.»

نادیه باور لري چې هر ماشوم باید د واکسینونو په ګډون له ټولو روغتیايي خدمتونو برخمن شي او دا یې بنسټیز حق دی.

محمدي د خپلو هڅو له کبله په سیمه کې د یوې مثبتې بدلون راوستونکې په توګه پېژندل کېږي؛ د هغې کار او هڅې نور ځوانان هم هڅوي چې د ټولنې د روغتیا او پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي.

د ۲۳ کلنې نادیه محمدي هڅې، ژمنتیا او قربانۍ د پولیو په وړاندې د مبارزې په ډګر کې یوه ښه بېلګه ده. هغه یوازې د یوې رضاکارې په توګه نه، بلکې د ټولنې د یوې خدمتګارې په توګه خپل رول لوبوي نادیه د یو داسې راتلونکي په هیله ده چې په هغه کې هیڅ ماشوم د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ نه وي.

د نادیې او نورو رضاکارانو هڅو په سمنګان کې لوی بدلون راوستی چې د دغه ولایت د روغتیایي مسوولینو له لوري د ستاینې او ویاړ جوګه ګرځیدلی دی.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر ګل‌نظر احمدي وایي، په دغه ولایت کې د رضاکارانو د بې‌دریغه هڅو په پایله کې هیڅ ماشوم له پولیو واکسین څخه نه پاتې کېږي.

نوموړی د رضاکارانو او د پولیو پروګرام د کارکوونکو هڅې ستایي او د پولیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې مهمې ګڼي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین په هر پړاو کې شاوخوا ۱۴۰ زره ماشومان د ۹۱۸ رضاکارو ټیمونو پر مټ واکسین کېږي.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
محمد داود او د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه
بله موضوع
یو رضاکار، یوه هیله: ګل‌احمد قادري د پولیو د له منځه وړلو په هڅه کې

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,