• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله

Homepage د ساحې کیسې له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله

له پولیو خلاص سمنګان؛ د یووالي، ګډو هڅو او ژمنتیا پایله

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 14, 2024
د ساحې کیسې

سمنګان، افغانستان (۲۴ لړم ۱۴۰۳) – د افغانستان په شمال کې پروت سمنګان ولایت، چې د ښکلو غرونو او تاریخي ودانیو له امله ځانګړی نوم لري، د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د بریالۍ مبارزې روښانه مثال دی.

په دغه ولایت کې له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې چې د پولیو واکسین کمپاینونو د رضاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او خلکو د یووالي او ګډو هڅو پایله ده.

د سمنګان خلکو د واکسین په هر کمپاین کې له لرې سیمو نیولې بیا تر ښاري سیمو پورې هر ماشوم ته د پولیو واکسین رسولو چاره د ملي وجیبې په توګه منلې چې له امله یې نن ورځ دغه ولایت د پولیو ناروغۍ له ګواښ څخه خلاص دی او د هېواد نورو سیمو ته د یووالي او ګډې همکارۍ یوه الهام بخښونکې کیسه وړاندې کوي.

په افغانستان کې د روغتیايي ستونزو له جملې یو تر ټولو جدي ګواښ د ماشومانو ګوزڼ یا د پولیو ناروغي ده، چې ډېر وخت ماشومان له تلپاتې معلولیت سره مخ کوي، خو په دې برخه کې سمنګان ولایت له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست، یونیسف سازمان او نورو روغتیايي مرستندویه بنسټونو د ګډو هڅو او د رضاکارانو، روغتیایي کارکوونکو او خلکو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له برکته په دې سیمه کې له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د سمنګان د عامې روغتیا ریاست د کلتوي معافیت امر ډاکټر ګل‌نظر احمدي وايي: «موږ تل په ټول توان هڅه کړې چې په دغه ولایت کې په پر له پسې ډول د پولیو واکسین جامع او هر اړخیز کمپاینونه ترسره کړو او دا بهیر تر هرې لرې او نږدې سیمې ورسوو.»

 

۲۹ کلنه زرغونه، چې په سمنګان کې یوه فعاله واکسیناتوره ده، وايي: «موږ په ډېرو سختو حالاتو کې هم هڅه کړې چې هر ماشوم ته واکسین ورسوو، ډېری وخت له فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ کېږو، خو موږ پر دې پوه یو چې زموږ دا کوچنۍ هڅې لویو بدلونونو ته لار پرانیزي.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د نوموړي په وینا، په همدې اساس په سمنګان کې د پولیو وروستۍ مثبته پېښه د ۲۰۰۰ زېږدیز کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۰مه ثبت شوې، چې له هغه وروسته بیا تر دې دمه کومه بله پېښه ثبت شوې نه ده.

هغه زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین ۲۲ تنه همغږي‌کوونکي، ۹۲ کسه سوپروایزران او ۹۱۸ دوه کسیزه ټیمونه شتون لري، چې په هڅو یې د دغه ولایت په مرکز ایبک او ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۴۰ زره ماشومان له ګوزڼ څخه د ژغورلو په موخه واکسین کېږي.

احمدي د دغو لاسته‌راوړنو راز د رضاکارانو او مبلغینو نه ستړې کیدونکې هڅې او د دغه ولایت د ادارو تر منځ ښه همغږي او همکاري بولي چې په وینا یې، ټولو ادارو په ګډه دغه مسوولیت ته اوږه ورکړې او هڅه یې کړې هېڅ ماشوم له واکسین بې برخې نشي.

نوموړی دغه راز وايي، د سمنګان خلک د واکسیناسیون د بهیر بشپړ ملاتړي دي او په پوره لېوالتیا او باور خپل ماشومان واکسینوي چې په پایله کې یې د کمپاین هره دوره په بشپړ ډول پلې شوې او هر ماشوم ته په وخت د پولیو ضد واکسین رسېدلی دی.

 

د ښځينه رضاکارانو رول او ارزښت

۲۹ کلنه زرغونه، چې په سمنګان کې یوه فعاله واکسیناتوره ده، وايي: «موږ په ډېرو سختو حالاتو کې هم هڅه کړې چې هر ماشوم ته واکسین ورسوو، ډېری وخت له فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ کېږو، خو موږ پر دې پوه یو چې زموږ دا کوچنۍ هڅې لویو بدلونونو ته لار پرانیزي.»

هغه وایي چې په کمپاینونو کې د ښځينه رضاکارانو شتون په خاص ډول د کليوالي سیمو د کورنیو باور جلب کړی، ځکه ډېری وختونه ښځې په کورونو کې د ماشومانو د روغتیايي چارو مسؤلیت پر غاړه لري.

زرغونه زیاتوي، په دې برخه کې د ټولنې د دیني عالمانو ونډه هم د پام وړ ده، د هغوی همکاري د دې لامل شوې چې خلک د پولیو خطر په واقعي توګه درک کړي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.

 

په سمنګان کې له تېرو ۲۴ کلونو راهیسې د پولیو هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې چې د پولیو واکسین کمپاینونو د رضاکارانو، روغتیايي کارکوونکو او خلکو د یووالي او ګډو هڅو پایله ده. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت

 

د ټولنې ملاتړ او د دیني علماوو ونډه

د سمنګان یو اوسېدونکی عزیزالله وايي، په دغه ولایت کې له پولیو سره په مبارزه کې د نورو تر څنګ د دیني عالمانو ونډه ارزښتناکه ده او تل یې خلکو ته پوهاوی ورکړی دی.

دی زیاتوي: «علماوو تل موږ ته ویلي چې د اسلام له نظره روغتیا او ځان‌ساتنه فرض ده، په همدې اساس واکسین د پولیو ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار ده نو ځکه موږ باید خپل ماشومان واکسین کړو څو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي.»

ډاکټر غلام‌صدیق حلیمي، چې په سمنګان کې له اوږدې مودې راهیسې په روغتیايي برخه کې کار کوي، وایي چې د واکسیناسیون پروسه له ځانګړو ننګونو سره مخ وه، خو د رضاکاره ټیمونو هڅو دا ستونزې حل کړې.

هغه زیاتوي: «په لومړیو کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ و، ځکه ځینو خلکو د واکسین پر وړاندې بې باوري لرله او ځینو بیا د پردي کلتور برخه بلله، خو موږ په وخت سره خلکو ته په دې اړه پوره وضاحت ورکړ.»

ډاکټر حلیمي زیاتوي چې د ځینو کلیو لرې برخو ته د واکسین رسول یوه لویه ننګونه وه، خو رضاکارو ټیمونو او روغتیايي کارکوونکو په هر ډول شرایطو کې سخت کار وکړ او د سمنګان خلک یې په دې قانع کړل چې واکسین د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي د خوندي ساتلو لپاره ضروري دی.

عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پولیو سره مبارزه؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د رضاکارانو هڅې
بله موضوع
ذبیح‌الله فیضی؛ هغه ځوان چې له پولیو سره د مبارزې لپاره راپورته شوی

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,