فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!

«زه نهغواړم یو ماشوم هم هغه درد تجربه کړي، چې زه یې هره ورځ تجربه کوم. د پولیو مخنیوی کېدای شي خو جبران یې هیڅکله هم نه شي کېدای.»
کابل، افغانستان (۳۰ غویی ۱۴۰۴) – نیازمحمد اوس ۳۵ کلن دی، خو د هغه ژوند په حقیقت کې ۲۵ کاله وړاندې ودرېد؛ هغه مهال چې د پولیو ناروغۍ له امله یې دواړې پښې فلج شوې.
له روغتیا تر معلولیت – یوه شېبه چې ژوند یې بدل کړ
نیازمحمد د کابل ښار له شور څخه لیرې، د پکتیا کوټ په سیمه کې لوی شوی. په ماشومتوب کې یو فعال او هوښیار هلک و. ښوونځي ته تګ او له ملګرو سره لوبې یې د ورځني ژوند برخه وې. خو کله چې ۱۰ کلن شو، د یوې داسې ناروغۍ ښکار شو چې هغه یې د تل لپاره له عادي ژونده بې برخې کړ.
«یوه ورځ مې د پښو درد احساس کړ، فکر مې وکړ چې عادي ناروغي ده، خو درد ورځ تر بلې زیاتېده. ورو ورو مې پښې بې حسه کېدې، مور او پلار مې ډاکټرانو ته بوتلم، همالته پوه شوم چې پولیو یا ګوزڼ وهلی یم.»
نیازمحمد اوس ۳۵ کلن دی، خو د هغه ژوند په حقیقت کې ۲۵ کاله وړاندې ودرېد؛ هغه مهال چې د پولیو ناروغۍ له امله یې دواړې پښې فلج شوې © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
هغه ژوند چې په ویلچیېر پورې وتړل شو
نیازمحمد اوس د خپل عادي ژوند هره شیبه یوازې د خوب په څېر یادوي. هغه وایي: «له ښوونځي سره خدای پاماني، د لوبو او ملګرو له لاسه ورکول زما لپاره ډېر دردوونکي وو. نن ورځ زه حتی د یوې پیالې اوبو لپاره هم د نورو مرستې ته اړ یم.»
د نیازمحمد ورور، حفیظالله، په خپه غږ وايي: «موږ هېڅکله فکر نه کاوه چې یوه کوچنۍ بېغوري به زموږ د کورنۍ ژوند دومره بدل کړي. کاشکې مې ورور د نورو ځوانانو غوندې خپلواکه ژوند کولای شوای.
له درد تر ټولنیز بدلون پورې
خو نیازمحمد خپله کیسه یوازې د یو تراژیدي په توګه نه بیانوي، بلکې د خپل درد له تجربې یې یو ارزښتناک درس اخیستی او اوس هره ورځ د خپل کلي په کوڅو کې ګرځي او خلکو ته د خپلې کیسې له لارې د پولیو ناروغۍ خطرونه بیانوي او هغوی د ماشومانو واکسینولو ته هڅوي.
ابراهیم ژوندون، چې په همدې سیمه کې د پولیو واکسین کمپاینونو مشري کوي، وایي: «نیازمحمد زموږ د ټولنې لپاره د پوهاوي او ویښتیا یوه ژوندۍ بېلګه ده. خلک د هغه خبرو ته غوږ نیسي او ډېر ژر اغېزمن کېږي، ځکه هغه خپله د دې ناروغۍ درد ګاللی دی.»
د نیاز محمد ملګری عبدالرؤف محمدي وایي: «کله چې هغه د خپل تېر ژوند یادونه کوي نو له سترګو یې اوښکې راځي او تل وايي: کاشکې زما مور او پلار په کوچنیوالي کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي راکړي وای.»
نیازمحمد اوس د خپلو هيلو پوره کېدل د نورو ماشومانو په روغتیا کې ویني. د هغه لپاره د هر ماشوم واکسینول داسې مانا لري لکه د خپلې یوې نیمګړې هیلې پوره کېدل.
راځئ د نیازمحمد له کیسې الهام واخلو. یو کوچنی اقدام (خپلو ماشومانو ته تر پنځه کنۍ په هر کمپاین کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکول) کولای شي هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
اقتصادي ستونزې او کورنی ملاتړ
د معلولیت تر څنګ، اقتصادي ستونزو د نیازمحمد ژوند لا زیات کړکېچن کړی دی. مور او پلار یې له نړۍ سترګې پټې کړي، او اوس د هغه د ژوند ټول بار د وروڼو پر اوږو دی.
«ورونه مې هر څه چې پیدا کوي، له ما سره یې شریکوي. هغوی مې د ژوند تر ټولو لویه شتمني ده.»
خو له دې سربېره نیازمحمد له ذهني اړخه ډېر پیاوړی دی. د هغه نږدې ملګري وایي چې د نیازمحمد له خبرو د ژوند د پوره ژور درک څرک ښکاري. هغه د ژوند په سختو شېبو کې هم نورو ته الهام ورکوي.
د نیازمحمد ارمان – د پولیو پای ته رسول
نیازمحمد اوس د خپلې دردونکې تجربې له لارې ټولو افغان میندو او پلرونو ته ښکاره پیغام لري: «زما ژوند تاسو ته یو خبرداری دی. پولیو هېڅ درملنه نه لري، خو یوازې دوه څاڅکي واکسین کولای شي ستاسو ماشوم له داسې برخلیک څخه وژغوري.»
نیازمحمد خپل درد د هیلو په پیغام بدل کړی او په خپلو هڅو او نه ستړې کېدونکي ارادې سره د پولیو ضد مبارزې یو مهم غږ دی.
راځئ د نیازمحمد له کیسې الهام واخلو. یو کوچنی اقدام (خپلو ماشومانو ته تر پنځه کنۍ په هر کمپاین کې د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکول) کولای شي هغوی له تلپاتي معلولیت څخه وژغوري.