نیمګړې هیلې؛ د بيبي معصومې د ژوند کیسه

ننګرهار، افغانستان (۱۷ سلواغه ۱۴۰۳) – په بهسودو ولسوالۍ کې مازدیګر تازه پیل شوی او تودوښه کرار کرار په کمېدو ده. د یوه کوچني کور د کړکۍ تر څنګ یوه نجلۍ په ویلچیر کې ناسته ده او سترګې یې د کوڅې په ماشومانو کې ښخې دي چې لوبې کوي، منډې وهي او له خنډا ډک ږغونه یې هوا ته پورته کېږي.
دا ۱۴ کلنه بيبي معصومه ده چې د پولیو ناروغۍ له پښو غورځولې او د هیلو وزرونه یې له الوت پاتې شوي دي.
هغه چې په څېره کې یې ناهیلي له ورایه ښکاري، د خپل ماشومتوب یاد تازه کوي او وايي: «یو وخت زه هم د دغو ماشومانو په څېر وم؛ لوبې مې کولې، ښوونځي ته تلم او په دویم ټولګي کې مې زده کړې کولې خو ناڅاپه هر څه بدل شول، پښې مې کرار کرار کمزورې شوې او وروسته له حرکته ولوېدې.»
دا د اوو کلونو وه چې د پولیو ویروس یې پر بدن برید وکړ، په لومړیو کې یې کورنۍ هم نه پوهېدله چې ستونزه څه ده، خو روغتون ته له تګ وروسته معلومه شوه چې د پولیو یا ګوزڼ په ناعلاجه ناروغي اخته شوې ده.
بيبي معصومه وايي: «دا ډېره سخته وه چې ډاکټرانو مې پلار او مور ته وویل چې نور مو لور پر خپلو پښو نه شي ګرځېدلای.»
د دې په وینا، له هماغه وخته نه یوازې له زده کړو پاتې شوه، بلکې د ورځني ژوند په چارو کې د نورو مرستې ته اړه شوه.
دا وايي: «که څه هم د کورنۍ غړي مرسته راسره کوي او په ویلچیر کې مې له یوه ځایه بل ته بیايي خو خپلو همزولو ته په کتو ځان ډېر نیمګړی احساسوم.»
هغه څو شېبې خاموشه شوه خو وروسته یې وویل: «روغ صحت پاچاهي ده او زه له دې پاچاهۍ محرومه یمه.»
معصومه وايي، که څه هم پخپله یې پر خپلو پښو د ګرځېدو هیله مړاوې شوې خو هیله یې دا ده چې د هېواد نور ماشومان د دې په برخلیک اخته نه شي.
هغې زیاته کړه: «والدین باید پولیو یا ګوزڼ جدي وګڼي، ځکه دا ناروغي درملنه نه لري او د مخنیوي یوازینۍ لار یې واکسین دی چې هر ماشوم ته باید تر پنځو کلونو په پرله پسې ډول ورکړل شي.»
معصومه وايي، که څه هم پخپله یې پر خپلو پښو د ګرځېدو هیله مړاوې شوې خو هیله یې دا ده چې د هېواد نور ماشومان د دې په برخلیک اخته نه شي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳ لمریز
د بيبي معصومې پلار عبدالاحد د خپلې لور په حق کې ځان پړ بولي او وايي: «هغه مهال مې د پولیو ناروغۍ په اړه کافي معلومات نه درلودل او معصومې ته مې پر وخت د پولیو واکسین تطبیق نه کړ چې له امله یې هغه د دې ناروغۍ قرباني شوه.»
دی زیاتوي، هیله یې درلودله چې لور یې درس ووايي او په راتلونکې کې یوه ښه ډاکټره شي خو دا هیله یې یو داسې خوب پاتې شو چې هیڅکله به رښتیا نه شي.
محمد طاهر د معصومې مشر ورور دی، هغه وايي چې د خور وضعیت ټوله کورنۍ ځوروي خو هیڅ نه شي کولای.
د ده په خبره، معصومه د خپلو همزولو تر منځ هوښیاره او په درسونو کې لایقه وه، خو د پولیو ناروغۍ په داسې حال کړه چې هم له زده کړو پاتې شوه او هم اوس د کور کارونه نه شي کولای.
ده وویل، د کورنۍ غړي مجبور دي په نوبتي ډول د هغې خدمت وکړي، هره ورځ باید یو کس هغې ته پام وکړي، ځکه هغه په یوازې ځان خپلې اړتیاوې نه شي پوره کولای.
هغه زیاتوي: «کله چې معصومه یوازې وي، ټوله ورځ ژاړي. موږ نه پوهېږو چې څنګه یې د زړه درد تسکین کړو.»
محمد طاهر د خپلې خور حالت ته په کتو له کورنیو غوښتنه کوي چې که غواړئ ماشومان مو د معصومې په څېر له درد او کړاو سره ژوند و نه کړي، نو په هر کمپاین کې یې واکسین کړئ.
پولیو؛ یوه ناعلاجه ناروغي خو وقایه یې شته
د بهسودو د سیمهییز روغتون یو ډاکټر عبدالقدوس وايي: «پولیو ناعلاجه ناروغي ده، خو وقایه لري. د دې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار په هر کمپاین کې د واکسین دوه څاڅکي دي.»
دی وايي، که هر پلار او مور خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړي او په هر کمپاین کې خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي نو دا ناروغي به د تل لپاره له هېواده ورکه شي.
بي بي معصومه د هېواد د ګڼ شمېر هغو ماشومانو یوه بېلګه ده چې د خپلو کورنیو د نه پوهاوي او یا ناسمو باورونو له امله د پولیو قرباني شوي دي.
واکسین وړیا او خوندي دی؛ په هر کمپاین کې دوه څاڅکي کافي دي چې ستاسې ماشومان له تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.
که نن خپل ماشوم واکسین کړئ، نو سبا به د پښېمانۍ اوښکې نه تویوئ.