• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي

Homepage د ساحې کیسې د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي

د پولیو واکسین دوه څاڅکي؛ اوس یې ډېر خلک په ارزښت پوه شوي دي

PolioFreeAfghanistan
مې 15, 2024
د ساحې کیسې

هوسۍ احمدزۍ

کابل، افغانستان (۲۶ غویی ۱۴۰۳) – ۲۸ کلن عبدالشکور حیدري د پولیو واکسین کمپاین هغه زحمت‌کښ رضاکار دی چې له تېروو اوو کلونو راهیسې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې په دنده بوخت دی او تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوي.

نوموړی چې د واکسین بکس یې پر اوږه و او د یادې شوې سیمې په کوڅو کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو په لټه کې و، وویل؛ د رضاکارانو د بې سارې هڅو په پایله کې اوس د ګڼو کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې او د پولیو واکسین په ارزښت پوهېدلې دي.

هغه زیاته کړه، اوس د کورنیو مشران په ډېرې خوشحالۍ له دوی غوښتنه کوي چې ماشومان یې واکسین کړي.

حیدري دغه بدلون خوشحاله کړی او وايي، که ټول خلک دغه ډول د خپلو ماشومانو د روغتیا په فکر کې شي او هغوی په منظم ډول واکسین کړي نو ډېر ژر به د پولیو ناروغي له افغانستان څخه ورکه شي.

نوموړي وویل: «څو کاله مخکې چې به مو کله د کمپاین پر مهال کورونو ته د ماشومانو واکسینولو لپاره مراجعه کوله نو  خلکو ته به مو زارۍ کولې چې خپل ماشومان واکسین کړي خو په دې وروستیو کلونو کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده، اوس دوی له موږ څخه غوښتنه کوي چې ماشومان یې واکسین کړو، دغه راز که کله کمپاین ځنډېږي نو د ځنډ پوښتنه یې کوي.»

دی وايي، دغه حالت د رضاکارانو روحیه لوړه کړې ده او فکر کوي چې د دوی د کلونو زیار او زحمت په پایله کې اوس خلک د واکسین په ارزښت پوهېدلي او په خوشحالۍ د خپلو ماشومانو واکسینو ته حاضرېږي.

حیدري وویل: «ګوزڼ یوه خطرناکه ناروغي ده چې د ماشوم او د هغه د کورنۍ ژوند تباه کوي، ځکه زه غواړم چې زما د مسوولیت په ساحه کې یو ماشوم هم له واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي او دا خپله دیني او ملي وجیبه بولم.»

نوموړی په تېرو اوو کلونو کې د خپل له لاسته راوړنو یوه دا ګڼي چې ګڼې هغه کورنۍ چې پخوا یې خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکاوه، اوس د هغوی واکسینولو ته راضي کړي دي.

 

د پولیو واکسسین کمپانی رضاکار عبدالشکور حیدري چې د واکسین بکس یې پر اوږه و او د کابل ښار د لومړي ناحیې په کوڅو کې له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو په لټه کې و، وویل؛ د رضاکارانو د بې سارې هڅو په پایله کې اوس د ګڼو کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې او د پولیو واکسین په ارزښت پوهېدلې دي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

هغه د بېلګې په توګه د کابل ښار د لومړۍ ناحیې هغه کورنۍ یادوي چې اجازه یې نه ورکوله ماشومان یې واکسین شي.

ده وویل: «زما د کار لومړۍ ورځې وې، د کورونو له منځه پر یو داسې کور ور برابر شوم چې مشر یې راته وویل ځئ لاړ شئ، مو خپله ماشومان نه واکسینوو، خو زه انتظار پاتې شوم، خبرې مې ورسره وکړې، قناعت یې نه کاوه، وروسته مې خپل مسوول خبر کړ، هغه راغی د سیمې له ملک او ملا سره یو ځای یې کور ته ورغلو، له ډېرو خبرو او دلایلو وروسته مو قناعت ورکړ چې خپل څلور ماشومان واکسین کړي.»

دی وايي، دا یې د ژوند ښه خاطره هم ده او هیڅلکه یې نه هېروي.

نوموړی ژمنتیا ښيي چې له پولیو ناروغۍ څخه د خوندیوب په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي څو یوه ورځ افغانستان په بشپړه توګه د پولیو ناروغۍ له شره په امان شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د رضاکارانو هڅې ستايي او یادونه کوي چې دغه وزارت له پولیو ناروغۍ سره مبارزې ته ژمن دی.

هغه زیاته کړه، د دوی او همکارو ادارو د هڅو په پایله کې اوس د هغو کورنیو شمېر کم شوی چې مخکې یې د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کاوه.

دی وايي، په تېرو کلونو کې چې په هېواد کې ناامني وه، شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین له کمپاین څخه پاتې وو خو په دې وروستییو چې امنیتي وضعیت ښه شوی ۳.۶ میلیونه ماشومانو ته رسېدنه شوې او دغه شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

مخکینۍ موضوع
له پولیو سره په مبارزه کې د محمد کریم دلسوز ۲۰ کلن مزل
بله موضوع
“افغانستان باید د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د پولیو له ویروسه پاک شي”

اړوند مطالب

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی...

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – نجیب الله څلور کلن...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,