• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې

Homepage اتل له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې

له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 8, 2024
اتل, غوره کیسې

سمنګان، افغانستان (۱۸ لړم ۱۴۰۳) – د سمنګان ولایتي روغتون د واکسیناسیون څانګې ټولنیزه مبلغه او واکسیناتوره فېروزه منان‌زاده وایي، هڅه کوي د پوهاوي خپرولو له لارې ماشومان له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کړي.

۲۵ کلنه فېروزه منان‌زاده چې په اصل کې د بلخ ولایت اوسېدونکې ده، له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د قابله‌ګۍ او بیا د بلخ پوهنتون په طب پوهنځي کې دوه کاله زده‌کړې کړې دي، چې له زده‌کړو د محروم کېدو وروسته له تېر یوه کال راهیسې د سمنګان په ولایتي روغتون کې د ټولنیزې مبلغې او واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي.

فېروزه هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو د دغه روغتون د واکسیناسیون په څانګه کې نه یوازې کورنیو ته د پولیو او نورو ناروغیو د خطرونو او پر وړاندې یې د واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی ورکوي، بلکې عملاً ماشومان هم واکسنیوي.

نوموړې وایي، د دغه روغتون بېلابېلو څانګه ته ځي او میندو ته د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه د پولیو په اړه پوهاوی ورکوي او هغوی خبروي چې دا ناروغي څومره خطرناکه ده، څنګه خپرېږي او ماشومان ورباندې اخته کېږي او څنګه یې مخنیوی کېږي.

هغه زیاتوي، که څه هم په سمنګان ولایت کې په دې تړاو د عامه پوهاوي په برخه کې څه‌نه‌څه پرمختګ شوی خو بیا هم ځینې میندې شته چې د کورنیو د مشرانو له لوري د ماشومانو واکسینولو ته نه پرېښودل کېږي.

فېروزه وایي، ان په ځینو مواردو کې د کورنیو له مشرانو سره اړیکه نیسي او د پولیو او نورو ناروغیو په اړه هر اړخیز معلومات ورکوي څو هغوی وهڅول شي خپل ماشومان واکسین کړي.

 

فېروزه هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو د دغه روغتون د واکسیناسیون په څانګه کې نه یوازې کورنیو ته د پولیو او نورو ناروغیو د خطرونو او پر وړاندې یې د واکسین د اهمیت په اړه پوهاوی ورکوي، بلکې عملاً ماشومان هم واکسنیوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

هغه کیسه کوي: «یوه ورځ د روغتون د واکسیناسیون په څانګه کې وم، غوښتل مې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکړم خو مور یې انکار کاوه، ویل یې خاوند مې واکسین نه مني، زه اړه شوم چې د هغې خاوند ته زنګ ووهم، هغه روغتون ته راغی، له نژدې مې د پولیو ناروغۍ د خطرونو او واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړل، کله چې پوه شو نو په ورین تندي حاضر شو چې ماشوم یې واکسین شي.»

فېروزه زیاتوي، د ګڼو نورو لاسته‌راوړنو تر څنګ توانېدلې، په لنډه موده کې د څلورو انکاري کورنیو سره خبرې وکړي او د خپل پوهې، مهارت او زغم له مخې هغوی قانع کړي څو خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د ژغورلو په موخه واکسین کړي.

د فېروزې همکاره ۲۴ کلنه خالینا بېګزاده هم ورته دنده ترسره کوي او تل مېندو ته د پوهاوي ورکولو تر څنګ ماشومان د پولیو او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسینوي.

هغه د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي ورکولو اغېزو ته اشاره کوي: «ډېرې میندې چې خپل ماشومان دلته د واکسین لپاره راولي، د ښار اوسېدونکې او لوستې دي چې د پولیو واکسین د ګټو او د ویروس د خطرونو په اړه کافي معلومات لري، همدا مېندې بیا په خپل ګاونډ کې نورو مېندو ته هم پوهاوی ورکوي چې واکسین کول څومره اړین دي، دغه اقدام په بېلابېلو سیمو کې د واکسین پوښښ په زیاتولو کې مرسته کړې ده.»

د ایبک ښار د کارته خراسان سیمې اوسېدونکی ۳۲ کلن عزت‌الله چې د دریو ماشومانو پلار دی وایي، چې تل یې خپلې مېرمنې ته سپارښتنه کړې څو ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.

 

د فېروزې همکاره ۲۴ کلنه خالینا بېګزاده هم ورته دنده ترسره کوي او تل مېندو ته د پوهاوي ورکولو تر څنګ ماشومان د پولیو او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسینوي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

هغه زیاتوي، د پولیو واکسین له ګوزڼ څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازینۍ لار ده او تل په خپله سیمه کې له رضاکارانو او روغتیایي کارکوونکو سره مرسته کوي څو د چم ګاونډ ټول ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین شي.

هغه وايي: «ټولې مېندې او پلرونه باید زما په څېر خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي څو هغوی هم له ناروغیو په امن کې پاتې شي.»

د سمنګان ولایتي روغتون مشر ډاکټر غلام‌صدیق حلیمي د دغه روغتون د ښځینه واکسیناتورانو هڅې ستايي او وايي چې دوی له پولیو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او توانېدلې دي چې زرګونه ماشومان له تلپاتې فلج څخه وژغوري.

هغه وايي: «د واکسیناسیون څانګه د سمنګان  ولایتي روغتون له فعالو څانګو څخه ده، واکسیناتوران هره ورځ په دې څانګه کې په صبر او حوصلې سره ماشومان واکسینوي او هڅه کوي هېڅ ماشوم له دې پروسې پاتې نه شي.»

د ډاکټر حلیمي په وینا، په دې څانګه په کافی اندازه د پولیو واکسین شتون لري او د ماشومانو د واکسینولو په برخه کې هېڅ خنډ یا محدودیت نشته.

د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو واکسینول نه یوازې د هغوی د فردي روغتیا لپاره مهم دی، بلکې د ټولنې د روغتیا لپاره هم خورا ارزښت لري. حتی یو کوچنی غفلت کولای شي د ډېرو ماشومانو ژوند په خطر کې واچوي.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ
بله موضوع
د پولیو پر وړاندې مبارزه؛ د احمدشاه د هڅو او ژمنتیا کیسه

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,