• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه

د پولیو له امله د یوه معلول شوي ځوان د ژوند کیسه

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 14, 2024
د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۲۳ تله ۱۴۰۳) – ۲۴ کلن حکمت د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې اړوند د چکن کلي هغه ځوان دی چې په درې کلنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی دی.

نوموړی ځوان د دې غمیزې کیسه د خپل مور او پلار له قوله داسې بیانوي : «درې کلن وم چې ناڅاپې تبه او حمله راباندې راغله، ډاکټر ته له تګ وروسته معلومه شوه چې د پولیو په ناوړه ناروغۍ اخته شوی یم.»

حکمت چې اوس یې دواړې پښې یې فلج دي، د خپلې دغې بدمرغۍ لامل د واکسین نه کول بولي او وايي: «که په ماشومتوب کې د پولیو ضد واکسین راکړل شوی وای نو اوس به په وجود روغ وای او له داسې کړاو سره به نه مخ کېدم.»

نوموړی چې د خپلو وروڼو او خویندو کشر ورور دی، وایی: «پلار او مور مې د نورو وروڼو او خویندو په پرتله، له زده‌کړو نیولې بیا د ژوند تر نورو چارو، ماته لومړیتوب راکړی څو په ماشومتوب کې د واکسین نه راکولو بې غوري جبران کړي.»

 

د زده کړو پېل

حکمت د ښوونځي په لومړیو کلونو کې د خپل معلولیت له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ و، خو دا چې د کورنۍ ملاتړ ورسره و، له دولسم ټولګي تر فراعت وروسته یې د غزني پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه د لیسانس سند هم ترلاسه کړ.

د پوهنتون مرحله د حکمت لپاره د تفکر او پوهې د پراختیا تر څنګ اصلي ژوند ته د ورګرځېدو مرحله وه، چې نه یوازې د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو معلولینو لپاره یې په ده کې د کار کولو اراده پیدا کړه.

 

حکمت چې اوس یې دواړې پښې یې فلج دي، د خپلې دغې بدمرغۍ لامل د واکسین نه کول بولي او وايي: «که په ماشومتوب کې د پولیو ضد واکسین راکړل شوی وای نو اوس به په وجود روغ وای او له داسې کړاو سره به نه مخ کېدم.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د معلولینو د ټولنې مشري

حکمت له پوهنتون څه تر فراغت وروسته، څلور کاله د پکتیکا ولایت د معلولینو د اتحادیي مشر پاتې شو، په دې دنده کې هغه د معلولینو د حقوقو د خوندیتوب او په ټولنه کې د دوی د ورګډېدو لپاره ډېر کار وکړ، د ده، د هڅو په برکت ګڼو معلولینو ته کارې فرصتونه پیدا شول او د خپلو حقوقو په اړه یې پوهاوی ترلاسه کړ.

نوموړی وایي: «په خپله څلور کلنه کارې دوره کې مې له ۹۰ ډېرو معلولو وګړو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره کړه، وخت په وخت مې د هغوی د ښه ژوند لپاره د پوهاوي روزنیز پروګرامونه جوړول، خو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له بده مرغه زموږ د ټولنې په ګډون د ټولو ټولنو جوازونه لغوه شوي او اوس فعالیت نه شو کولای.»

 

له کرکټ سره مینه

حکمت د کرکټ لوبې ځانګړی مینه‌وال هم دی او په خپله هم کرکټ کوي.

نوموړی وايي، دا ورزش د ده د فزیکي فعالیت لپاره مهم دی، کله چې کرکټ کوي نو د خوښۍ احساس کوي، دغه راز له دې لارې یې له ټولنې سره اړیکې پراخېږي او روحیه یې لوړېږي.

دی زیاتوي: «لکه څنګه چې د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد په کچه هر کال د شپږیږې په نوم ټورنمنټ ترسره کوي، د معلولینو لپاره هم باید ورته ټورنمنټ رامنځته کړي چې له دې سره په هغوی کې پر ځان د باور کولو احساس پیاوړی کېږي.»

 

حکمت ټولنې ته پېغام لري او وايي، پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان له دایمي فلج او آن مړینې سره مخ کوي خو د واکسین په وسیله یې په اسانۍ مخنیوی کېدای شي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د کورنۍ او ملګرو ملاتړ

د حکمت مشر ورور عبدالرشید چې د ښوونځي او پوهنتون په کلونو کې د هغه د زده کړو ټینګ ملاتړی پاتې شوی، وایي: «حکمت خواریکښ ماشوم و، ما د هغه پوره ملاتړ کاوه، ځکه پوهېدم چې که هغه په وجود معلول دی خو ذهني قوت یې تر ډېرو پیاوړی دی، ما له کوچنیوالي څخه د هغه زحمتونه لیدل او پوهېدم که مناسب ملاتړ ولري نو په خپلو موخو کې به بریالی شي.»

نوموړی د خپل ورور حالت ته په کتو زیاتوي، له بده مرغه په ټولنه کې ډېر داسې وګړي شته چې کورنیو یې غوري کړې او هغوی یې په ماشومتوب کې نه دي واکسین کړي، چې یوه بېلګه یې زموږ کورنۍ ده چې حکمت ته یې واکسین نه دی ورکړی او په دایمي معلولیت اخته دی.

هغه وویل: «دا د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو له معلولیت څخه خوندي شي او په پایله کې دا ځورونکې ناروغي د تل لپاره له هېواده ورکه شي.»

د حکمت د ماشومتوب ملگری ابوالحسن چې اوس هم د هغه له نږدې ملګرو څخه دی، وایی: «حکمت سره له دې چې د پولیو قرباني او معلول دی، خو له نورو معلولو وګړو سره د مرستې کولو ځانګړی احساس لري، تل د هغوی ستونزې اوري او مناسبې حل لارې ورته پيدا کوي.»

د ده په خبره، حکمت د ده لپاره د یوه ښه ملګري تر څنګ یو اتل هم دی.

د هغه بل ملګری حسن خان وايي، کلونه له حکمت سره نژدې پاتې شوی، هغه هیڅکله معلولیت ته نه دی تسلیم شوی، بلکې تل یې د ژوند لپاره مبارزه کړې ده.

 

ټولنې ته مهم پېغام

حکمت ټولنې ته پېغام لري او وايي، پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان له دایمي فلج او آن مړینې سره مخ کوي خو د واکسین په وسیله یې په اسانۍ مخنیوی کېدای شي.

«ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د هرې کورنۍ او فرد مهم مسوولیت دی، زه خپله د پولیو قرباني یم، که زما کورنۍ هغه مهال واکسین ته جدي پاملرنه کړې وای، نو نن به زه د معلولیت له کړاوونو سره مخ نه وم.»

دی پر خلکو غږ کوي او وايي: «راځئ په ګډه کار وکړو څو په افغانستان کې پولیو په بشپړ ډول له منځه یوسو.»

 

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر
بله موضوع
«فوزیه» او «فاطمه» له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په لټه کې

اړوند مطالب

سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت

۲۸ کلن سیف‌الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو...

نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې

د پولیو واکسین کمپاینونو کې یوه ژمنه رضاکاره، چې د...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,