غونچه ګل؛ د پولیو واکسین د اهمیت یوه ژوندۍ بېلګه
هوسۍ احمدزۍ
کابل، افغانستان (۱۲ وږی ۱۴۰۳) ـ په یوه نسبتاً توده ورځ چې د کابل ښار واټونه د معمول په څېر له ګڼې ګوڼې ډک دي، یو کس په خپل ویلچییر کې ناست دی، په سختۍ یې ټایرونه تاووي او مخ په وړاندې ځي، څو پر خلکو تسبیح او مسواکونه وپلوري.
دا ۴۰ کلن غونچه ګل دی چې په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او په پایله کې یې پر خپلو پښو د درېدو او ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی.
هغه چې د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت د درد او کړاو نښې یې په څېره کې له ورایه ښکاري، د تسبیح او مسواکونو پلورلو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.
غونچه ګل وايي، د ژوند سختۍ یې له هغې ورځې پیل شوې چې د پولیو په ناروغۍ اخته شو او د هغه دواړې پښې یې فلج کړې.
هغه زیاتوي: «شاوخوا ۱۱ کلن وم چې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته او په دواړو پښو شل شوم، پلار مې د درملنې لپاره پر ډېرو روغتونونه وګرځولم خو ګټه یې و نه کړه، ځکه دا ناروغي هیڅ درملنه نه لري.»
دا ۴۰ کلن غونچه ګل دی چې په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او په پایله کې یې پر خپلو پښو د درېدو او ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
د ده په خبره، له بده مرغه هغه مهال له یوې خوا د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ په اړه پوهاوی کم و او له بلې خوا د واکسین اسانتیاوې هم نه وې، که واکسین ورته برابر شوی وای نو ښايي نن په دغه حالت کې نه وای.
دی وايي، له ستونزو سربېره یې کار ته اوږه ورکړې، ځکه د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی دی او په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
خو دا چې څنګه یې د تسبیح او مسواکونو پلورلو ته مخه کړه، دی وايي: «ما خپل حالت ته په کتو دا کار انتخاب او پیل کړ، ځکه په ویلچییر کې یې په ناسته ترسره کولای شم او د خلکو له مرستې پرته ژوند پر مخ وړم.»
په کابل ښار کې چې سړکونه او عامه ځایونه د معلولینو لپاره مناسب نه دي، د ویلچییر په مرسته تګ کول یوه لویه ننګونه ده، غونچه ګل په دې اړه وايي: «د ښار سړکونه د ویلچیر لپاره مناسب نه دي، ډېرو ځایونو ته لاسرسی نه لرم، له همدې امله ډېر مهال زما ویلچییر زیانمن کېږي او اړ یم چې بیا بیا یې ترمیم کړم.»
هغه زیاتوي چې له دغه کار څخه ترلاسه کېدونکي ګټه یې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کوي، خو بیا هم خوشحاله دی چې د خپلې کورنۍ لپاره په خپله روزي پیدا کوي.
هغه وايي: «که څه هم زما اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو د خپلې کورنۍ لپاره هره ورځ مبارزه کوم، زما مېرمن او درې ماشومان په راتلونکي باور لري، او زه هڅه کوم چې دوی ته یو ښه ژوند برابر کړم»
غونچه ګل د پولیو د یوه قرباني په توګه د واکسین اهمیت ته په جدي سترګه ګوري او وايي: «که زه په ماشوماتوب کې د خپلې کورنۍ له خوا واکسین شوی وای نو د پولیو په ناروغي به نه اخته کېدم او د اوس په څېر به معلول نه وم، د پولیو په ګډون د ټولو ویروسي او ساري ناروغيو واکسینونه د ماشومانو لپاره اړین دي، کورنۍ باید په دې برخه کې هیڅ ډول بې پروايي و نه کړي.»
غونچه ګل وايي، شاوخوا ۱۱ کلن وم چې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته او په دواړو پښو شل شوم، پلار مې د درملنې لپاره پر ډېرو روغتونونه وګرځولم خو ګټه یې و نه کړه، ځکه دا ناروغي هیڅ درملنه نه لري © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ
نوموړی له ټولو کورنیو غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي، څو د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي پاتې شي. دی زیاتوي: «د واکسین په اړه بېپروايي مه کوئ، دا د ماشومانو د راتلونکي لپاره ډېر مهم دی، څو له داسې ستونزو څخه خوندي پاتې شي لکه چې زه ورسره مخ یم.»
د غونچه ګل د ژوند کیسه ډېرو خلکو ته الهامبخښونکې ده، حاجي ظاهر چې په همدغه بازار کې دوکاندار دی او غونچه ګل له نږدې پېژني وايي: «د هغه حالت مې تل ځوروي، کاش په ماشومتوب کې له واکسین نه وای بې برخې شوی او د پولیو په خطرناکه ناروغي نه وای اخته شوی.»
نوموړی د هغه سخت ژوند ته په کتو د واکسین د اهمیت په اړه پیغام ورکوي او وايي: «دا ډېره مهمه ده چې کورنۍ باید د پولیو واکسین ته جدي توجه وکړي، که نه نو د غونچه ګل په څېر به ډېر نور ماشومان د نه واکسینېدو له امله د ژوند له سختیو سره مخ شي، دا زموږ د ټولنې ګډ مسوولیت دی چې د واکسین په اړه بې پروا نه شو او ټولو ماشومانو ته یې د رسولو هڅه وکړو.»
دا یوازې غونچه ګل نه دی چې د خپلې کورنۍ د بې غورۍ له امله د پولیو قرباني شوی، بلکې دا لړۍ روانه ده او لا هم ډېرې داسې کورنۍ شته چې د ناسمو معلوماتو ښکار دي او خپل ماشومان نه واکسینوي.
روغتیاپالان وايي، دا ډول کورنۍ په لوی لاس د خپلو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي، ځکه پولیو وژونکې او فلجوونکې ناروغي ده چې هیڅ ډول درملنه نه لري خو د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي.
له همدې امله هر کال په هېواد کې ګڼ شمېر ماشومان د خپلو کورنیو له خوا د نه واکسینېدو په سبب د پولیو په ناروغۍ اخته او فلجېږي چې وروسته د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګرځي.