• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتو
      • English
      • دری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې

Homepage اتل د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې

د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د صاحبه عمري بې دریغه هڅې

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 1, 2024
اتل, غوره کیسې

بلخ، افغانستان (۱۰ تله ۱۴۰۳) – صاحبه عمري د پولیو واکسین کمپاینونو هغه ژمنه او زیارکښه رضاکاره ده چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې په فاریاب، هرات او بلخ ولایتونو کې له پولیو ناروغۍ سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کړې ده.

هغې په دې موده کې تر زرګونو ماشومانو د پولیو واکسین رسولی او له دې بدمرغې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي دي.

په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه له تېرو څو لسیزو راهیسې روانه ده چې د روغتیا سکتور او نړیوالو مرستندویه ادارو لپاره یوه له مهمو ننګونو ده.

د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران او نور روغتیايي کارکوونکي د هېواد په ګوټ ګوټ، په ځانګړې توګه لیرې سیمو کې د واکسین په تطبیق او پوهاوي کې حیاتي رول لوبوي.

یوه له دغو رضاکارانو ۲۷ کله صاحبه عمري ده چې په دریو ولایتونو کې یې په دې برخه کې نه ستړی کېدونکی کار کړی دی.

نوموړې اصلاً په فاریاب ولایت کې زېږیدلې، تر دوولسم ټولګي یې زده‌کړې کړي او له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته یې په همدغه ولایت کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتورې/رضاکارې په توګه دنده پیل کړه.

 

صاحبه عمري د پولیو واکسین کمپاینونو هغه ژمنه او زیارکښه رضاکاره ده چې له تېرو اوو کلونو راهیسې یې په فاریاب، هرات او بلخ ولایتونو کې له پولیو ناروغۍ سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کړې ده © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

هغه چې د دریو اولادونو مور هم ده، یو کال وروسته یې د ځینو ستونزو له امله هرات ولایت ته کډه وکړه او پنځه کاله یې هلته کار وکړ، خو له تېر کال راهیسې بیرته بلخ ولایت ته راغلې او دا مهال په مزار شریف ښار کې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د واکسیناتورې په توګه کار ته دوام ورکوي.

صاحبه وایي، چې درې واړه ماشومان یې بېلابېلې ناروغۍ لري او خپله هم دوه ځلې عملیات شوې، نن دیارلسمه ورځ ده چې له بستره راپورته شوې او د نورو ماشومانو د خوندیتوب په موخه کار ته تللې او په کمپاین کې یې برخه اخیستې ده.

هغه زیاتوي: «لکه څنګه چې د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب راته مهم دی، دغه ډول هڅه کوم چې هېڅ ماشوم د پولیو په بدمرغې ناروغۍ اخته نه شي او تل د دې موخې لپاره بې درېغه هڅې کوم.»

د دې په خبره، په دې برخه کې یې خپل لومړنی ماموریت په فاریاب ولایت کې پیل کړ، هلته چې خلکو ته د پولیو واکسین اړوند پوهاوی ورکول یو له لویو ننګونو څخه و او د ناامنۍ له امله ځینو سیمو ته تګ او واکسین رسول هم ډېر ستونزمن و.

صاحبه عمري، له خپلو لومړیو بریاوو وروسته په هرات او بلخ ولایتونو کې خپلې هڅې پیل کړې، دا سیمې که څه هم په نسبي ډول خوندي وې، خو لا هم د روغتیايي خدمتونو په وړاندې ځینې ټولنیزې او کلتوري ستونزې موجودې وې؛ ډېرو کورنیو له واکسین څخه وېره لرله او یا د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوې وې.

 

صاحبې په خپله تېره اووه کلنه کاري دوره کې تر زرګونو ماشومانو د پولیو واکسین رسولی او له دې بدمرغې ناروغۍ څخه یې خوندي کړي دي  © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

خو هغې د دغو ټولنیزو ستونزو په وړاندې ډېر زغم او استقامت وښود او کورنۍ یې په دې وپوهولې چې د واکسین ګټې څه دي او څنګه کولای شي د هغوی ماشومان د تل لپاره له پولیو څخه وژغوري.

