فاریاب کې د پولیو واکسین کمپاین کې د ښځینه واکسیناتورانو فعاله ونډه
عبدالصبور سیرت
مزارشریف، افغانستان (۲۳ وری ۱۴۰۳) – غنچه جورهزاده او یاسمین محمدي د هغو سلګونو ښځینه واکسیناتورانو له ډلې دي چې د فاریاب ولایت د میمنې ښار په کوڅو کې کور په کور ګرځي او د کورنیو له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو د دوه څاڅکي واکسین لپاره دباندې را وباسي.
یادې شوې دواړې رضاکارانې د یوې موخې لپاره زیار باسي چې هغه له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندي کول دي.
غنچه جورهزاده او یاسمین محمدي دوه واکسیناتورانې د فاریاب ولایت د میمنې ښار په کوڅو کې کور په کور ګرځي او د کورنیو له مشرانو غواړي چې خپل ماشومان د پولیو د دوه څاڅکي واکسین لپاره دباندې را وباسي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
غنچه جورهزاده چې تور حجاب یې اغوستی او خړ پړونی یې پر سر دی، د واکسین صندوق په اوږه کوڅه په کوڅه په ماشومانو پسې ګرځي څو تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو ناروغۍ واکسین ورسوي.
غنچه جورهزاده وايي، موخه یې دا ده چې تر مسوولیت لاندې سیمو کې یې هیڅ ماشوم د ګوزڼ/ پولیو له واکسین څخه بې برخې نه شي.
هغه چې له تېرو شپږو کلونو د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره کار کوي، خوښي څرګندوي چې د تېر پر پرتله د خلکو په پوهاوي کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی.
هغې وویل: «زه میمنې ښار کې د پولیو له منځه وړ لو پروګرام سره کار کوم، پخوا ډېرو کورنیو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین له تطبیقه انکار کاوه، خو زموږ او د پروګرام د همغږي کوونکو، سوپروایزرانو او ډاکټرانو د پر له پسې هڅو په پایله کې هغوی راضي شول څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.»
غنچه جورهزاده د خپلې همکارې یاسمین محمدي په ملتیا یوه ماشوم ته واکسین ورکوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
جورهزاده دغه راز وایي، پولیو یا ګوزڼ یوه لاعلاجه ناروغي ده چې مخنیوی یې یوازې د واکسین په وسیله کېدای شي نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې کورنۍ خپل له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.
دې وویل: «پولیو د نورو ناروغیو په څېر نه ده، ځکه هېڅ درملنه نه لري، کورنیو ته مو لارښوونه دا ده چې کله رضاکاران د هغوی کورونو ته ورځي باید مرسته ورسره وکړي او خپل ماشومان ورته حاضر کړي څو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.»
د غنچه جورهزاده همکاره یاسمین محمدي بله رضاکاره ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د واکسیناتورې په توګه دند ترسره کوي.
دا هم وایي چې د تېرو کلونو په پرتله د انکاري کورنیو شمېر کم شوی او ډېر والدین په لېوالتیا سره غواړي خپل ماشومان واکسین وکړي.
دې وویل: «دوه کاله وړاندې یو شمېر کورنیو د پولیو له واکسین څخه انکار کاوه خو په وروستیو کې د خلکو پوهه د دغه واکسین د ګټو په اړه ډېره شوې او اوس انکاري کورنۍ په نشت حساب دي.»
هغې له پلرونو او مېندو وغوښتل چې خپل ماشومان د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي څو د ګوزڼ له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
غنچه جورهزاده د واکسین له تطبیق وروسته د ماشوم ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
د فاریاب د عامې روغتیا رییس فضل هادي فاروقي وايي چې روغتیايي ټیمونه د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته پولیو واکسین رسوي او د کمپاین په هر پړاو کې د دغه ولایت شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان واکسینوي.
هغه زیاته کړه: «ټول روغتیايي ټیمونه او په ځانګړي ډول رضاکاران د لومړۍ کرښې د کارکوونکو په توګه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې جدي مبازره کوي او آن په آسونو او مرکبونو د دغه ولایت ګوټ ګوټ ته ځي څو هېڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه شي.»
پولیو هغه خطرناکه ناروغي ده چې په نوره نړۍ کې له منځه وړل شوې خو په افغانستان او په ګاونډ پاکستان کې لا هم د ماشومانو ژوند ګواښي.