• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي

Homepage د ساحې کیسې دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي

دوه ویشت کلن سید صمیم د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند چارې په ډېرې سختۍ مخ ته وړي

PolioFreeAfghanistan
جنوري 5, 2024
د ساحې کیسې

شاه محمود شینواری

 

ننګرهار، افغانستان (۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۲ کلن سید صمیم چې په ماشومتوب کې د ګوزڼ یا پولیو په ناروغي اخته شوی، اوس په ډېرې سختۍ د ژوند چارې مخ ته وړي.

هغه چې د دغه ولایت په یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي د درېیم کال محصل هم دی، وايي: «روغ رمټ وم خو د ګوزڼ ناروغۍ د بل د اوږو بار کړم.»

دی وايي، د خپلو دوو مشرانو وروڼو درېیم ورور دی چې له ټولو مشر ورور ته د کورنۍ سرپرستي او بل ورور ته دی ور تر غاړې دی.

نوموړي وویل: «زه چې کله له کوره پوهنتون ته ځم، ورور مې په تګ کې مرسته راسره کوي او بيا چې پوهنتون ته ورسیږم نو هلته مې ټولګيوال تر صنف پورې په غېږ کې وړي.»

هغه له دې خبرې وروسته ژوره ساه واخیسته او په دردمن انداز یې وویل، ډېره سخته ده چې همزولي او ټولګیوال دې روغ او جوړ وي او ستا بدن نیمګړی وي.

د نوموړي فکر کلونه شا ته لاړ او هغه وخت یې را یاد کړ چې د واکسین نه کولو له امله د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شو.

ده د ګوزڼ په ناروغۍ د اخته کېدو کیسه داسې پیل کړه: «روغ رمټ وم، په اووه کلنۍ کې دردونه راته پیدا شول، همدا د پولیو ناروغۍ نښې وې، د وخت په تېرېدو مې دردونه او د پښو بې حسي ډېرېدله، د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې پښې مې یو مخ فلج شوې او د ګرځېدو توان مې له لاسه ورکړ.»

د پولیو ناروغۍ له سید صمیم څخه د ګرځېدو او فعالیت توان اخیستی دی/  بټي کوټ، ننګرهار © له پولیو خلاص افغانستان/ شاه محممود شینواری

 

دی وايي، اوس چې خپل نیمګړي وجود او تریخ ژوند ته ګوري نو ارمان ورته درېږي چې کاش پلار او مور یې دی هم د نورو ماشومانو په څېر واکسین کړی وای، نو اوس به په دې ناروغي نه اخته کېده.

نوموړی پر والدینو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو په حق کې دې بې پروايي نه کوي، هغوی دې د پولیو واکسین په هر پړاو کې په منظم ډول واکسینوي څو په دغې فلجوونکې او وژونکې ناروغي اخته نه شي.

هغه زیاته کړه: «له بده مرغه په اوسني دور کې هم ډېر والدین د ناسمو باورونو، غلطو اوازو ښکار شوي او خپل ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکوي، هغوی په دې توګه په لوی لاس د خپلو ماشومانو ژوند له تباهي سره مخ کوي.»

د سید صمیم کشر ورور سید قسیم وايي، د خپل ورور حالت یې سخت ځوروي، کاش دی هم د ده په څېر روغ او پر خپلو پښو ولاړ وای.

د ده په خبره، ورور یې ډېر مهال په ځان سختۍ تېروي او د بل له مرستې چېرې نه شي تللای.

هغه وویل: «ورور مې ډېر په تکلیف کې دی، که وغواړي بهر لاړ شي یا چېرې د دوستانو کور ته لاړ شي نو خپله نشي تللی زه يې بيایم.»

نوموړی هم وايي، که والدین بې پروايي وکړي او خپل ماشومان د پولیو په ګډون د ماشومتو د دورې ناروغیو پر ضد واکسین نه کړي نو د ده د ورور په برخلیک به اخته شي.

پولیو ځپلی  سید صمیم له خپل کشر ورور سید قسیم سره/  بټي کوټ، ننګرهار © له پولیو خلاص افغانستان/ شاه محممود شینواری

 

د ننګرهار د هغه خصوصي پوهنتون- چې سید صمیم په کې زده کړې کوي- د محصلانو چارو امر استاد حاکم مشفق وايي، نوموړی سره له دې چې د پولیو ناروغۍ ښکار شوی خو همت یې نه دی بایللی بلکې په مات او ګوډ وجود هره ورځ پوهنتون ته راځي او زده کړې کوي.

هغه وویل: «د پوهنتون اداره او محصلین ټول د سید صمیم حالت درک کوي او له هغه سره همکاري کوي، دی په روزانه ډول له ریکشې په غېږ کې را اخلي او صنف ته یې د درس لپاره راولي، دغه راز د امتحان په وخت کې یې صحنې ته وړي او بيرته صنف ته راولي.»

دی زیاتوي، سید صمیم د هغو والدینو لپاره به عبرت ډکه بېلګه ده چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او راتلونکي په تړاو ناغېړي کوي او هغوی نه واکسینوي.

روغتیا پوهان وايي، د پوليو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره لازمه ده چې کورنۍ خپل ماشومان په وخت واکسین کړي او د هغوی روغتیا ساتنې/ حفظ‌الحصې ته پام وکړي.

د دوی په باور، که ماشومان په وخت واکسین نه شي نو د ناپاک چاپېريال له لارې ساري ناروغۍ ماشومانو ته په اسانۍ لېږدي چې پایله يې د ګوزن په څېر په لاعلاجه ناروغيو اخته کېدل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د پولیو ۶ پېښې ثبت شوې دي چې ټولې په یاد شوي ولایت کې دي.

د دغو پېښو له جملې لومړۍ هغه د دغه ولایت په بټي کوټ، دویمه په کوټ، درېیمه په نازیان، څلورمه په بهسود، پنځمه په دور بابا او شپږمه پېښه په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین په اړه شکونه او د هغوی ځوابونه
بله موضوع
د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,