د هغه ځوان کیسه چې پولیو ناروغې یې ښی لاس او دواړې پښې فلج کړې دي
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۰۳ غویی ۱۴۰۳) – شاوخوا ۳۴ کلن ذبیح الله په اووه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی چې د هغه ښی لاس او دواړې پښې یې فلج کړي او د ژوند په چارو کې یې د نورو مرستې ته اړ کړی دی.
نوموړی د غزني ښار اړوند د قلعه امیر محمد خان په سیمه کې له خپلې مېرمنې او څلورو اولادونو (درېیو لوڼو او یو زوی) سره په یوه کرايي کور کې ژوند کوي.
ذبیح الله وايي، دی د دریو وروڼو او څلورو خویندو مشر ورور دی چې هغوی روغ او جوړ دي خو یوازې دی په ماشومتوب کې د پولیو په ناروغي اخته او معلول شوی دی.
هغه چې د خپلو اولادونو تر منځ د خزان وهلې ونې په څېر ناست و، په دردېدلي انداز وویل: «دا چې زه د خپل مور او پلار مشر زوی وم نو زما لپاره یې ډېرې هیلې درلودلې، هغوی غوښتل د نورو په څېر سالم لوی شم، زده کړې وکړم، ډاکټر شم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم خو د پولیو بدمرغې ناروغۍ د هغوی او زما دا ټولې هیلې له منځه یووړې.»
هغه زیاته کړه، اووه کلن و چې د پولیو په ناروغۍ اخته شو، د ده ښی لاس او دواړې پښې یې فلج کړې چې وروسته بیا کله هم په خپلو پښو د درېدو او ګرځېدو جوګه نه شو.
د ده په خبره، په اصل کې هغه مهال په سیمه کې جګړې وې، خلکو په بد حالت کې ژوند کاوه، واکسین چا نه پېژانده، همدا سبب و چې دی د پولیو په ناروغي اخته شو.
ذبیح الله چې په اووه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناروغي اخته شوی او د هغه ښی لاس او دواړې پښې یې فلج کړي د خپلو اولادونو تر منځ ناست دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
دی وايي، کله چې ځوان شو نو مور او پلار یې د واده په فکر کې شول او شاوخوا ۲۵ کلن و چې واده یې وکړ.
هغه وویل: «که څه هم خپل حالت ته په کتو مې د واده اراده نه لرله خو مور او پلار مې ویل، موږ به تر کومه ژوندي یوو چې ستا مشکلاتو ته ورسېږو، غواړو د ژوند یو داسې ملګری ولرې چې تر ډېره د ژوند په چارو کې مرسته درسره وکړي.»
د ده په خبره، که څه هم د مېرمنې په شتون کې د هوسايي احساس کوي خو دا چې کار او روزګار نه شي کولای خپل بد اقتصادي وضعیت یې سخت ځوروي.
ذبیح الله خپل د استوګنې کور ته په اشاره وویل، دغه کور یې له خپلې واده شوې خور سره په ګډه په کرایه نیولی چې نیمايي کرایه د هغې خاوند ورکوي.
نوموړی وايي، په خپله کله کله د ویلچیر په مرسته له کوره دباندې وځي، ځینې کسان پیدا کېږي چې یوه اندازه پیسې د خیرات او زکات په نوم ورکوي او له همدې لارې د کور کرایه او د اولادونو نفقه برابروي.
ده وویل، په اوسني حالت کې یې سترګې خپلو وړو اولادونو ته دي چې خپل حالت ته په کتو یې نه یوازې روغتیا ته پام کوي او په منظم ډول یې واکسینوي، بلکې په هغوی درسونه هم وايي.
د هغه په خبره، غواړي هغه هیلې چې مور او پلار یې ده ته درلودلې د ده اولادونه پوره کړي.
دی وايي، هیله یې دا ده چې راتلونکی نسل د ده په شان معلول او د نورو د اوږو بار نه وي، د همدې لپاره له ټولو والدینو غوښتنه کوي چې خپل اولادونه د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي څو د پولیو په خطرناکې ناروغۍ اخته نه شي.
د پولیو ځپلي ذبیح الله خور ګل سیمه وايي که ورور یې په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو اوس به معلول نه وای© له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د ذبیح الله خور ګل سیمه چې د کور د فرش په مینځلو بوخته وه، د خپل ورور حالت ته په کتو داسې وویل: «ورور مې په ماشومتوب کې د پولیو په ناعلاجه ناروغۍ اخته شوی او معلول شوی دی، کلونه کېږي چې د هغه حالت مو کړوي خو له زغم پرته بله چاره نه لرو، کاشکې هغه مهال واکسین وای چې ورور ته مو ورکړی وای، نن به په داسې حال نه وای.»
دا وايي، که ورور یې معلول نه وای نو بل ته به اړ نه وای، بلکې کار او روزګار به یې کولای او د ځان تر څنګ به یې د ټولې کورنۍ ژوند ښه کړی وای.
نوموړې چې په خپله هم د څو اولادونو مور ده له والدینو په ځانګړې توګه له مېندو غوښتنه کوي چې خپل اولادونه دې د پولیو ناروغۍ نه قرباني کوي، ځکه دا ناروغي ماشومان په تلپاتي معلولیت اخته کوي.
هغه زیاتوي، له بده مرغه پولیو ناروغي درملنه نه لري خو یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوی کېدای شي، په کار ده هر مور او پلار خپل له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو له دې ناروغۍ وژغورل شي.