د هغې کورنۍ کیسه چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغۍ اخته شوي
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۲۰ وږی ۱۴۰۳) – د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې یوه کورنۍ چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دردونو او کړاوونو ډک ژوند لري.
دا کورنۍ چې پخوا یې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کاوه او په دې وروستیو کې هېواد ته را ستنه شوې، د پولیو په ناروغۍ د اخته څلورو ماشومانو له ډلې دوو یې (یوه هلک او یوې نجلۍ) ژوند له لاسه ورکړی خو پاتې دوه ماشومان یې- چې نجونې دي- له تلپاتې معلولیت سره ژوند کوي.
له دغو نجونو یوه (۱۸ کلنه) نور بي بي ده چې دواړې پښې یې فلج دي او د ژوند ټولې هیلې یې له لاسه ورکړې دي.
هغه چې د پولیو ناروغۍ له امله ور پېښ معلولیت یې له ژونده خوشحالي تروړلې او د خپل کور په یوه کونج کې ناسته وه، په غمجن غږ وویل: «له کوچنیوالي مې د زده کړو ارمان درلود، لویه هیله مې دا وه چې ډاکټره شمه، خو د پولیو ناروغۍ دا ټولې هیلې راڅخه واخیستې او زه یې د تل لپاره د کورنۍ د اوږو بار کړم.»
نور بي بي آن یو ځل هم ښوونځي ته نه ولاړه ځکه د پولیو ناروغۍ له امله پر خپلو پښو د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی دی.
د هغې لپاره چې زده کړې او پرمختګ نور یو ورک شوی خوب دی، د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «کله چې له خپل مور او پلار څخه پوښتنه کوم چې زه ولې په دغه حال یم؟ زه ولې د نورو په څېر پر خپلو پښو ګرځېدای نه شم؟ نو هغوی په ځواب کې راته وايي چې تا ته مو په ماشومتوب کې د پولیو واکسین نه دی درکړی.»
نور بي بي له دې خبرې سره په ژور سوچ کې ډوبه شوه خو وروسته یې خپل حواس راټول کړل او ویې ویل: «په اصل کې زه د خپلو والدینو د بې پروايي لویه بیه پرې کوم، یوازې زه نه، بلکې زما بله خور هم چې زما په څېر معلوله ده او هغه خور او ورور مې هم چې د همدې ناروغۍ له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.»
نوموړې خپلې خبلې خبرې په ژورې خواشینۍ پای ته ورسولې او ویې ویل: «زه پر ټولو کورنیو غږ کوم چې خپل ماشومان خامخا واکسین کړي، که نه نو دا د هغوی د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه وي.»
د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې یوه کورنۍ چې څلور ماشومان یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دردونو او کړاوونو ډک ژوند لري © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د مور او پلار کړاو
د نور بي بي مور چې د خپلو څلورو اولادونو د پولیو ناروغۍ شاهده پاتې شوې وايي، په پاکستان کې یې د مهاجرت پر مهال له ستونزو ډک ژوند درلود، یوه ګوله ډوډۍ یې هم په ډېرې سختۍ پیدا کوله، دا خو لرې خبره وه چې ماشومان یې واکسین او درملنې ته لاسرسی ولري.
هغې په ژړغوني غږ وویل: «کله چې خپلو اولادونو ته ګورم، زړه مې له ډېره درده ټوټه ټوټه کېږي، که هغوی مې په ماشومتوب کې واکسین کړي وای، نو نن به روغ وای او خوشحاله ژوند به یې لرلای.»
دا مېندو او پلرونو ته په خپل پېغام کې وايي:«انسان ولې د یوې داسې ستونزې قرباني شي چې مخنیوی یې اسانه دی؟ دغه تکلیف چې زه یې ګالم، پر هیڅ مور او پلار مې پېرزو نه دی، ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره د واکسین ارزښت درک کړي.»
د نور بي بي پلار عالم خان هم ورته څرګندونې کوي او وايي، د اولادونو حالت له ژونده بېزار کړی دی.
هغه وویل: «زه ټول دوولس اولادونه لرم چې څلور یې د پولیو په ناروغي اخته شوي، له دې ډلې یو هلک او یوه نجلۍ مړه شوي خو دوې لوڼې مې اتلس کلنه نور بي بي او ۱۲ کلنه سارا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې دي چې له تلپاتي معلولیت سره مخ دي.»
دی زیاتوي، ډېره سخته ده چې خپلې لوڼې په دغسې حالت کې وینې، دواړې پښې یې فلج دي او د ژوند په ټولو چارو کې د نورو مرستې ته اړې دي.
دی هم پر والدینو غږ کوي چې که غواړي اولادونه یې د ده د اولادونو په څېر نه شي نو هغوی ته دې د پولیو واکسین په ګډون د ماشوماتوب دورې ټول واکسینونه تطبیق کړي.
د پولیو ځپلې نور بي بي مور وویل: «کله چې خپلو اولادونو ته ګورم، زړه مې له ډېره درده ټوټه ټوټه کېږي، که هغوی مې په ماشومتوب کې واکسین کړي وای، نو نن به روغ وای او خوشحاله ژوند به یې لرلای.» © له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د یادې شوې کورنۍ کیسه یوازې تر هغوی نه ده محدوده، بلکې د هغوی ګاونډیان هم له دغه وضعیت څخه ځورېږي.
د عالم خان ګاونډی غلام رسول وايي: «کله چې د عالم خان ماشومان وینم نو ډېر ځورېږم، زه پر ټولو خلکو غږ کوم چې د خپلو ماشومانو د روغتیا په برخه کې دې ناغېړي نه کوي، څو له داسې ناوړه برخلیک څخه وژغورل شي.»
د دې کورنۍ کیسه د هېواد د هغو زرګونو کورنیو یوه بېلګه ده چې ماشومان یې د نه واکسینېدو له امله د پولیو په ناروغۍ اخته شوي او له تلپاتي معلولیت سره ژوند کوي.
له بده مرغه افغانستان د هغو دوو هېوادونو له جملې څخه دی چې لا هم د پولیو ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا ناروغۍ له منځه وړل شوې ده.
په ډېرو هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمات په کې محدود دي او خلک د واکسین اړوند د ناسمو معلوماتو ښکار وي، ماشومان له واکسین څخه پاتېږي، دا بې پروايي د دې سبب کېږي چې ماشومان په کوچنیوالي کې له یوې داسې ناروغۍ سره مخ شي چې نه یوازې هغوی، بلکې د هغوی کورنۍ هم له درنو ستونزو سره مخ کوي.
د پولیو ناروغي یوازې د فزیکي فلج لامل نه کېږي، بلکې ټولنیز او اقتصادي ژوند هم له ستونزو سره مخ کوي، هغه ماشومان چې په ماشومتوب کې فلج شي، نه یوازې د ژوند ټولې هیلې یې ختمېږي، بلکې کورنۍ یې هم له یوه سخت مسؤلیت سره مخ کېږي.
د نور بي بي او د هغې د کورنۍ کیسه ټولو کورنیو ته د یوه ژور درد او عبرت پیغام دی چې باید د واکسین پر اهمیت پوه شي، څو ماشومان یې له تلپاتې معلولیت څخه وژغورل شي.