پولیو؛ د سارا متفاوت ژوند او د راتلونکي لپاره د هغې پیغام
بدخشان، افغانستان (۱۵ تله ۱۴۰۳) – د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ اوسېدونکې ۱۹ کلنه سارا سادات په یو کلنۍ کې- مخکې له دې چې د ماشومتوب په نړۍ کې ګام کښېږدي- د پولیو په ناروغي اخته شوه.
دې ناروغي نه یوازې د سارا ژوند زیانمن کړ، بلکې د هغې د ژوند لاره یې په بشپړه توګه بدله کړه؛ د هغې دواړه پښې فلج شوې او له هماغه راهیسې له جسماني او ټولنیزو ستونزو سره مخ ده.
دا داستان هغه وخت له تریخېږي چې سارا وايي، که د ماشومتوب په دوران کې یې واکسین ته لاسرسی لرلای نو ښايي له دغه ډل برخلیک سره نه وای مخ شوې.
هغه زیاتوي: «که هغه وخت مې واکسین ته لاسرسی درلودلای، نو ښايي اوس مې ژوند بل ډول وای.»
د سارا ورځنی ژوند آسانه نه دی، هغه پرته له بایسکل او لکړې تګ نه شي کولای، دې چارې هغه له ډېرو ننګونو سره مخ کړې ده.
د معلولیت له امله هغه له ډېرو هغو ټولنیزو فعالیتونو محرومه ده چې نور ځوانان یې ترسره کوي، خو بیا یې هم خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړې او ښې راتلونکې ته په تمه ده.
هغه زیاتوي: «که څه هم زه نه شم کولای لکه نور خلک حرکت او تګ راتګ وکړم، مګر هیڅکله دا نه احساسوم چې ګواکې ناکامه شوې یم، زه تل پر خپل خدای توکل کوم او له موجودو امکاناتو ګټه اخلم.»
سارا له خپلو والدینو – چې همېشه د هغې په څنګ کې دي- مننه کوي او وایي: «زما پلار او مور تل زما ملاتړ کړی او هیڅکله یې داسې احساس نه دی راکړی چې ګوکې یوازې یم، دا ملاتړ زما لپاره ډېر مهم دی.»
د هغې په وینا، د دې د ژوند کیسه کولای شي والدینو او ټولنې ته یو خبرداری وي څو د واکسین ارزښت ته لا ډېر پام وکړي.
پولیو ناروغۍ نه یوازې د سارا ژوند زیانمن کړ، بلکې د هغې د ژوند لاره یې په بشپړه توګه بدله کړه؛ د هغې دواړه پښې فلج شوې او له هماغه راهیسې له جسماني او ټولنیزو ستونزو سره مخ ده © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي
سارا والدینو ته قوي پیغام لري: «زه نه غواړم چې یو ماشوم هم لکه زه له تګ راتګ او ورځنیو فعالیتونو محروم شي، زه پر والدینو غږ کوم چې خپل ماشومان نژدې روغتیايي مرکزونو ته بوځي او هغوی د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.»
د سارا پلار گل محمد، چې یو ساده کارګر دی، وایي: «د سارا ناروغي هرڅه بدل کړي دي، د هغې د درملنې او ځانګړو اړتیاوو لګښتونه زموږ پر اوږو دروند اقتصادي بار دی.»
هغه زیاتوي: «د یوه پلار په توګه- چې لور مې د پولیو په ناروغۍ اخته ده- سخت خپه یم، که زه تېر وخت ته ستنېدای شوای او د واکسین په وسیله مې د لور ناروغي له منځه وړلای شوای، نو ما به خامخا دا کار کړی وای، زه له والدینو غوښتنه کوم چې د واکسینونو ارزښت درک کړي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو له پولیو او نورو ناروغیو خوندي پاتې شي.»
د سارا مور بيبي شیرین وایي: «ډېر خلک نه پوهېږي چې د سارا معلولیت د پولیو ناروغۍ له امله دی، له همدې امله ځینې هغې ته د یوه بې وسه انسان په سترګه ګوري، دغه ډول منفي لیدلوری ډېر مهال هغه ځوروي.»
هغې زیاته کړه: «مهم درس چې د سارا له کیسې باید واخیستل شي، هغه د واکسین اهمیت دی، که هغې په ماشومتوب کې د پولیو واکسین ته لاسرسی لرلای نو ښايي اوس یې وضعیت بدل وای.»
هغې وویل: «زه پر والدینو غږ کوم چې حتماً خپل ماشومان واکسین کړي څو زما د لور په برخلیک اخته نه شي»
بدخشان کې یو روغتیا پوه ډاکتر قطبالدین وايي: «پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده، مګر واکسین کولای شي د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي، خو بدبختانه په ځینو سیمو کې لا هم ماشومان د سارا په څېر په دې ناروغۍ اخته کېږي.»
د سارا سادات د ژوند ستونزې څرګندوي چې څنګه یوه د مخنیوي وړ ناروغي د یوه انسان او د هغه د کورنۍ ژوند متاثر کوي.
د ماشومتوب په دوران کې په وخت واکسین ته نه لاسرسي نه یوازې سارا فلج کړې، بلکې د هغې کورنۍ یې له ډېرو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړې ده.
نورو ته د سارا پیغام واضح دی: «یوازې واکسین د دغه ډول یوې فاجعې مخنیوی کولای شي، راځئ چې د خپلو ماشومانو د روغ او غوره راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړو.»
رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان