یوه کونډه مور او د هغې یوازینی پولیو وهلی زوی
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۰۷ غویی ۱۴۰۳) – د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۸ کلن محمد اعظم هغه تنکی ځوان دی چې په اته کلنۍ کې د واکسین نه کولو له امله د پولیو په ناروغي اخته شوی او دواړې پښې یې فلج شوې دي.
هغه چې د خپلې لکړې په مرسته په سختۍ ګامونه اخلي، د یادې شوې ولسوالۍ د کوچیانو په کلي کې له خپلې کونډې مور او یوې خور سره په یوه خاورین کور کې د ژوند سختې ورځې او شپې تېروي.
محمد اعظم چې د خپلې ویرجنې مور تر څنګ ناست و، په مایوسوونکي اندازه وویل: «زما د ژوند سختې ورځې هغه مهال پیل شوې چې په اووه کلنۍ کې مې پلار مړ شو او یوازې یې پرېښودلم، په اته کلنۍ کې بیا د پولیو ناروغۍ ووهلم او فلج یې کړم.»
۱۸ کلن محمد اعظم د خپلې کونډې مور یوازینی زوی دی چې په اته کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او د هغه دواړې پښې یې فلج کړې دي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
هغه زیاته کړه، د دې تر څنګ یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی، که چا مرسته وکړه ژوند روان دی او که نه د خدای په تمه ناست وي.
دی وايي، د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت له امله کار او روزګار نه شي کولای، کله چې په کلي کې خپل همزولي روغ او جوړ ویني چې درس وايي او کار کوي، نو سخت ځورېږي، یو ډول د بې وسۍ او ناتوانۍ احساس کوي.
محمد اعظم د خپلې ټولې دغې بدمرغۍ لامل د پولیو ناروغي ګڼي او وایي، که په وجود روغ وای نو اوس به یې داسې له کړاونو ډک ژوند نه درلود.
هغه وویل: «کله کله له ځان سره فکر کوم که پلار او مور زه په ماشومتوب کې واکسین کړی وای نو په دې ځوروونکې ناروغي به نه اخته کېدم، درس به مې ویلي وای، د خلکو له احتیاجه به خلاص وای او د ځان په ګډون به مې د ټولې کورنۍ ژوند ښه کړی وای.»
نوموړي ناهیلۍ وویل، له بده مرغه د پولیو ناروغۍ یې ژوند هومره اغېزمن کړی چې په هر څه کې د نورو مرستې ته اړ دی.
ده خپل راتلونکي ژوند ته په اندېښنې زیاته کړه: «موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې معلول ته په کې په ښه سترګه نه کتل کېږي، ان کله چې مې مور غواړي زما د راتلونکي ژوند غم وخوري او کوژده راته وکړي نو هیڅ کورنۍ نه حاضرېږي له موږ سره دوستي وکړي.»
هغه د خپل ژوند دغو کړاونو ته په اشاره له کورنیو غوښتنه کوي چې خپل ماشومان دې د ده په څېر برخلیک سره نه مخ کوي، بلکې د هغوی سالمې روغتیا او راتلونکې ته دې فکر وکړي، هغوی دې په په منظم ډول واکسین کړي څو د پولیو په فلجوونکې ناروغۍ اخته نه شي.
محمد اعظم له خپلې مور سره له څاه د اوبو په را ایستلو کې مرسته کوي © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د محمد اعظم مور چې له هغه سره په خوا کې ناسته وه، په غریو نیولي غږ وویل، په ژوند کې یې ډېر دردونه لیدلي خو د پولیو په ناروغۍ د اخته یوازیني زوی درد ورته تر ټولو سخت دی.
هغې زیاته کړه: «زوی مې اووه کلن و چې خاوند مې مړ شو، په اته کلنۍ کې ګوزڼ پسې وواهه، دواړې پښې یې کږې او له کاره ولوېدې، د پوښتنې او درملنې یې څوک نه وو، خو بیا مې هم له ناچارۍ ډاکټر ته بوت، هغه راته وویل، خپل ماشوم ته دې واکسین نه دی ورکړی او د پولیو په ناروغي اخته شوی چې علاج نه لري.»
دا وايي، لس پنځلس کاله مخکې د دوی په سیمه کې جګړې وې، واکسین د چا په یاد هم نه و، ټول د ځان غم اخیستي وو چې څنګه خپل سرونه خوندي کړي.
دې وویل: «د اولاد درد ډېر سخت دی، هیڅ مور دې د اولاد په غم اخته نه وي، زه مې د یوازیني زوی حالت ته په کتو سخته ځورېږم، که پوهېدای چې هغه د پولیو په ناروغي اخته کېږي او دواړې پښې یې فلجېږي نو چې له هرې لارې کېدای هغه ته به مې واکسین ورکړی وای.»
دغه دردېدلې مور له والدینو غوښتنه کوي چې هیڅ شی دې نه بهانه کوي، بلکې په هر حالت کې دې خپل ماشومان واکسین کړي څو له پولیو او نورو ناروغیو وژغورل شي.
شاوخوا ۲۶ کلن عبدالبصیر د محمد اعظم کلیوال دی؛ نوموړی وايي، د هغه وضعیت له نژدې ویني چې د ګوزڼ له امله یې ژوند له څومره کړاونو سره مخ دی، هغه کار او روزګار نه شي کولای، یوازې مور او یوه خور لري، نور یې د لاسنیوي څوک نشته.
نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کې واکسین نه ورکوي چې وروسته د پولیو په ناروغي اخته شي او ژوند یې له یو عالم ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.»
دی وايي، پولیو یوه فلجوونکې ناروغي ده چې له واکسین پرته بله د مخنیوي وسیله نه لري، که خدای مه کړه کوم ماشوم په دې ناروغي اخته شي نو د محمد اعظم په څېر به له زده کړو، کار او ژوند څه پاتې کېږي او په پایله کې به د خپلې کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي.