• Toll-Free: 141

عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار

کور د ساحې کیسې عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار

عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار

د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲۰ غویی ۱۴۰۴) ـ د پکتیکا ولایت په وازې‌خوا ولسوالۍ کې سهارني باران هوا پاکه کړې او کلیوال د خپلو ورځنیو کارونو په لور روان دي.

خو د دوی له منځه د عبدالرحیم په نوم کس چې شاوخوا پنځوس کلن دی، له نورو جلا ماموریت لري.

هغه، چې د واکسین شین بکس یې پر اوږه کړی، له خپلو همکارانو سره د ګوشتې کلي ته روان دی څو ماشومان له پولیو/ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي کړي.

عبدالرحیم، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي، وايي: «زه دا کار د خپلې ټولنې لپاره د یوه مسوولیت په توګه ترسره کوم، د ماشومانو روغ راتلونکی ما ته تر هر څه مهم دی.»

دی زیاتوي، وروسته له هغه چې له ښوونځي فارغ شو او د روغتیا اړوند یې لومړنۍ زده‌کړې وکړې، تل یې هیله لرله چې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې رول ولري.

د ده په خبره، په دغه لړ کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره اشنا شو او د واکسین په کمپاینونو کې یې د یوه رضاکار په توګه کار پيل کړ.

هغه وویل: «پولیو ویروس هره شېبه زموږ د ماشومانو ژوند ګواښي چې پایله یې تل‌پاتی فلج یا مړینه ده، زه غواړم د خپلې سیمې او هېواد ماشومان له دغه ګواښ څخه خوندي کړم.»

خو عبدالرحیم له پولیو سره په مبارزه کې یوازې د ماشومانو په واکسینولو بسنه نه کوي، بلکې د خلکو ذهنیتونه هم روښانه کوي.

دی وايي: «زه د دې تر څنګ چې د خپل مسوولیت په ساحه کې تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوم، خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوم او له دې لارې مې ډېرې هغه کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع کړې دي چې مخکې یې د ناسمو معلوماتو له امله نه واکسینول.»

هغه په دغه لړ کې د سیمې د یوه اوسېدونکي خان محمد مثال ورکوي چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو یې ډډه کوله.

عبدالرحیم وايي: «خان محمد په لومړي سر کې فکر کاوه چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول یوه دسیسه ده، خو ما هغه ته په ورځو ورځو کره علمي معلومات ورکړل او بالاخره مې هغه قانع کړ چې واکسین کومه دسیسه نه، بلکې د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه زموږ د ماشومانو د خوندي کولو وسیله ده.»

له هغه وروسته خان محمد خپل ماشومان په هر کمپاین کې په منظم ډول واکسینوي او خوشحاله دی، مخکې له دې چې ناوخته شي، د خپلو ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره یې سم ګام اخیستی دی.

عبدالرحیم دا ډول کورنیو ته په خپل پېغام کې وايي :«ستاسو ماشومان ستاسې تر ټولو قمیتي سرمایه ده، د هغوی ژوند تاسو او ټولنې ته ستر ارزښت لري، مه پرېږدئ چې ناسم معلومات او اوازې یې ژوند له خطر سره مخ کړي.»

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

عبدالرحیم د وازې‌خوا ولسوالۍ په ګوشتې کلي کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکوي.

 

نوموړی زیاتوي، د پولیو په ګډون ټول واکسینونه د نړۍوالو روغتیايي بنسټونو له خوا تایید شوي او ماشومان له مرګونو ناروغیو څخه خوندي کوي.

محمد ابراهیم بل ځوان رضاکار او د عبدالرحیم د ټیم فعال غړی دی چې له پولیو سره د مبارزې په برخه کې د خپلو تجربو یادونه کوي.

هغه وايي: «موږ د دې تر څنګ چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوو، والدینو ته پوهاوی هم ورکوو، موږ په ډېر زغم د هغوی اندېښنو ته غوږ نیسو او د ځوابولو هڅه یې کوو، موږ د خپلو خلکو دیني باورونو، کلتور او کورنیو ارزښتونو ته په درناوي خپل پېغام رسوو.»

دی زیاتوي، د یوه ټیم په توګه یې دنده دا ده چې د اعتماد، وضاحت او دوامدار پوهاوي له لارې د خلکو زړونه وګټي او ټول په ګډه د پولیو ناروغۍ په وړاندې مبارزه وکړي.

عبدالرحیم او ټیم یې د سیمې د دیني عالمانو ملاتړ هم خپل کړی دی، یوه داسې هڅه چې د عامې روغتیا په برخه کې یې د باور فضا نور هم غښتلې کړې ده.

د ګوشتې سیمې د جامع جومات ملا امام مولوي شېر ادم وايي: «عبدالرحیم او همکاران یې ډېر مهم رسالت تر سره کوي چې هغه له پولیو خطرناکې ناروغۍ څخه زموږ د ماشومانو خوندي کول دي.»

نوموړی ډاډ ورکوي چې په دغه مهم کار کې دی او د سیمې ټول اوسېدونکي نه یوازې د هغه د هڅو ملاتړ کوي، بلکې د عمل پر ډګر ورسره ولاړ دي.

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې که غواړي ماشومان یې فلج نه شي او په راتلونکي کې د ټولنې د اوږو بار نه شي نو په هر کمپاین کې یې باید په منظم ډول واکسین کړي.

د عبدالرحیم په څېر په زرګونو رضاکاران هره ورځ د افغانستان په تر ټولو لیرې او ستونزمنو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسوي.

د هغوی دا هڅې د راتلونکي نسل د خوندیتوب لپاره دي، راځئ ملتیا یې وکړو او د یوې روښانې، روغې او بریالۍ ټولنې لپاره ګډ کار وکړو.