• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام

Homepage د ساحې کیسې د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام

د پولیو لابراتوار پرانیستل؛ د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم ګام

PolioFreeAfghanistan
فبروري 8, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): په هېواد کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار پرانیستل شو.

دغه لابراتوار د روغتیا نړیوال سازمان/ WHO او پولیو لابراتوارونو د نړیوالې شبکې/ GPLAN په مالي ملاتړ په پلازمېنه کابل کې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د ریاست په ودانۍ کې جوړ شوی دی.

په دغه تړاو په جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د دغه وزارت اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر عبدالقدوس بریالي، د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو پروګرام رییس حمید جعفري، د روغتیا نړیوال سازمان او بېل ګېټس بنسټ یو شمېر استازو ګډون کړی وو.

د عامې روغتیا وزارت د لابراتوارونو برخې رییس ډاکټر احمد ناصر حنفي وویل، خوښ دی چې پر له پسې څو کلونو هڅو وروسته په هېواد کې د پولیو ناروغۍ د تشخیص لومړنی لابراتوار جوړ او پرانیستل شو.

هغه د دغه لابراتوار جوړېدل د پولیو له منځه وړلو پروګرام د بریالیتوب لپاره مهم وګاڼه او ویې ویل مخکې د پولیو نمونې د معایناتو لپاره پاکستان ته استول کېدې خو د دغه لابراتوار له جوړېدو سره به اوس دا چاره په هېواد کې دننه ترسره کېږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د پولیو لابراتوار پرانیستل لویه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل: «لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د پولیو لابراتوار پرانیستل کېږي چې د پولیو ناروغۍ په ژر او دقیق تشخیص کې مهم رول لري، د لابراتوار د نتایجو په پایله کې موږ کولای شو کره تصامیم ونیسو او د پولیو په پروګرام کې لا نور اصلاحات راولو.»

نوموړي یادونه وکړه چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د هېواد په کچه د پولیو د انساني او چاپېریالي پېښو د کمېدو په برخه کې ډېر توپیر راغلی دی.

هغه زیاته کړه: «په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۲ پېښې او په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو ۶ پېښې ثبت شوې وې چې په دغه کال کې یې د ډېرېدو لامل ښايي پر ډیورنډ کرښه د خلکو ډېر تګ راتګ او د کډوالو راستنېدل وي.»

خو ده ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت له همکارو ادارو سره ګډ کار کوي څو له هېواده د پولیو ناروغي یوه مخ ورکه شي.

د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو پروګرام رییس حمید جعفري وویل چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نه ده تللې خو دغو دواړو هېوادونو په وروستیو دوو کلونو کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ډېر څه کړي دي.

هغه زیاته کړه: «دا ډېره مهمه ده چې دواړه هېوادونه له یو بل سره همکاري وکړي، ځکه په یوازې ځان د یوه هېواد لپاره د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړل سخت کار دی، د دغه لابراتوار جوړېدل کولای شي د پولیو پر وړاندې مبارزه کې د دواړو هېوادونو اړیکې لا نږدې کړي.»

نوموړي ډاډ ورکړ چې د یاد شوي لابراتوار د امکاناتو ډېرولو هڅې کوي څو ظرفیت یې تر نړیوالې کچې لوړ شي.

هغه چې یادونه یې کوله چې په تېرو کلونو کې د ناامنۍ له امله په افغانستان کې ۳ تر ۳.۵ میلیونه ماشومان له واکسین بې برخې وو او اوس د امنیت له راتلو سره دا ستونزه حل شوې، له کورنیو وغوښتل خپل له پنځه کلونو د کم عمر ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو ناروغۍ یو قرباني: «که ماشومانو ته واکسین ور نه کړل شي نو زما په برخلیک به اخته شي»
بله موضوع
د یوې بېوزلې کورنۍ پر اوږو د یوه ځوان د معلولیت بوج

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,