• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې

Homepage د ساحې کیسې د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې

د پولیو ویروس د له منځه وړلو لپاره د غور د دیني عالمانو هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 21, 2024
د ساحې کیسې

غور، افغانستان (۱ لېندۍ ۱۴۰۳) – د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې د یوه کوچني جومات امام ملا حمیدالله محمدي د جماعت له لمانځه وروسته لمونځ کوونکو ته د پولیو واکسین د ارزښت په اړه خبرې کوي.

دغه دیني عالم چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د دغه جومات امامت کوي، په پوره باور او هیله مندۍ زیار باسي چې والدین د خپلو ماشومانو واکسینولو ته وهڅوي.

 

د دین او روغتیا ترمنځ تړاو

ملا حمیدالله محمدي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پولیو واکسین له ټیمونو سره نږدې همکاري کوي، ټینګار کوي چې د اسلام له نظره د ژوند ساتنه فرض ده او والدین مکلف دي چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي.

هغه وایي: «ځینې خلک د ناسمو باورونو له امله فکر کوي چې د پولیو واکسین جواز نه لري، خو اسلام دغه عمل ته د یوې دیني او انساني وجیبې په توګه ګوري. د پولیو واکسین د ماشومانو ژوند ژغوري.»

دغه دیني عالم، چې ګڼې کورنۍ یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولې، باور لري چې د انکار او مخالفت ډېر موارد په دین او طب کې د کافي معلوماتو له نشتوالي څخه سرچینه اخلي.

 

د دیني عالمانو د هڅو اغېز

د حمیدالله محمدي په څېر د دیني عالمانو رول دې ته زمینه برابره کړې چې په غور کې د پولیو واکسین کمپاینونه د تېر په پرتله بریالي ترسره شي.

ډېرې هغه کورنۍ چې مخکې یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته زړه نه ښه کاوه، اوس د کافي پوهاوي په ترلاسه کولو خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورولي.

دېرش کلنه ذکیه کریمي چې په دغه ولایت کې د واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي، وایي: «خلک د دیني عالمانو خبرې اوري او باور ورباندې کوي. ډېرې مېندې چې مخکې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوله، اوس د ملا امامانو او قومي مشرانو په هڅونه خپل ماشومان واکسینوي.»

کریمي وایي چې په لرې سیمو کې د واکسین د ارزښت په اړه د پوهاوي کچه ټیټه ده، خو د دیني عالمانو او قومي مشرانو هڅو دغه خنډ لېرې کړی دی.

 

ملا حمیدالله محمدي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د پولیو واکسین له ټیمونو سره نږدې همکاري کوي، ټینګار کوي چې د اسلام له نظره د ژوند ساتنه فرض ده او والدین مکلف دي چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه واکسین کړي. © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن

 

د کورنیو د فکر بدلون

مینه احمدي چې د دوو ماشومانو مور ده او هغوی یې د واکسین لپاره روغتیايي مرکز ته راوستلي دي، وایي: «پخوا مې د واکسین د ګټو په اړه د معلوماتو د نشتوالي له امله خپل ماشومان نه واکسینول، خو د خپلې سیمې د ملا امام له خبرو وروسته مې اوس خپلو ماشومانو ته په منظم ډول واکسین ورکول پيل کړي دي.»

هغې زیاته کړه، خواښې یې لا هم باور لري چې واکسین ماشومان ناروغ کوي، خو د ملا امام د هڅو له برکته یې خپل مېړه هم دې ته وهڅاوه چې خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتون ته بوځي.

احمدي همداراز اشاره وکړه چې د کورنۍ یو غړی یې، چې په کوچنیوالي کې یې واکسین نه و کړی، اوس فلج دی او د کورنۍ د اوږو بار دی.

دغه مور، چې په هیله او باور خبرې کوي، وایي: «زه له ټولو مېندو غواړم چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي د ژغورلو لپاره، هغوی په منظمه توګه واکسین کړي.»

 

د همکارۍ مثبتې پایلې

د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو ونډه نه یوازې د عامه پوهاوي د ډېروالي لامل شوې ده، بلکې د ډېرو ماشومانو ژوند یې له معلولیت څخه ژغورلی دی.

د غور تجربه ښیي چې کله دین، ټولنه او علم سره یوځای شي، نو پر ناسمو باورونو بری ترلاسه کېدای شي او ماشومانو ته روغ راتلونکی جوړېدای شي.

هماغسې چې حمیدالله محمدي ټینګار کوي: «د پولیو واکسین نه یوازې یو دیني مسوولیت دی، بلکې د راتلونکي نسل د خوندي کولو لپاره یو حیاتي ګام دی.»

مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو پر وړاندې د ماریا مجیدي د یوې لسیزې نه ستړې کېدونکې مبارزه
بله موضوع
له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه ځوان شاعر هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,