• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه

Homepage د ساحې کیسې هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه

هغه رنځ چې مخنیوی یې کېدای شوای؛ د سردار محمد د ژوند دردوونکې کیسه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 18, 2024
د ساحې کیسې

کندهار، افغانستان (۲۸ لړم ۱۴۰۳) – د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ۳۸ کلن اوسېدونکی سردار محمد په دردمن انداز د خپل ماشومتوب کیسه کوي چې له پولیو له واکسین څخه بې برخې شو.

د دغه غفلت پایله دا شوه چې هغه په شپږ کلنۍ کې د پولیو په ناروغي اخته شو، له همدې امله یې ښۍ پښه فلج شوه او د تل لپاره یې پر خپلو پښو د ګرځېدو توان له لاسه ورکړ.

سردار محمد د خپل مور او پلار له خولې کیسې ته دوام ورکوي او وايي: «هغه مهال په سیمه کې سختې جګړې وې چې له امله یې زما کورنۍ و نه توانېده ما واکسین کړي، له همدې امله زه د پولیو په ناروغۍ اخته شوم او زما ښۍ پښه یې فلج کړه.»

هغه زیاتوي، د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت له کبله اوس له خورا سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې له زغملو پرته یې بله چاره نه لري.

ده وویل، هغه مهال یې کورنۍ د ده د درملنې ډېره هڅه وکړه خو خبر نه وو چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري.

سردار محمد اوس په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د معلولیت له کبله د کار کولو جوګه نه دی، خو بیا هم د دریو اولادونو پالنه کوي.

هغه وایي: «په ډېرو ستونزو مې واده وکړ، خو لس کاله وروسته مې مېرمن وفات شوه او د دریو لوڼو د پالنې مسوولیت یوازې زما غاړې ته ولوېد، دا دی تاسې مې وینئ چې د لویې لارې پر سر ناست یم او سوال کوم څو هغوی ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړم.»

 

نوموړی د خپل سخت ژوند او کړاوونو لامل په ماشومتوب کې له پولیو واکسین څخه بې برخې کېدل ګڼي او وايي: «که د پولیو واکسین راکړل شوی وای نو اوس به روغ او جوړ وای.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

د سردار محمد ستونرمن ژوند د خلکو پر مخ پرانیستي کتاب دی؛ هغه خپلې درې لوڼې د یوې روښانه راتلونکې په هیله روزي او غواړي هغوی هغه ژوند ولري چې ده له لاسه ورکړی دی.

نوموړی د خپل سخت ژوند او کړاوونو لامل په ماشومتوب کې له پولیو واکسین څخه بې برخې کېدل ګڼي او وايي: «که د پولیو واکسین راکړل شوی وای نو اوس به روغ او جوړ وای.»

هغه خپل ځان ته په کتو پر والدینو غږ کوي چې که اوس هم د پولیو واکسین پر ارزښت شک کوئ او خپل ماشومان نه واکسینوئ نو ګواکې هغوس په خپل لاس تباه کوئ.

نوموړی خلکو ته د خپل ژوند د دغې ترخې کیسې په کولو هغوی هڅوي چې د واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان تر پنځه کلنۍ په منظم ډول واکسین کړي څو له دایمي فلج څخه وژغورل شي.

سردار محمد د ټولنې په نوم په خپل پیغام کې وايي: «زما وخت تېر شوی دی، خو هغه ماشومان چې نن د پولیو واکسین په وسیله خوندي کېږي، د افغانستان راتلونکی جوړوي؛ که هره کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي، نو د پولیو پر وړاندې بریا حتمي ده.»

د سردار محمد په څېر د پولیو قربانیان د دې ناروغۍ د دردونو او کړاوونو ژوندۍ بېلګې دي چې په خپلو خبرو او کیسو سره کولای شي د ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د دوی سخت ژوند موږ متوجه کوي چې په هر کمپاین کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي کولای شي یو ماشوم له تلپاتې فلج څخه وژغوري.

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له انکار تر ملاتړ؛ د پولیو واکسین په اړه د یوې مور د ذهنیت د بدلون کیسه
بله موضوع
فاریاب؛ د پولیو ناروغۍ پر وړاندې ګډې بریالۍ هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,