ماهجبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر

هرات، افغانستان (۲۱ لېندۍ ۱۴۰۳) – د هرات د منارونو روغتیایي مرکز په یوه نسبتاً پراخ دهلیز کې د هغو مېندو په منځ کې چې خپل ماشومان یې په غېږو کې نیولي دي، د ماهجبین حلیمي په نوم یوه واکسیناتوره – چې سپینه چپنه یې پر تن ده او تور ماسک یې اغوستی – په زغم او دقت ماشومان یو په بل پسې واکسینوي.
ماهجبین چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي، یوازې ماشومان نه واکسینوي، بلکې په دې اړه مېندو ته پوهاوی هم ورکوي.
دغې واکسیناتورې چې د قابلهګۍ عالي انسټیټوټ او ساینس پوهنځی یې لوستی، په دې وروستیو کې واده کړی او د مور کېدو په درشل کې ده.
نوموړې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰ ماشومان واکسینوي، خو له دې سره په خوا کې هڅه کوي مېندو ته د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو خطرونه او د واکسین د ارزښت په ښه توګه تشرېح کړي.
سره له دې چې د ځینو کورنیو له خوا د واکسین پر وړاندې ستونزې او مخالفتونه شته، خو ماهجبین هېڅکله له خپل رسالت څخه لاس نهدی اخیستی.
ننګونې او لاستهراوړنې
ماهجبین د کورنیو د مخالفتونو پر وړاندې د خپل ګڼو تجربو کیسې کوي. هغه بیا بیا د کورنیو له غبرګونونو او ګواښونو سره مخ شوې، خو تل یې په صبر او حوصلې هغوی ته قناعت ورکړی دی.
هغې وویل: «ځینې مېندې په پټه خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیایي مرکز ته راولي او له موږ څخه غواړي چې له واکسین وروسته د ماشومانو ګوتې په رنګ نښاني نه کړو، څو د خپلو مېړونو له تاوتریخوالي سره مخ نه شي.»
هغه د یوې مور کیسه کوي چې خپل دوه کلن ماشوم یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته راوستلی و خو د هغه له واکسینولو یې ډډه کوله: «کله مې چې پر دې مور ټینگار وکړ چې ماشوم دې باید واکسین شي، هغې له غصې ډکه چلند وکړ او ان زما د وهلو ګواښ یې وکړ. ما هغه د روغتیایي مرکز ادارې ته بوتله او د روغتیايي مرکز د مشر په مرسته مې نږدې یو ساعت پوهاوی ورکړ. په پای کې قانع شوه او خپل ماشوم یې واکسین کړ. له هغه راهیسې دا مور هره میاشت خپل ماشومان واکسین ته راولي.»
ماهجبین زیاتوي چې لسګونه نورې میندې هم وروسته له هغه چې د پولیو واکسین ګټې ورته څرګندې شوې، خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.
ماهجبین چې له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي، یوازې ماشومان نه واکسینوي، بلکې په دې اړه مېندو ته پوهاوی هم ورکوي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
د میندو تجربه: د واکسین اړتیا
ډېرې میندې د واکسین په اهمیت له پوهېدو وروسته دا د خپلو ماشومانو د روغتیا لپاره اړین بولي. د خمار عظیمي په نوم یوه مور چې شپږ ماشومان لري، خپل دوه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان یې د واکسین لپاره دغه روغتیايي مرکز ته راوستلي دي.
هغې وویل: «پخوا مې د معلوماتو نه درلودلو له امله خپل ماشومان نه واکسینول. فکر مې کاوه چې واکسین به هغوی ناروغ کړي. خو اوس چې پوهېدلې یمه، هره میاشت خپل ماشومان واکسینوم.»
خو عظیمي وایي چې لا هم د دې د کورنۍ ډېر غړي د ناسمو باورونو او وېرې له امله خپل ماشومان نه واکسینوي: «زما یوه خور د واکسین په اړه ښه نظر نه لري او خپل ماشومان یې نه دي واکسین کړي. هر ځل چې زه خپل ماشومان واکسینوم نو هغې ته هم وایم چې دا کار وکړه، خو لا تر اوسه یې قناعت نه دی کړی.»
د ډاکټرانو خبرداری: د پولیو ویروس خطرونه
د ماشومانو د ناروغیو متخصصه ډاکټر سوسن طیبي، وایي: «پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چې د خولې له لارې د ماشومانو بدن ته داخلېږي او تلپاتي فلج یا مړینه رامنځ ته کوي.
د دې خطرناکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ټول له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په پر له پسې ډول واکسین شي.»
هغه والدین د خپلو اولادونو د روغتیا مسوول بولي او ټینګار کوي چې هیڅ ماشوم باید له واکسینه پاتې نه شي: «دا د پلرونو او میندو دنده ده چې خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي، څو د فلج له ستونزې او د ژوند له تباهۍ خوندي شي.»
ماهجبین وايي، لسګونه میندې وروسته له هغه چې د پولیو واکسین ګټې ورته څرګندې شوې، اوس خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي. © له پولیو خلاص افغانستان /۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
له پولیو خلاص راتلونکي ته ژمنتیا
ماهجبین حلیمي او د هغې همکاران د هرات د منارونو په روغتیایي مرکز کې د ماشومانو او ټولنې روغتیا ته د ژمنتیا بېلګې دي.
له محدودیتونو او ستونزو سربېره د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د هغې او نورو واکسیناتورانو هڅط دوام لري، څو په هرات او افغانستان کې هېڅ ماشوم د دې ناروغۍ په سبب خپل راتلونکی له لاسه ور نه کړي.
مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان