مروه او عابده د پولیو په وړاندې د مبارزې دوې زړورې رضاکارانې
بلخ، افغانستان (۱۶ تله ۱۴۰۳) – مروه احدي او عابده اسدي، د بلخ دوې زړورې رضاکارې دي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې زرګونه ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه ژغورلي دي.
د هغوی زړورتیا او ژمنتیا د دې لامل شوې چې په دې سیمه کې د ماشومانو د خوندیتوب او عامې روغتیا په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
د پولیو ناروغي چې په ډېرو هېوادونو کې له منځه تللې، د بلخ په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته چې هره شېبه د ماشومانو ژوند ګواښي.
د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره وخت په وخت د واکسین کمپاینونه کېږي څو ماشومان واکسین شي او له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.
مروه او عابده، چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند د برج عیاران سیمې اوسېدونکې دي، د هغو زړورو ښځو له ډلې څخه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغو کمپاینونو برخه دي او خپله دنده په مسوولانه توګه ترسره کوي.
دوی سره له دې چې پر وړاندې یې بېلابېل خنډونه شته خو په خپله ټینګه اراده او بې سارې زړه ورتیا لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
مروه وايي، له ماشومتوبه یې غوښتل چې د زده کړو له بشپړولو وروسته د خپل هېواد او خلکو لپاره داسې څه وکړي چې بدلون راوستونکي وي.
هغه په داسې کورنۍ کې لویه شوې چې روغتیا ته په کې ډېره پاملرنه کېدله، همدا د دې لامل شو چې نوموړې د روغتیا په برخه کې له کار کولو سره لېوالتیا پیدا کړي.
کله چې هغه د پولیو واکسین په کمپاینونو خبره شوه نو له ځنډ پرته یې پرېکړه وکړه چې د دې مبارزې برخه شي.
خو دا وايي، دا لار هیڅکله اسانه نه وه، لومړنی لوی خنډ چې دا او د دې نور همکاران ورسره مخ وو، په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه وو.
مروه او عابده، چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند د برج عیاران سیمې اوسېدونکې دي، د هغو زړورو ښځو له ډلې څخه دي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغو کمپاینونو برخه دي او خپله دنده په مسوولانه توګه ترسره کوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ عبدالصبور سیرت
هغې زیاته کړه: «په ځانګړې توګه په لېرې سیمو کې کورنیو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته ځکه زړه نه ښه کاوه چې فکر یې کاوه د پولیو واکسین د ماشومانو روغتیا زیانمنوي او یا له عقیدوي اړخه ناسم دی.»
دا وايي، د کورنیو د دغه راز ذهنیتونو بدلولو په موخه اړه وه په ساعتونو له هغوی سره خبرې وکړي څو هغوی قانع کړي چې د پولیو واکسین د هغوی د ماشومانو لپاره مهم دی.
مروه وویل، د دې کار لپاره ډېرې حوصلې او په عین حال کې ژمنتیا ته اړتیا ده، خو کله چې یوه کورنۍ هم د خپلو ماشومانو واکسینولو ته قانع شي نو دا د دوی لپاره لویه لاسته راوړنه وي.
هغه په دې تړاو یوه کیسه کوي: «په یو کلي کې یوه مور وه چې د ناسمو اوازو له امله یې خپل ماشومان نه واکسینول، زه څو ځله د هغې کور ته لاړم او ډېرې خبرې مې ورسره وکړې، په پای کې هغه راضي شوه چې خپل ماشومان واکسین کړي، څو میاشتې وروسته یې راته وویل چې دا د هغې لپاره له پولیو ناروغۍ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په موخه تر ټولو ښه پرېکړه وه.»
عابده چې د مروه همکاره ده، له هغې سره اوږه په اوږه د پولیو پر وړاندې مبارزه کوي او د یوې واکسیناتورې په توګه یې ډېر ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي دي.
دا وايي: «د پولیو ناروغۍ پر وړاندې له مبارزې سره یې هغه مهال لېوالیتا پیدا شوه چې زموږ په ګاونډ کې د اېمل په نوم یو ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شو، ما ولیدل چې دغې ناروغۍ څنګه د هغه دواړې پښې فلج کړې او د ټول عمر لپاره د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شو.»
هغې زیاته کړه، له دې وروسته یې هوډ وکړ چې نور باید هیڅ ماشوم د دې ناروغۍ قرباني نه شي او دا کولای شي د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکارې په توګه د واکسین له لارې د داسې پېښو مخینوی وکړي او خپله برخه مسوولیت ادا کړي.
دې وویل: «خوشحاله یم چې تر ډېرو ماشومانو مې د پولیو واکسین رسولی او په دې توګه مې هغو له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي دي خو له بده مرغه په هغو سیمو کې چې موږ کار کوو، ځینې کورنۍ د پولیو واکسین په اړه ناسم باورونه لري او فکر کوي چې واکسین د دوی ماشومان کمزوري کوي او یا نورې روغتیايي ستونزې ورته پیدا کوي، خو زموږ دنده یوازې واکسین کول نه دي، بلکې موږ باید هغوی ته د واکسین اهمیت په ښه ډول تشریح کړو او د هغوی شکونه له منځه یوسو.»
عابده وايي، تر ټولو لویه هیله یې دا ده چې بالاخره د دې او د دې د زرګونو همکارانو هڅې رنګ راوړي او د پولیو ناروغي د تل لپاره له هېواده ورکه شي.
مروه او عابده د هغو زړورو ښځو استازیتوب کوي چې د پولیو پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي.
د دوی هڅې او ژمنتیا د دې لامل شوې چې په ډېرو سیمو کې ماشومان د پولیو له خطر څخه وژغورل شي. سره له دې چې دوی په ډېرې سختۍ کار کوي، خو لار یې روښانه ده؛ دوی هیله لري چې یوه ورځ افغانستان په بشپړه توګه له پولیو ناروغۍ څخه پاک شي او راتلونکي نسلونه له روغتیايي اړخه په یوه خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
عبدالصبور سیرت، له پولیو خلاص افغانستان