• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

Homepage خبرونه او نشرات د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 12, 2023
خبرونه او نشرات, د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۲۰ تله ۱۴۰۲): د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولیو په تړاو د کرښې پورې غاړې د همغږۍ په ناسته کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د پولیو ویروس د لېږد رالېږد د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه دوه ورځنۍ ناسته چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پرون (۱۱، اکتوبر، ۲۰۲۳ زېږدیز) پيل شوې، نن هم دوام لري چې د افغانستان او پاکستان د پولیو پروګرام د مسوولینو تر څنګ په کې د اړوندو نړیوالو بنسټونو استازو هم ګډون کړی دی.

د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رییس ډاکټر نیک ولي شاه مؤمن چې د افغانستان په استازولۍ یې د یوه پلاوي په ملتیا په دې ناسته کې ګډون کړی وايي، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولیو ویروس د لېږد رالېږد پر مخنیوي خبرې وکړې چې څنګه کولای شي د دغې ستونزې مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، دا چې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو تګ راتګ ډېر دی، د پولیو ویروس د انتقال احتمال شته چې د اندېښنې وړ ده.

نوموړي وویل، ټاکل شوې ده د ناستې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام مسوولین داسې تګلارې او ستراتیژۍ جوړې کړې څو وکولای شي د پولیو ویروس د انتقال او خپرېدو مخنیوی وشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF د پولیو له منځه وړلو پروګرام د اړیکو مسوول کمال شاه سید وايي، یاده شوې ناسته د افغانستان او پاکستان د پولیو پروګرام د له منځه وړلو پروګرام د مسوولینو په نوښت جوړه شوې چې د اړوندو نړیوالو بنسټونو (یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان، روټري انټرنېشنل، بیل ګیټس بنسټ او د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز)  استازي هم په کې ګډون لري.

د ده په وینا، دغه ډول ناستې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل جوړېږي چې موخه یې په دواړو هېوادونو کې د پولیو له منځه وړلو په تړاو د روانو هڅو همغږي او پیاوړتیا ده.

دی وايي، په ناسته کې تر دې مهاله د دواړو لورو تر منځ د پولیو د انتقال پر مخنیوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ پر مهال د هغوی د ماشومانو  د واکسینولو د چارو پر لا نظم او په دغه تړاو د یو لړ تګلارو پر جوړولو خبرې شوې دي.

دغه راز نوموړي دا هم وویل چې دواړه لوري به د پولیو واکسین اړوند د ناسمو خبرونو او اوازو په اړه ځینې طرحې هم جوړې کړي څو ټول خلک وهڅول شي خپل ماشومان واکسین کړي او دغه خطرناکه ناروغي له افغانستان او پاکستان څخه ورکه شي.

دا په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د پولیو په تړاو د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرښې پورې غاړې د همغږۍ دویمه غونډه ده چې په پاکستان کې جوړېږي.

اوسنۍ ناسته داسې مهال جوړېږي چې د روان زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په افغانستان کې د پولیو (۶) انساني او (۳۹) چاپېریال پېښې ثبت شوې او دغه راز په ګاونډ پاکستان کې هم په ورته توګه یو شمېر پېښې ثبت شوې چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

مخکینۍ موضوع
له خطر تر خوندیتوبه؛ په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد مبارزه کې د پام وړ پرمختګ شوی
بله موضوع
په هرات کې د پولیو واکسین په کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه

اړوند مطالب

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی...

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – نجیب الله څلور کلن...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,