• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل

Homepage د ساحې کیسې د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل

د نواب خان بریا؛ له پولیو سره مبارزه او د ژوند د نوې لارې پیل

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 5, 2024
د ساحې کیسې

پکتیکا، افغانستان (۱۴ تله ۱۴۰۳) – ۳۲ کلن نواب خان هڅان چې د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ د زمري کوټ کلي اوسېدونکی دی، په شپږ میاشتنۍ کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شو؛ دې ناوړې ناروغۍ د هغه د ژوند لوری بدل او له ګڼو فزیکي محدودیتونو سره مخ کړ.

نوموړی د خپلو والدینو له قوله په ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو کیسه داسې بیانوي: «زه د شپږو میاشتو ماشوم وم چې د پولیو په ناروغۍ اخته شوم، هغه وخت زموږ په سیمه کې د پولیو واکسین کمپاین نه ترسره کېده او موږ روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود، له همدې امله زه له واکسین څخه بې برخې شوم او د پولیو یا ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوم.»

دی زیاتوي، کورنۍ یې د هغه د معلولیت د درملنې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې، په ډېرو روغتونونو یې وګرځاوه، خو له بده مرغه چې د پولیو ناروغي درملنه نه لري او په تلپاتي معلولیت اخته شو.

هغه د سوړ اسوېلی په ایستلو وویل: «دواړه پښې مې د تل لپاره ګوزڼ ووهلې خو د وخت په تېریدو سره مې ښۍ پښه پنځوس سلنه ښه شوې خو چپه پښه مې په بشپړ ډول فلج ده.»

نوموړی د خپل معلولیت په وجه له ښوونځي تر پوهنتون پورې د زده کړو په اوږدو کې له ډېرو ستونزو او کړاونو سره مخ شوی، ځکه تګ راتګ او نور فزیک فعالیتونه ورته ستونزمن و.

دغو سختیو نه یوازې هغه له فزیکي فشار سره مخ کړی و بلکې د هغه رواني حالت یې هم اغېزمن کړی و، هغه د خپلو ورځنيو فعالیتونو پر مهال د نورو مرستې ته اړ و او په دې توګه یې د ده ټولنیز موقف زیانمنوه.

 

۳۲ کلن نواب خان هڅان چې د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ د زمري کوټ کلي اوسېدونکی دی، په شپږ میاشتنۍ کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شو؛ دې ناوړې ناروغۍ د هغه د ژوند لوری بدل او له ګڼو فزیکي محدودیتونو سره مخ کړ © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

خو نواب له ستونزو سربېره د خپلې کورنۍ په ملاتړ د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې چې دا د هغه لوړه  اراده او پر ځان باور څرګندوي.

نواب خان دوه مېرمنې او درې زامن لري، چې د هغوی د ښې راتلونکې جوړولو لپاره هڅه او سخت کار کوي او اوسمهال د خپلې ولسوالۍ په بازار کې یو توریستي او سیاحتي شرکت لري.

دی وايي که څه هم د پولیو ناروغۍ هغه معلول او له فزیکي محدودیتونو سره مخ کړ خو خپل هوډ او اراده یې له لاسه ور نه کړه، بلکې زده کړې یې وکړې او د همدغو زدکړو په زور نن د یو شرکت څښتن دی او له دې لارې خپلې کورنۍ ته روزي پیدا کوي.

نوموړی زیاتوي: «د پولیو واکسین د ماشومانو د ښې راتلوونکې لپاره د خوندیتوب یوازینۍ لاره ده که زه په ماشومتوب کې واکسین شوی وای، زما ژوند به بیخې متفاوت و؛ زه ټولو کورنیو ته دا پیغام ورکوم چې خپل ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه محروم نه کړي دا یو کوچنی ګام دی چې کولای شي د ټول عمر خوشحالي او روغتیا تضمین کړي.»

د نواب خان مشر ورور حاجي ظریف خان وایي، که څه هم ورور یې د پولیو ناروغۍ ځپلی خو په خپل هوډ او اراده یې د پولیو منفي اغېزو ته ماتې ورکړې ده.

 

نواب خان وايي که څه هم د پولیو ناروغۍ هغه معلول او له فزیکي محدودیتونو سره مخ کړ خو خپل هوډ او اراده یې له لاسه ور نه کړه، بلکې زده کړې یې وکړې او د همدغو زدکړو په زور نن د یو شرکت څښتن دی او له دې لارې خپلې کورنۍ ته روزي پیدا کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

دی زیاتوي: «نواب خان چې کله په ماشومتوب کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو، ټوله کورنۍ ورته اندېښمنه وه، خو هغه ښوونځي او پوهنتون ته لاړ، زده کړې یې وکړې او اوس د ښه کاروبار څښتن دی.»

دی په خلکو غږ کوي او وایي، هیڅکله دې د خپلو ماشومانو د روغتیا په برخه کې بې پروايي نه کوي، دا د هرې کورنۍ مسوولیت دی چې خپلو ماشومانو ته د پولیو په ګډون د ماشومتو دورې د ټولو ناروغۍ واکسین تطبیق کړي، کنه راتلونکی به یې له سختیو او کړاونو سره مخ وي.

د نواب خان نږدې ملګری محمد یاسین د هغه د ژوند الهام بخښونکی اړخ داسې بیانوي: «که نواب خان په ماشومتوب کې واکسین شوی وای، نو نن به معلول نه وای، مګر زده کړو هغه ته نوي فرصتونه برابر کړل او د هغه د معلولیت ستونزه یې راکمه کړه.»

د پولیو واکسین د ماشومانو د راتلونکي د خوندیتوب لپاره یو کوچنی خو حیاتي ګام دی، له همدې امله هر پلار او مور مسوولیت لري چې خپل ماشومان په وخت واکسین کړي.

واکسین نه یوازې د ګوزڼ مخنیوی کوي، بلکې ماشومانو ته د یو روغ او سوکاله ژوند تضمین هم ورکوي. نواب خان، چې خپله یې د دې ناروغۍ له اغېزو سره ژوند کوي هم پر خلکو غږ کوي چې هیڅکله دې خپل ماشومان د واکسین له حقه نه محروموي، څو راتلونکي نسلونه د ګوزڼ له خطر څخه خوندي وي.

 

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې
بله موضوع
پولیو؛ د سارا متفاوت ژوند او د راتلونکي لپاره د هغې پیغام

اړوند مطالب

پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غویی ۱۴۰۵) - د ننګرهار د پچېراګام...

د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه

لوګر، افغانستان (۵ غویی ۱۴۰۵) – د لوګر ولایت د...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Apr
پر سختو لارو د هیلو پلونه؛ په پچېراګام کې د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 25, Apr
د ژوند ژغورنې دوولس کلن مزل، د فیضي الله فیضي د هڅو کیسه
چهارشنبه, 15, Apr
د دولت‌شاه په درو کې د پولیو ضد مبارزه؛ د حمید ۱۳ کلنې هڅې
یکشنبه, 12, Apr
په روان کال کې د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
جمعه, 10, Apr
په پنجشېر کې د پولیو مخنیوی؛ د سونم او د هغې د همکارانو دوامداره هڅې
دوشنبه, 30, Mar
د پټ خطر پر وړاندې ښکاره بدلون

Welcome back,