د پولیو قرباني وسیمه سحر؛ یوه اتله
شاه محمود شینواری
ننګرهار، افغانستان (۰۹ غویی ۱۴۰۳) – «شاوخوا ۲۵ کاله مخکې مې تازه نړۍ ته سترګې غړولې وې او د اوو میاشتو ماشومه ومه چې د پولیو ویروس پر ما برید وکړ او زما له دواړو پښو یې د حرکت توان واخیست، له هماغه وخته مې پښې سمه ملتیا نه راسره کوي او په ډېرې سختۍ تګ او د ژوند نور فعالیتونه ترسره کوم.»
دا د وسیمې سحر په نوم د پولیو/ ګوزڼ ناروغۍ د یوې قرباني خبرې دي چې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د عمر خوړلي پلار او مور، وروڼو او خویندو سره په یوه کور کې اوسېږي.
نوموړې چې اوس پنځه ویشت کلنه ده؛ وايي، د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب یې ډېر کړاونه لیدلي، محرومیتونه یې ګاللي او د خلکو له ناسم چلند سره مخ شوې خو همت یې نه دی بایللی.
د دې په خبره، له معلولیت او ګڼو ستونزو سربېره یې زده کړې کړې او د یوې قابلې په توګه ټولنې ته خدمت کوي.
وسیمې د خپل ژوند د لوړو او ژورو کیسه داسې پیل کړه: «په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې زموږ کورنۍ د ډیورنډ کرښې ها غاړه، د پښتونخوا د باړې سیمې د کډوالو په یوه پنډغالي کې اوسېدله، هغه مهال زه د اوو میاشتو ماشومه ومه چې د پولیو په ناروغي اخته شوم او زما دواړې پښې یې فلج کړې.»
د پولیو ناروغۍ قرباني وسیمه سحر په خپل کور کې د خپل پلار تر څنګ © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ شاه محمود شینواری
هغې زیاته کړه، د پولیو ناروغۍ زما پښې دومره متاثرې کړې چې اوس مې تګ له عادي انسانانو ۴۰ سلنه غیر نارمل دی.
دا وايي، له کډوالۍ وروسته پنځه کلنه وه چې له خپلې کورنۍ سره خپل کلي ته ستنه شوه او هماغه وخت یې د ژوند ستړې ورځې هم پیل شوې، ځکه پلار یې له دوو نورو خویندو سره یو ځای ښوونځی ته په زور لېږله.
وسیمې ته د ښوونځي تګ ځکه سخت و چې د اوږد مزل توان يې نه لاره، هغه وايي تل به له نورو نجونو یو ساعت مخکې له کوره وتله خو تر ټولو وروستۍ به ټولګي ته رسېدله.
وسیمې دا هر څه د پلار په خاطر زغمل خو کله چې لسم ټولګي ته ورسېده نو نور یې د زغم کاسه یې ډکه شوه او ښوونځي ته له تګ څخه یې انکار وکړ.
«کله چې زه له ښوونځي انکاري شوم نو پلار مې په دې خبره قناعت راکړ چې ته پولیو معیوبه کړې یې، له تا سره په ژوند کې بل څوک مرسته نه شي کولای، یوازینۍ وسیله دا ده چې زده کړې وکړې او له دې لارې پر خپلو پښو ودرېږې، پلار مې زه خپل راتلونکي ته متوجه کړم او بیرته مې زده کړو ته دوام ورکړ.»
د پلار تشويق او ډاډ وسيمې سحر ته نوې انرژي ورکړه او له معلولیت او ګڼو ستونزو سربېره یې وکړای شول په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لیسې زده کړې، په ۱۳۹۸ کال کې د دارالمعلمين او په ۱۴۰۰ کال کې د قابلهګۍ زده کړې بشپړې کړي چې اوس يې د ستاژ دورې وروستی کال دی.
نوموړې وايي، له زده کړو سره په څنګ کې یې په خپلې ولسوالۍ کې د پولیو له منځه وړلو پروګرام سره د رضاکارې په توګه هم دنده پیل کړه او د نورو رضاکارو مېرمنو فعالیت ته یې هم زمینه برابره کړه.
دې وویل: «ما د ښوونځي له وخته د نجونو مشري هم په غاړه لرله، هغه مهال په ښېوې ولسوالۍ کې هیڅ ښځينه واکسیناتوره نه وه، خو په ۱۳۹۶ کال کې مې له پولیو پروګرام سره د همکارۍ له مخې له ۱۰۰ رضاکارو مېرمنو ازموینه واخیسته چې ۶۰ تنې په کې بریالۍ شوې او په همدې ولسوالۍ کې د واکسیناتورانو په توګه وګومارل شوې.»
د دې په خبره، د خپلو لسګونو نورو همکارانو سره به کور په کور ګرځېده او هغوی ته به یې د پولیو ناروغۍ د زیانونو او واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکاوه او ډېر وخت به یې هغوی ته د ځان مثال ورکاوه چې د پولیو په ناروغۍ اخته شوې خو درملنه یې نه ده شوې، نو ځکه باید له دې ناروغۍ څخه د خوندیتوب به موخه ټول ماشومان په منظم ډول واکسین شي.
ماريه د ښېوې ولسوالۍ له هغو لومړیو رضاکارو مېرمنو یوه ده چې اوس هم په خپله ولسوالۍ کې د واکسیناتورې په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړې وويل، دا د وسيمې سحر برکت دی چې د ښيوې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې د ښځینه واکسیناتورانو له لوري د پولیو واکسین کمپاین کور په کور تطبیقېږي.
دا وايي، وسیمه سحر په رښتیا یوه اتله ده، ځکه له معلولیت سربېره یې نه یوازې زده وکړې، بلکې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې مبارزه وکړه او په لسګونو نورو مېرمنو ته یې زمینه برابره کړه څو تر ماشومانو واکسین ورسوي او په دې توګه هغوی د پولیو له فلجوونکې ناروغۍ وژغوري.
د وسیمې سحر پلار عبدالمجید وايي، د خوښۍ احساس کوي چې لور یې سربېره پر دې چې د پولیو ناروغۍ ځپلې، خپلې زده کړې بشپړې کړې او بیا یې د همدې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په خپله ولسوالي کې بنسټیز ګامونه واخیستل.
ده وویل، لور یې په ښېوې ولسوالۍ کې د لسګونو ښځینه واکسیناتورانو استخدام ته زمینه برابره کړه چې له کلونو راهیسې د دغې خطرناکې ناروغۍ سره په مبارزه بوختې دي.
د ده په خبره، پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ماشومان په تلپاتي ګوزڼ اخته کوي، د اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې دغه ناروغي د واکسین په وسیله له منځه وړل شوې خو افغانستان او پاکستان لا هم په دې برخه کې په مبارزه بوخت دي؛ دا زموږ دیني مسوولیت دی چې خپل ماشومان له پولیو ناروغۍ وژغورو.