له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو لپاره د یوې کونډې مور هڅې
عبدالصبور سیرت
بلخ، افغانستان (۱ وری ۱۴۰۳) – ۵۰ کلنه نظیفه د پولیو واکسین کمپاین تکړه رضاکاره او سوپروایزره ده چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره کار کوي.
هغه هره ورځ سهار ۷:۳۰ بجې له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحو د مزارشریف ښار «چغدک»، «شور تاکزار» او «ګذر علیا» سیمو کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورسوي.
نظیفه چې تر دوولسم ټولګي یې زده کړې کړې، وايي: «د یوې کونډې مور په توګه ما ته د خپل هېواد د خپلو ماشومانو راتلونکی ډېر ارزښت لري، په همدې انګېزه د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره یو ځای شوې یم او د افغانستان د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لپاره په رضاکارانه ډول کار کوم.»
نظیفه هره ورځ سهار ۷:۳۰ بجې له کوره راوځي او بیا تر مازدیګره د خپل مسوولیت په ساحه کې کور په کور ګرځي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورسوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
دا چې نوموړې په خپله هم د څلور ماشومانو مور ده، خوشحاله ده چې د خپلو ماشومانو تر څنګ نورو ماشومانو ته هم د پولیو واکسین رسولو کې مرسته کوي.
هغې زیاته کړه: «خپلې دندې ته د لېوالتیا او ژمنتیا له مخې ان ډېرې ورځې د سهار چای له څښلو پرته له کوره وځم څو هغه رضاکاران وڅارم چې آیا د خپل مسوولیت ساحو کې یې ټول ماشومان واکسین کړي او کنه؟»
هغې زياته کړه، څومره چې له خپلو ماشومانو سره مينه لري، هومره د هېواد له نورو ماشومانو سره هم لري ځکه خو د هغوى روغتيا ورته مهمه ده او هڅه کوي د هغوی د خوندیتوب په موخه ور سپارل شوې دنده په ښه توګه مخ ته یوسی.
د دې په خبره، د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د جوماتونو د امامانو او د سیمې د مشرانو مرسته ډېره مهمه ده او له دې سره تل د جومات امام او د کلي مشر مرسته کوي څو له واکسینه انکاري کورنۍ قانع کړي.
دې وویل: «هڅه کوم د کورنیو مشرانو ته د واکسین ګټې بیان کړم او هغوی راضي کړم چې خپل ماشومان د پولیو خطرناکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.»
نظیفه په خپل موبایل کې د هغه ماشوم عکس ښيي چې د دې د هڅو په پایله کې یې کورنۍ د هغه واکسینولو ته راضي شوې ده © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
نظیفه زیاتوي، د پولیو یا ګوزڼ ناروغي درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، زه د کورنیو له مشرانو غوښتنه کوم چې خپل ماشومان په منظم او پر له پسې ډول واکسین کړي څو له دایمي ګوزڼ څخه خوندي شي.
د مزارشریف ښار د چغدک سیمې مشر نور محمد د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د پولیو واکسین د رضاکارانو هڅې د ډېرې ستاینې وړ بولي او له کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو له هغوی سره همکاري وکړي.
نوموړی وايي، د پولیو ویروس خطرناک دی چې له پنځو کلونو د کم عمر د ماشومانو د مړینې یا فلج لامل کیږي زه تل هڅه کوم د نظیفې ترور سره کور په کور وګرځم او د انکاري کورنیو په قانع کولو کې ورسره مرسته وکړم.
د هغه په وينا، د پوليو واکسين دوه څاڅکي چې د کمپاین پر مهال په کورونو او یا نورو وختونو کې په روغتيايي مرکزونو کې ماشومانو ته ورکول کېږي، د دې وژونکې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ وسیله ده.