د صاحبې په هڅو نه یوازې په دغو سیمو کې د پولیو ضد کمپاین بریالی شو، بلکې د عامه پوهاوي په برخه کې یې هم لوی بدلون رامنځته کړ.

د هغې په وینا: «د خلکو باور ترلاسه کول تر ټولو مهم کار دی، کله چې خلک پوه شي چې تاسې یوازې د دوی د روغتیا لپاره کار کوئ، نو هغوی به له تاسو سره مرسته وکړي.»

که څه هم صاحبه له ډېرو ننګونو سره مخامخ شوې، خو د هغې پیاوړتیا او ژمنتیا د دغو خنډونو پر وړاندې د هغې د بریا لامل شوې ده.

هغې په زغم او مهارت سره ټولې ستونزې حل کړې، د هغې تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا وه چې په هغو سیمو کې یې سلګونه ماشومان له واکسین څخه برخمن کړل چې پخوا یې ورته لاسرسی نه و.

صاحبه عمري په خپلو راتلونکو پلانونو کې د پولیو پر ضد په مبارزه کې لا ډېره ژمنتیا لري، هغه غواړي چې په نورو لرې سیمو کې هم د پولیو واکسین ته لاسرسی پراخ کړي او د ښځینه کارکوونکو رول پیاوړی کړي.

صاحبه باور لري چې د روغتیا په برخه کې د ښځو ونډه کولای شي د ټولنې په روغتیايي وضعیت کې لوی بدلون راولي.

نوموړې د هغو زیارکښو ښځو له ډلې ده چې په سختو شرایطو کې یې د خپلې ټولنې لپاره سرښېندنه کړې ده.

د هغې هڅو او ژمنتیا نه یوازې د هغې سیمې ماشومانو ته له ګوزڼ ناروغۍ د خوندیتوب نوی فرصت برابر کړ، بلکې د یوې ژمنې مور په توګه یې په ټولنه کې د ښځو رول هم له سره معرفي کړ.

 

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
په روغتون کې زېږون؛ له پولیو او نورو ناروغیو څخه د خوندیتوب اغېزناکه تګلاره
بله موضوع
له واکسینونو ور هاخوا؛ د کابل میندې د حفظ الصحې د ځواک په اړه خبرې کوي

اړوند مطالب

یوه صحنه، یوه پرېکړه

د پولیو له امله د یوه فلج شوي ماشوم بې‌وسۍ...

څلور لسیزې ژمنتیا: د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د محی‌الدین سفر چې لا هم روان دی

د پنجشېر یو تجربه‌کار روغتیايي کارکوونکی له نږدې څلوېښتو کلونو...

  • سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمتجولای 30, 2026
  • نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کېجولای 23, 2026
  • هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دیجولای 15, 2026
  • د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دیجولای 8, 2026
  • یوه صحنه، یوه پرېکړهجون 30, 2026
  • یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کويجون 22, 2026
  • د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره د یوه ځوان ژمنتیاجون 14, 2026
  • د پولیو/ګوزڼ ضد جزوي زرقي واکسین (fIPV) او د څاڅکو واکسین (OPV) ګډ کمپاین پيل شوجون 13, 2026
  • «پولیو مې بدن محدود کړ، خو هیلې مې ژوندۍ دي»؛ د محمد سلیم کیسهجون 8, 2026
  • هغه خاطره چې د ماشومانو د خوندي کولو په ژمنه بدله شوهمې 31, 2026
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
پنجشنبه, 30, Jul
سیف‌الله؛ د ماشومانو د روغتیا لپاره نهه کاله رضاکارانه خدمت
پنجشنبه, 23, Jul
نګینه؛ د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې
چهارشنبه, 15, Jul
هر واکسین شوی ماشوم؛ د خوندي راتلونکي پر لور یو ګام دی
چهارشنبه, 8, Jul
د ژمنتیا هغه مزل چې موخه یې د ماشومانو خوندي راتلونکی دی
سه شنبه, 30, Jun
یوه صحنه، یوه پرېکړه
دوشنبه, 22, Jun
یو خوستی ځوان له تېرو اتو کلونو راهیسې د ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره هڅې کوي

Welcome back,