• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې

Homepage غوره کیسې ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې

ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د محب الله رشیدي هڅې

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 15, 2024
غوره کیسې

رحمت الله مرجانخېل

غزني، افغانستان، (۲۵ وږی ۱۴۰۳) – محب الله رشیدي چې د پولیو واکسین بکس یې پر اوږه دی، د غزني ښار په یوه څنډه کې د مېشتو کوچیانو د ماشومانو په واکسینولو بوخت دی.

دغه زیارکښ ځوان چې شاوخوا ۲۹ کاله عمر لري، د غزني پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی خو د خپل احساس له مخې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاین کې کار کوي.

هغه چې خپله دنده له واکسیناتورۍ پیل کړې او اوس د یوه کلستر سوپروایزر دی، د خپلو همکارانو په ملتیا د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د ۱۷۰۰ کورنیو شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان واکسینوي.

 

د رضاکارۍ سفر او مسوولیتونه

محب الله رشیدي د پولیو واکسین د څلور ورځني کمپاین پر مهال سهار شاوخوا اته بجې د غزني ښار اړوند د پښتون آباد روغتیایي مرکز ته راځي او خپل ټیم ته لازمې لارښوونې کوي.

د هغه ټیم له څلورو ګرځنده ټیمونو جوړ دی، هر ټیم ته د پولیو واکسین بکس او یوه حاضري ورکوي څو د خپل مسوولیت په ساحه کې له پنځو کلونو د کم عمر ټول ماشومان واکسین کړي.

د محب الله لپاره تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسول ډېر مهم دي، ځکه دی پوهېږي چې که یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتېږي نو د ټولې سیمې د ماشومانو لپاره په یوه ګواښ بدلېدای شي.

 

محب الله رشیدي چې د پولیو واکسین بکس یې پر اوږه دی، د غزني ښار په یوه څنډه کې د مېشتو کوچیانو د ماشومانو په واکسینولو بوخت دی © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

هغه وویل، که کوم ماشوم له واکسین څخه پاتې شي او خدای مه کړه د پولیو په ناروغي اخته شي نو کولای شي نورو ماشومانو ته هم د پولیو ویروس ولېږدوي.

د ده په باور دا ډېره اړینه ده چې تر هر وروستي ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او هیڅ ماشوم ورڅخه بې برخې نه شي.

دی وايي: «په ټولنه کې ډول ډول خلک شته، هغوی چې د ناسمو معلوماتو ښکار وي، خپل ماشومان نه واکسینوي، خو موږ ورته د پولیو ناروغۍ زیانونه او د واکسین ګټې بیانوو او هغوی قانع کوو چې خپل ماشومان واکسین کړي او له پولیو ناروغۍ څخه یې خوندي کړي.»

هغه د بېلګې په توګه په غزني ښار کې د مېشتو کوچیانو یادونه کړه چې ډېرو یې مخکې خپل ماشومان نه واکسینول خو د دوی د ټیم له لوري د پر له پسې پوهاوي ورکولو په پایله کې قانع شول چې خپل ماشومان واکسین کړي.

رشیدي وايي، ده او همکارانو یې هوډ کړی چې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو په څنګ کې به ډېر تمرکز د هغو وګړو پر قانع کولو کوي چې خپل ماشومان نه واکسینوي.

د ده په خبره، هڅه کوي د دغه راز وګړو سره له نژدې خبرې وکړي، هغوی ته د پولیو واکسین په اړه دقیق معلومات وړاندې کړي او د هغوی ذهنیتونه روښانه کړي.

دی له خلکو غوښتنه کوي چې خپلو ماشومانو ته دې د پولیو په ګډون د ماشومتوب دورې ټول واکسینونه ورکړي څو له خطرناکو ویروسي او ساري ناروغیو څخه خوندي شي.

هغه زیاتوي، که کوم ماشوم د پولیو په ناروغي اخته کېږي نو یوازې هغه نه، بلکې کورنۍ او ټولنه هم له بېلابېلو زیانونو سره مخ کوي چې په کې روغتیايي، اقتصادي، ټولنیز، تعلیمي او رواني زیانونه شامل دي.

 

رشیدي د بېلګې په توګه په غزني ښار کې د مېشتو کوچیانو یادونه کړه چې ډېرو یې مخکې خپل ماشومان نه واکسینول خو د دوی د ټیم له لوري د پر له پسې پوهاوي ورکولو په پایله کې قانع شول چې خپل ماشومان واکسین کړي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

د رشیدي همکار احسان الله هم چې له ده سره اوږه په اوږه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کوي وايي، خوښ دی چې د دې لویې مبارزې برخه دی ځکه دی پوهېږي چې د هر ماشوم ژوند څومره مهم دی.

هغه زیاته کړه، کله چې ماشومان واکسینوي نو د هغوی په معصومو څېرو کې د هېواد راتلونکی ویني چې دا د ده لپاره یوازې یوه دنده نه بلکې یو ټولنیز مکلفیت دی.

دی وايي، لویه هیله یې دا ده چې ټولنه د پولیو ناروغۍ له خطره پاکه شي او راتلونکو نسلونو ته داسې یو چاپېریال برابر شي چې هر ماشوم په کې روغ او پیاوړی ژوند وکړي.

د غزني ښار یو قومي مشر شاه ولي وايي: «محب الله او د هغه همکاران له کلونو راهیسې زموږ په سیمه کې کار کوي، هغه په ډېر اخلاص هم تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین رسوي او هم کورنیو ته عامه پوهاوی ورکوي.»

دی وايي، په هغه سیمه کې چې دی اوسېږي، داسې کورنۍ نشته چې د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه وکړي، همدا د رشیدي او د هغه په څېر زیارکښو ځوانانو د کار او زیار نتیجه ده.

مخکینۍ موضوع
درې لسزې مخکې د پولیو واکسین عبدالرحیم څنګه له ګوزڼ څخه وژغوره؟
بله موضوع
په بدخشان کې د پولیو واکسین کمپاینونه؛ ننګونې، همکارۍ او د والدینو تجربې

اړوند مطالب

د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه

لوګر، افغانستان (۶ وری ۱۴۰۴) – کله چې د سهار...

لینا همدرد؛ په تخار کې د پولیو په وړاندې د مبارزې اتله

تخار، افغانستان (۴ مرغومي ۱۴۰۳) – په تالقان کې په...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,