• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره

Homepage د ساحې کیسې په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره

په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 23, 2024
د ساحې کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان (۲ تله ۱۴۰۳) – روغتیاپالان وايي، په روغتونونو کې د ماشومانو زېږون له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه د هغوی په خوندیتوب او روغتیا کې مثبت اغېز لري.

دوی ټینګار کوي چې کورنۍ باید مېندوارې مېرمنې روغتونونو ته بوځي څو ماشومان یې له زېږون سره سم د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.

په غزني کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر میرویس صحرايي چې د دغه ولایت په ملکي روغتون کې دنده لري وايي، د کورونو پر ځای په روغتونونو کې د مېرمنو ولادت نه یوازې د مېندو بلکې د هغوی زېږېدونکو ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په موخه لپاره مهم اقدام دی.

هغه زیاته کړه، په روغتون کې ماشوم ته له زېږون سره سم د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو لکه شري، نري رنځ، تور ژیړي، تیتانوس او نورو واکسین تطبیق کېږي او یو ځانګړی کارت ورکول کېږي څو له مخې یې د واکسین پاتې پړاوونه تعقیب شي.

نوموړی پر کورنیو غږ کوي چې مېندې دې د ولادت لپاره روغتونونو ته بوځي، ځکه دا چاره د مور او ماشوم دواړو د روغتیاو اوخوندیتوب لپاره مهمه ده.

دی اندېښنه ښيي چې په لرې سیمو کې لا هم یو شمېر مېندې د روغتونو پر ځای په کورونو کې ولادت کوي چې له واکسینونو او په دې تړاو له عامه پوهاوي بې برخې پاتې کېږي.

 

روغتیاپالان وايي، په روغتونونو کې د ماشومانو زېږون له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه د هغوی په خوندیتوب او روغتیا کې مثبت اغېز لري © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د غزني په دولتي او نادولتي ټولو روغتونونو کې مسلکي قابلې شته چې چې د ماشومانو د زېږون پر مهال له مېندو سره همکاري کوي.

صحرايي وايي، کورنۍ باید له دغو اسانتیاوو ګټه واخلي، په کورونو کې دې له ولادتونو ډډه وکړي او په داسې کولو دې د مېندو او نوو زېږېدو ماشومانو ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ دیني عالم مولوي شیرین احمد وایي چې د پولیو په ګډون د ساري ناروغیو د مخنیوي ټول واکسینونه هیڅ ډول تاوان نه لري، بلکې یوازې او یوازې د ماشومانو د خوندیتوب او روغتیا لپاره دي.

هغه زیاته کړه، په اسلام کې د ژوند ساتنه یو اساسي اصل دی، او هر هغه اقدام چې د ژوند ساتنې لپاره وشي، د شریعت له مخې ارزښت لري.

د ده په وینا، واکسین د وقایې یوه لاره ده چې د خطرناکو او وژونکو ناروغیو لکه پولیو څخه مخنیوی کوي.

پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان د تل لپاره فلج کولای شي، دا ناروغي درملنه نه لري خو د واکسین په وسیله د مخنیوي وړ ده.

عام باور دا دی چې د پولیو له منځه وړلو لپاره ولسي ملاتړ ضروري دی.

روغتیاپالان او دیني عالمان ټینګار کوي چې کورنۍ باید د پولیو واکسین په کمپاینونو کې فعاله ونډه واخلي، که د هغوی ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، باید نژدې کلینیک ته یې بوځي څو د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.

افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو یو دی چې د پولیو ویروس د ماشومانو ژوند ګواښي، په همدغه بنسټ دا ډېره مهمه ده چې د دغې خطرناکې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار واخیستل شي.

مخکینۍ موضوع
د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام
بله موضوع
د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,