• Toll-Free: 141

د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

کور د ساحې کیسې د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې

د ساحې کیسې
په یوه مشخص ځای کې د یوه ساده مېز شا ته یو ځوان هره ورځ د زرګونو ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره کار کوي. دا د فرمان‌الله کیسه ده؛ هغه رضاکار چې د ثابت روغتیايي ټیم له لارې یې د ټولنې روغتیايي بڼه بدله کړې ده.

 

خوست، افغانستان (۲۵ غویی ۱۴۰۴) - فرمان الله د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ یو له هغو ځوانانو دی چې د ژوند مانا یې په خدمت او د پوهاوي په خپرولو کې موندلې ده.

د هغه کارځای ښايي ډېر ساده وي خو هماغه ځای د زرګونو ماشومانو د خوندیتوب نقطه ګرځېدلې ده.

۳۰ کلن فرمان‌الله، چې لوړې زده کړې یې د خوست په شېخ زاید پوهنتون کې کړې دي، له شپږو کلونو راهیسې د (ګربزه ثابت روغتیايي ټیم) د غړي په توګه کار کوي.

دی وايي: «دلته هره ورځ ګڼې کورنۍ راځي، له شکونو، پوښتنو او اړتیاوو سره. زموږ هدف دا دی چې هغوی ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړو او له باور، پوهاوي او ډاډ سره بیرته ولاړ شي.»

 

ثابت ټیمونه؛ په لیرې سیمو کې د روغتیايي خدمتونو باوري سرچینې

ثابت روغتیايي ټیمونه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، یونیسف، روغتیا نړۍوال سازمان او نورو نړۍوالو شرکیانو له لوري حمایه کېږي. دغه ټیمونه په هغو سیمو کې کار کوي چېرې چې دایمي کلینیکونه یا خو نشته، یا ډېر لیرې دي.

د ټیم دنده د پولیو او نورو ساري ناروغیو پر ضد واکسین تطبیقول، لومړني طبي خدمتونه وړاندې کول، د ناروغیو څارنه کول او خلکو ته د روغتیايي پوهاوي مشورې ورکول دي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

فرمان الله یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي.

 

کله چې شکونه په باور بدلېږي

فرمان‌الله یوازې واکسیناتور نه دی، بلکې د ټولنیز باور یو جوړوونکی هم دی. هغه خلک چې له شکونو او اندېښنو سره راځي، نو دی کوښښ کوي چې قانع یې کړي. د هغه په وینا؛ زغم، وضاحت او دیني مراجعو ته مراجعه، تل مؤثر ثابت شوي دي.

«یوه ورځ یوه کورنۍ راغله چې پر واکسین بې‌باوره وه. ما خبرې ورسره وکړې، او د سیمې ملا امام مې هم راوباله. هغه د دین له نظره د واکسین ارزښت بیان کړ. بالاخره، کورنۍ قناعت وکړ او خپل ماشومان یې واکسین کړل

فرمان‌الله وايي، اوس د سپېرې ولسوالۍ ډېری خلک پر واکسین باور لري، ځکه دلته تل د روغتیايي ټیم دروازه پرانیستې وي او خلک تل له دوی څخه سم معلومات، مشورې او ډاډ ترلاسه کوي.

د سپېرې د روغتیايي خدماتو مشر، ډاکټر فرید وایي: «فرمان‌الله زموږ د ټیم هغه غړی دی، چې نه یوازې دنده ترسره کوي، بلکې د باور فضا هم رامنځته کوي. دا ډول ځوانان د ټولنې د عامې روغتیا بنسټونه دي

قومي مشر حاجي عبدالکریم هم زیاتوي: «دی نه یوازې زموږ خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، بلکې د هغوی شکونه او اندېښنې هم لیرې کوي.»

 

یوه ساده دنده، یو لوی بدلون

فرمان‌الله د خپل کار له امله اوس د سپېرې ولسوالۍ په خلکو کې د باور یوه نښه ګرځېدلی دی. هغه نه یوازې د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې د ټولنې روغتیایي پوهاوی لوړوي، له افواهاتو سره مقابله کوي، او نورو ځوانانو ته الهام ورکوي.

«زه باور لرم چې که له همدغه ځای څخه هره ورځ یو ماشوم له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي شي، دا خپله یوه لویه لاسته‌راوړنه ده. تر هغه وخته چې اړتیا وي، زه به خپل کار ته دوام ورکوم.»

فرمان‌الله د یوه ټیم غړی دی، خو د زرګونو ماشومانو لپاره د امید یو ثابت لوری دی. دی او همکاران یې له هغو وګړو دي چې د ټولنې روغتیا ته حرکت ورکوي.