د تهذیب الله سخت ژوند او د واکسین نه کولو بدې پایلې
پکتیکا، افغانستان (۱۷ تله ۱۴۰۳) – د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې ښار د یوه ښوونځي په ټولګي کې زده کوونکو د خپل ښوونکي درس ته غوږ نیولی دی خو د دغو زده کونکو په منځ کې یو زده کوونکی خاموش ناست دی او د کتاب پانې ورو ورو اړوي.
دا ۱۶ کلن هلک تهذ یب الله دی چې په اصل کې د پکتیکا ولایت د یحییخېل ولسوالۍ اړوند د غیبيخېلو کلي اوسېدونکی دی او اوس د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې ژوند کوي.
هغه چې د خپلو څلورو خویندو مشر ورور دی، په درې میاشتنۍ کې د پولیو په ناروغۍ اخته شوی او له همدې امله یې دواړې پښې کمزورې شوې چې اوس د نورو مرستې ته اړ دی.
تهذیب الله چې د ښوونځي بکسه یې ترڅنګ ایښې ده، وویل: «زما کورنۍ په ماشومتوب کې زما په اړه بې پروايي کړې ده، د پولیو ضد واکسین یې بې اهمیته بللی، چې له امله یې زه نن معلول یم او ژوند مې له کړاوونو سره مخ دی.»
هغه چې د ښوونځې په دویم ټولګي کې زده کړې کوي، وایی: «خوشحاله یم چې له معلولیت سربېره مې ټینګ عزم کړی څو زده کړې وکړم او په راتلونکې کې ډاکټر شم.»
هغه وویل: «هر سهار د چایو له څښلو وروسته مې پلار لاس نیولی تر ښوونځي رسوي او د ښوونځي له رخصتېدو وروسته مې بېرته تر کوره رارسوي، زما کورنۍ زما د روښانه راتلونکي لپاره ډېر زحمت ګالي.»
تهذیب الله چې د ښوونځې په دویم ټولګي کې زده کړې کوي، وایی: «خوشحاله یم چې له معلولیت سربېره مې ټینګ عزم کړی څو زده کړې وکړم او په راتلونکې کې ډاکټر شم.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
نوموړی چې د پولیو ناروغۍ یې ژوند اغېزمن کړی، غواړي خپله کیسه تر هرې کورنۍ ورسوي.
هغه چې په څېره کې یې ژوره خواشینې پرته وه وویل: «پولیو یا ګوزڼ ډېره خطرناکه ناروغي ده، چې نه یوازې د انسان وجود معلول کوي، بلکې د هغه ارمانونه هم له منځه وړي، زه پر خلکو غږ کوم چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي څو زما په څېر معلول نه شي.»
د تهذیب الله نیکه، حاجی عبدالحکیم اخندزاده وایي: «شپاړس کاله کېږي چې لمسی مې د پولیو ناروغۍ په سبب د ور پېښ معلولیت له امله سخت ژوند کوي، چې موږ ټول ورته ځورېږو.»
هغه زیاتوي: «له بده مرغه، موږ په یوه داسې سیمه کې اوسېدو چې ډېرو خلکو د پولیو واکسین ته پام نه کاوه، له همدې امله موږ هم هغه مهال خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړ.»
دی په افسوس سره وایي، که هغه وخت پوهېدای چې د دې ناروغۍ مخینوي د پولیو په دوه څاڅکې واکسین سره کیږي نو هیڅکله به مې دا لویه تېروتنه نه وای کړي.
نوموړی په ټولو خلکو غږ کوي چې د واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان دې په منظم ډول واکسین کړي څو د پولیو په ناروغي اخته نه شي.
د تهذیب الله نیکه، حاجی عبدالحکیم اخندزاده په افسوس سره وایي، که هغه وخت پوهېدای چې د دې ناروغۍ مخینوي د پولیو په دوه څاڅکې واکسین سره کیږي نو هیڅکله به مې دا لویه تېروتنه نه وای کړي. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
د تهذیب الله د ښوونځي مدیر عبدالحکیم، وایي: «تهذیب الله یو ډېر ځیرک زده کوونکی دی. هغه په خپلو درسونو کې کوښښ کوي. موږ یې هم تشویقوو او تل ورته وایو چې هر هغه انسان چې انګېزه ولري او د ژوند موخې یې ټاکلې وي، ورته رسېږي.»
هغه د تهذیب الله وضعیت ته په کتو کورنیو ته په خپل پیغام کې وایي: «زه له کورنیو غوښتنه کوم چې د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه جدي فکر وکړي، د پولیو واکسین د ماشومانو د ژوند لپاره ډېر مهم دی، په دې اړه باید بې غوري و نه کړو، باید خپل ماشومان په هر کمپاین کې واکسین کړو، که کوم ماشوم پاتې شی نو باید نژدې روغتیايي مرکز ته یې بوځو او هلته یې واکسین کړو.
د تهذیب الله کیسه موږ ته یادونه کوي چې د پولیو واکسین څومره اغېزناک او ضروري دی، په دې برخه کې غفلت نه یوازې د یو ماشوم فزیکي حالت ته زیان رسوي، بلکې د هغه د ټول ژوند مسیر بدلولای شي. دا د کورنیو، ټولنې او روغتیايي مسوولینو ګډ مسوولیت دی چې ماشومان د دې ناورغۍ څخه وساتي، څو دوی وکولای شي یوه روښانه او هوسا راتلونکې ولري.
رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان