• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

Homepage خبرپاڼې د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

د پولیو/ ګوزڼ واکسین ملي کمپاین پیل شو

PolioFreeAfghanistan
اپریل 29, 2024
خبرپاڼې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۴ز کال لپاره د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین چې په ټول هېواد کې پلی کېږي، په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۰،۷۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. دا کمپاین به د روان ۲۰۲۴ز کال د اپرېل میاشتې له ۲۹مې د مې تر ۲مې نېټې دوام وکړي، خو د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله به دغه کمپاین په غور، ډایکنډي او بامیان ولایتونو کې څه وخت وروسته پلی شي. د دغه کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین (A) هم ورکړل شي چې د هغوی د سترګو، پوستکی او معافیت سیسټم په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د دغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «موږ له نړیوالو ادارو سره په ګډه ژمن یو چې په ټول هېواد کې پولیو ناروغي له منځه یوسو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید شپه او ورځ کار وکړو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»

هغه همدارنګه څرګنده کړه: «د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د والدینو، دینی علماوو او قومي مخورو په ګډون د ټولو افغانانو ملاتړ اړین دی، موږ له ټولو غوښتنه کوو چې له دې ناروغۍ سره په مبارزه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې هیڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په واکسین سره شونی دی، پولیو ویروس د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم مرګ سبب کېدای شي.

له پولیو ناروغۍ سره په مبارزه کې د ټولنې د ټولو وګړو ملاتړ مهم دی. والدین کولای شي د پولیو واکسین په ترڅ کې د خپلو ماشومانو په واکسینولو سره هغوی له دایمي ګوزڼ څخه خوندي کړي. قومي مخور کولای شي د خپلو سیمو خلک وهڅوي څو خپل ماشومان واکسین کړي او د پولیو واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي څو کمپاین په ښه توګه پلی شي.

مخکینۍ موضوع
د پولیو قرباني وسیمه سحر؛ یوه اتله
بله موضوع
د ګوزڼ یو قرباني: موږ په ګډه کولای شو د پولیو ناروغي له هېواده ورکه کړو

اړوند مطالب

د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

په روان کال کې د پولیو واکسین شپږم فرعي ملي کمپاین پیل شو

کابل، افغانستان - د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,