• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ

Homepage غوره کیسې د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ

د خپلو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مه مخ کوئ

PolioFreeAfghanistan
جون 21, 2023
غوره کیسې

د یوه بزګر کیسه          فرید هاشمي


کابل، افغانستان (۳۱ غبرګولی ۱۴۰۲) – ریاض الله د پنځو سر او نیم سر اولادونو پلار دی، په داسې حال کې چې د خپل کور مخ ته ناست و، سوړ اسوېلی یې وکړ او ویې ویل: «زموږ د کلي ډاکټر زما او زما د ماشومانو درملنه نه کوله، نو ما هم تېرې څلور میاشتې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه دی ورکړی.»

هغه زیاتوي، کله چې به یې خپل ماشومان دغه ډاکټر ته ور وستل نو له ده سره به یې ناسمه رویه کوله، د دوی روغتیا ته یې پاملرنه نه کوله او درمل یې هم نه ورکول.

ریاض الله بزګري کوي، ۲۷ کله عمر لري او د ننګرهار ولایت د خوږياڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی دی؛ هغه د حلالې نفقې پیدا کولو لپاره ډېر وخت پر خپله ځمکه د غنمو په کرلو بوخت وي او د اړتیا پر مهال د خپلو ماشومانو د درملنې لپاره د خپل کلي ځايي دولتي کلینیک ته مراجعه کوي.

د هغه د دوستانو له قوله، ځايي ډاکټر د نوموړي د خپلوانو له ډلې دی، هغوی په خپلو کې کورنۍ ستونزې لري، ځکه نو ډاکټر هغه او د هغه د کورنۍ روغتیا پاملرنه نه کوي.

ریاض الله په خپله کرونده کې په کار بوخت دی

ریاض الله تصمیم نیولی و چې له ده سره مخالف ډاکټر ته به د خپلو اولادونو د روغتیا په موخه مراجعه نه کوي.

کله چې د پولیو واکسیناتوران د هغه کور ته ورغلل نو ده خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار وکړ؛ خو دغه دریځ د ده په خیر نه و، ښايي له همدې کبله یې ماشومان د پولیو د بدمرغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ شوې وای.

ریاض الله پوره څلور میاشتې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له ورکولو انکار کړی و چې د هغه دغې کړنې یوازې د ده د ماشومانو نه، بلکې د ټول کلي د ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې وه.

له ښه مرغه د یونیسف ادارې د پولیو پروګرام یو متخصص ټیم له ریاض الله سره ولیدل او له هغه سره یې د پولیو واکسین د ارزښت او نه واکسینولو په صورت کې ماشومانو ته پر ور پېښېدونکو ګواښونو خبرې وکړې.

هغوی دغه راز نوموړي ته ډاډ ورکړ چې په دولتي روغتون کې به د کلي د نورو وګړو په څېر له ده سره هم ښه چلند کېږي.

یاد شوي ټیم له ریاض الله وغوښتل چې د یوه کس د ناوړه چلن له کبله باید د خپلو ماشومانو روغتیا او ژوند له ګواښ سره مخ نه کړي.

د یونیسف د پولیو پروګرام ټیم له ریاض الله سره د هغه د کور مخ ته د پولیو واکسین پر ګټو خبرې کوي

له دې وروسته چې ریاض الله د خپلو دوو ماشومانو په منځ کې ناست و، په موسکا وویل: «زه خوشحاله یم او د یونیسف د پولیو پروګرام له کارکوونکو مننه کوم چې زما کور ته راغلل او سترګې یې را خلاصې کړې.»

هغه خپلو ماشومانو ته وکتل او په پښېمانۍ یې وویل: «زه اوس د پولیو واکسین په اهمیت پوه شوم، زه پر غلطه وم، ما باید د شخصي لانجې په سبب د پولیو پر ضد د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه نه وای کړې.»

ریاض الله اوس د پولیو واکسین له نورو انکاري وګړو هم غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي او په دې توګه هغوی ته د روغ، خوښ او ارام ژوند زمینه مساعده کړي.

ریاض الله او د هغه دوه اولادونه، له واکسین ورکولو وروسته

دا یوازې د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ د اوسېدونکي ریاض الله کیسه نه ده، بلکې له بده مرغه د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نور ورته کسان هم شته چې له پولیو واکسین څخه د بېلابېلو دلایلو له کبله انکار کوي.

د یونیسف ادارې د پولیو پروګرام ټیمونه هڅه کوي څو کور په کور وګرځي او له پولیو واکسین څخه ټول انکاري خلک وهڅوي چې خپل ماشومان د پولیو د وژونکې او دایمي فلجوونکې ناروغۍ پر ضد واکسین کړي.

موږ ټول د ټولنې د اوسېدونکو او والدینو په توګه د خپلو ماشومانو د ښې روغتیا او ارام ژوند په تړاو لوی مسوولیتونه لرو؛ له موږ وروسته زموږ ماشومان زموږ ځای ناستي دي او د هېواد راتلونکی برخلیک په دوی پورې اړه لري.

صحتمند ماشومان د خوږياڼیو ولسوالۍ د حکیم آباد سیمې په ملا کلي کې لوبې کوي

 

مخکینۍ موضوع
په افغانستان کې د پولیو ویروس خپرېدو دوام؛ پنځمه پېښه هم په ننګرهار کې ثبت شوه
بله موضوع
په هیواد کې د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین پیل شو

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,