• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې

Homepage د ساحې کیسې د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې

د واکسین ځواک؛ د ماشومانو لپاره د یوه خوندي راتلونکي د جوړولو هڅې

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 16, 2024
د ساحې کیسې

غزني، افغانستان (۲۶ لړم ۱۴۰۳) – د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸ کلن عبدالباسط چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په غیب‌قلندر سیمه کې اوسېږي، هر سهار له لمر راختو سره د پښتون‌اباد سیمې تر روغتیايي مرکز پورې پنځه کیلومتره پلې لار وهي.

هغه په دغه روغتیايي مرکز کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي او هره ورځ هغه ماشومان د پولیو او نورو خطرناکو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسینوي چې له بېلابېلو سیمو دلته راوستل کېږي.

عبدالباري چې د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې او وروسته یې د نرسینګ دوه کلنې زده کړې هم بشپړې کړې وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې یې د ټولنې د روغتیا دغه سپېڅلي ماموریت ته اوږه ورکړې ده.

هغه زیاتوي: «ویاړم چې د یو واکسیناتور په توګه د پولیو او نورو خطرناکو ساري ناروغیو د مخنیوي هڅه کوم، زه غواړم د ټولنې راتلونکی (ماشومان) روغ ژوند ولري او راتلونکی یې خوندي وي.»

 

د ټولنې پوهاوی، د بدلون څرک

عبدالباسط، چې د دریو ماشومانو پلار هم دی وايي، د پخوا په پرتله د والدینو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده او دغه روغتیايي مرکز ته په ډېر شمېر ماشومان د واکسین لپاره راوستل کېږي.

هغه زیاتوي: «اوس مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو روغتیا ته ډېر پام کوي، دغه روغتیايي مرکز ته د نورو واکسینونو تر څنګ د پولیو واکسین لپاره هم ماشومان راوستل کېږي، د دغو ماشومانو ډېره برخه هغوی جوړوي چې په کمپاینونو کې له پولیو واکسین څخه پاتې شوي وي.»

د ده په خبره، په دغه روغتیايي مرکز کې هره ورځ له ۱۵ تر ۲۰ ماشومانو ته د پولیو په ګډون د ټولو ساري ناروغیو واکسین ورکوي.

هغه وویل: «زه د ماشومانو د واکسینولو تر څنګ یو بل مهم رسالت هم تر سره کوم او هغه دا چې له هرې راغلې کورنۍ غوښتنه کوم چې په خپل ګاونډ کې نورې کورنۍ هم وهڅوي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولي.»

 

عبدالباسط په دغه روغتیايي مرکز کې د واکسیناتور په توګه دنده ترسره کوي او هره ورځ هغه ماشومان د پولیو او نورو خطرناکو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسینوي چې له بېلابېلو سیمو دلته راوستل کېږي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د بې‌پروايي پایلې

عبدالباسط وايي، له بده مرغه په ټولنه کې لا هم داسې کورنۍ چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او راتلونکي په اړه ناغېړي کوي چې نه یوازې هغوی بلکې ټولې ټولنې ته بدې پایلې لرلای شي.

هغه وویل: «هغه کورنۍ چې خپلو ماشومان په ځانګړي ډول د پولیو ناروغۍ پر وړاندې نه واکسینوي، نه یوازې خپل ماشومان بلکې د نورو ماشومانو روغتیا هم له ګواښ سره مخ کوي، ځکه که یو ماشوم په دې ناروغي اخته شي نو کولای شي ۲۰۰ نور ماشومان هم په دې ناروغي اخته کړي.»

دی وايي، دا د ده او د ټولنې د هر وګړي مسوولیت دی چې په دې مهمه موضوع خلک وپوهوي او د تکرار مخنیوی یې وکړي.

 

روغتیايي مرکزونه: د ماشومانو د خوندي راتلونکي ډاډ

د پښتون‌آباد سیمې قومي مشر، ۵۳ کلن حاجي حضرت محمد، د عبدالباسط او د دغه روغتیايي مرکز د واکسیناسیون څانګې د خدماتو ستاینه کوي او وايي: «دلته د روغتیايي مرکز شتون او د درملنې تر څنګ په کې د واکسیناسیون خدماتو وړاندې کول لویه لاسته راوړنه ده، خلکو ته په کار ده له دغو خدماتو د خپلو ماشومانو د خوندي راتلونکي لپاره ګټه واخلي او هغوی د پولیو او نورو ناروغیو د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولي.»

همدارنګه د دې سیمې بل غلام نبي هم وايي چې دغه روغتیايي مرکز او کارکوونکو یې د ماشومانو په روغتیا کې مهم رول لوبولی دی.

دی وايي: «که هره کورنۍ خپل ماشومان د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راولي نو موږ کولای شو د خپلې ټولنې راتلونکی له ګواښ څخه وژغورو، دا زموږ ګډ مسؤلیت دی چې یو روغ او خوندي چاپېریال برابر کړو، څو هر ماشوم پکې د خوښۍ او روغتیا ژوند وکړي.»

 

عبدالباسط د خپلې ټولنې لپاره د یوه رښتیني خدمتګار په څېر کار کوي او هڅه کوي د ماشومانو ژوند د پولیو او نورو ساري ناروغیو له ناوړه پایلو څخه وژغوري. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د راتلونکې لپاره هیله

عبدالباسط په دې باور دی چې د خلکو د پوهاوي ډېروالی افغانستان د پولیو له ګواښه ژغورلای شي.

هغه وايي: «که څه هم پولیو په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې ده، خو افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د دې ناروغۍ ویروس ماشومان ګواښي، دا زموږ مسوولیت دی چې له کمپاینونو او روغتیايي مرکزونو ګټه واخلو او راتلونکی نسل خوندي کړو.»

عبدالباسط د خپلې ټولنې لپاره د یوه رښتیني خدمتګار په څېر کار کوي او هڅه کوي د ماشومانو ژوند د پولیو او نورو ساري ناروغیو له ناوړه پایلو څخه وژغوري.

افغانستان د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره د عبدالباسط په څېر ځوانانو نه ستړې کېدونکو هڅو ته اړتیا لري، هغه یو ژوندی مثال دی چې په عملي کار سره د خپلې ټولنې لپاره روښانه راتلونکی جوړوي.

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی
بله موضوع
له انکار تر ملاتړ؛ د پولیو واکسین په اړه د یوې مور د ذهنیت د بدلون کیسه

اړوند مطالب

نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه

«د یوه رضاکار ژمنتیا او مبارزه، د سلګونو ماشومانو راتلونکی...

د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه

غزني، افغانستان (۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – نجیب الله څلور کلن...

وروستي پوسټ

  • نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
  • د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
  • یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
  • فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
دوشنبه, 30, Jun
نه ستړې کېدونکي ګامونه؛ په خوست کې له پولیو سره مبارزه
جمعه, 20, Jun
د غفلت درنه بیه؛ د پولیو له امله د فلج شوي نجیب‌الله کیسه
یکشنبه, 15, Jun
یو رضاکار، دوه څاڅکي، زرګونه خوندي شوي ماشومان
پنجشنبه, 5, Jun
فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

Welcome back,