• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې

Homepage د ساحې کیسې کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې

کېمیا عظیمی: د هیلو او ارادې روایت او پر ژوند د واکسین اغېزې

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 12, 2024
د ساحې کیسې

بدخشان، افغانستان (۲۲ لېندۍ ۱۴۰۳) – د بدخشان په فیض اباد ښار کې د مني موسم یو یخ سهار پیل شوی. د خړو وریځو له شا د لمر کمزورو وړانګو د ښار تنګې کوڅې روښانه کړي دي. د دغو کوڅو له منځه د یوه کور په کوچنۍ خونه کې د جامو ګنډلو د ماشین غږ اورېدل کېږي.

په دې خونه کې د کېمیا عظیمي په نوم یوه ۳۵ کلنه مېرمن په هوډمنه څېره او هیله من نظر د جامو په ګنډلو بوخته ده چې د ورځې تر پایه باید جوړې شي.

د جامو ګنډلو د دغه ماشین تر شا د یوې ښځې د ستونزو، هیلو او مقاومت کیسه پټه ده چې د پولیو ناروغۍ یې ژوند بدل کړی دی.

 

د یوې لویې ننګونې پیل

کېمیا په دوه کلنۍ کې – هغه مهال چې کورنۍ یې په بهارک ولسوالۍ کې اوسېدله – د پولیو په ناروغۍ اخته شوه.

هغې په ډک زړه وویل: «د هغه وخت ډېر څه مې یاد نه دي، خو مور مې وايي چې لومړی مې سخته تبه وشوه او وروسته مې چپه پښه فلج شوه. هغه وخت د بهارک په څېر په لېرې ولسوالیو کې واکسین موجود نه و او خلکو د پولیو ناروغۍ په اړه معلومات نه درلودل.»

کله چې کېمیا څلور کلنه شوه، کورنۍ یې هغه په فیض اباد کې د سره صلیب د فزیکي بیارغونې مرکز ته بوتله. هلته ډاکټرانو ورته وویل چې د هغې پښه به هیڅکله د حرکت کولو توان پیدا نه کړي. وروسته یې هغه د لا ډېرې مرستې لپاره کابل ته ولېږله او هلته یې د پښې لپاره پلاستیکي قالب جوړ شو.

کېمیا وايي: «دغې ترخې تجربې نه یوازې زما د زده کړو مخه ونیوله، بلکې زما د ژوند لوری یې هم بدل کړ. هره ورځ له ځانه پوښتم، که سالمه وای او زده‌کړې مې کړې وای، نو ښايي ژوند مې ښه وای. خو اوس مې ټول تمرکز پر دې دی چې زما ماشومان زما په څېر د پولیو ښکار نه شي.»

 

کېمیا په دوه کلنۍ کې – هغه مهال چې کورنۍ یې په بهارک ولسوالۍ کې اوسېدله – د پولیو په ناروغۍ اخته شوه. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د ژوند لپاره نوې هیلې

کېمیا له خیاطۍ سره هیڅ بلدتیا نه درلودله، خو کله چې یې د سره صلیب د بیا رغونې په مرکز کې د شاګردې په توګه کار پیل کړ، له دغه کار سره یې لېوالتیا ډېره شوه.

هغه وايي: «کله مې چې ولیدل ښځې دلته خیاطي کوي، نو پرېکړه مې وکړه چې زه هم دا کار زده کړم. په لومړیو کې سخت و، خو له دوه کاله زحمت او تمرین وروسته مې دا کسب زده کړ.»

اوس کېمیا په همدغه مرکز کې د خیاطۍ ښوونکې ده. هغه په ویاړ وايي: «دغه کار پر ځان باور او مالي خپلواکي راکړه، اوس کولای د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره هڅه وکړم.»

 

کورنی ژوند: د ښه راتلونکي لپاره هڅې

کېمیا د ۲۵ کالو په عمر واده وکړ او اوس د دریو ماشومانو مور ده: ۸ کلن عمران، ۷ کلنه زحل، او ۳ کلنه یسرا. هغه په خوشحالۍ وايي: «زه ټوله هڅه کوم چې زما ماشومان روغ وي او ښه راتلونکی ولري. درې واړه په منظم ډول واکسینوم او باور لرم چې واکسین د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو د مخنیوي یوازینۍ لار ده.»

د هغې مېړه بېګ محمد چې د خلکو بارونه او مالونه لېږدوي، کم عاید لري خو کېمیا د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ مالي لاسنیوی کوي.

هغې وویل: «له ټولو ستونزو سربېره د خدای ج شکر ادا کوم چې کولای شم د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړم، هیله لرم چې یوه ورځ زموږ حالت ښه شي.»

کېمیا په هیله‌من انداز وویل: «زما هیله داده چې هیڅ ماشوم زما په څېر د ژوند له نعمتونو بې برخې نه شي. زه غواړم چې زما اولادونه زده کړې وکړي، بریالي شي، او ښه ژوند ولري. که څه هم ما خپله د زده کړې فرصت له لاسه ورکړی، خو د دوی لپاره روښانه راتلونکی غواړم.»

هغه د واکسین پر اهمیت ټینګار کوي او وایي: «زه له ټولو والدینو غواړم چې هیڅکله د واکسیناسیون فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ مهرباني وکړئ خپل ماشومان واکسین کړئ او هغوی ته د سالم ژوند چانس ورکړئ.»

 

کېمیا په خوشحالۍ وايي: «زه ټوله هڅه کوم چې زما ماشومان روغ وي او ښه راتلونکی ولري. درې واړه په منظم ډول واکسینوم او باور لرم چې واکسین د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو د مخنیوي یوازینۍ لار ده.» © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د مور روایت: ارمانونه او هیلې

د کېمیا مور شاه‌ګل د خپلې لور د ناروغۍ سختې ورځې داسې بیانوي: «کېیما په دوه کلنۍ کې ناروغه شوه. لومړی یې تبه لرله او وروسته یې پښه بې حرکته شوه. هغه وخت مو فکر کاوه چې یوه عادي ناروغي به وي، خو ډاکترانو راته وویل چې دا پولیو ده. که هغه وخت موږ دا واکسین کړې وای نو ښايي دا پېښه نه وای شوې.»

هغې زیاته کړه: «هغه وخت واکسین ته لاسرسی نه کېده او خلکو د پولیو ناروغۍ په اړه معلومات نه درلودل، خو اوس شکر دی هر ځای د واکسین اسانتیا شته، موږ باید له دې فرصته ګټه واخلو. له ټولو مېندو غواړم چې د خپلو ماشومانو واکسین ته پام وکړي.»

 

ډاکټر فریده: واکسین د پولیو د مخنیوي کیلي

ډاکټر فریده، چې په فیض‌آباد کې فعالیت کوي، وايي: «پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې د واکسین په وسیله یې په اسانۍ مخنیوی کېدای شي. خو که کوم ماشوم ورباندې اخته شي نو اغېزې یې د ژوند تر پاتې کېږي.»

هغې زیاته کړه: «له بده مرغه، په تېرو وختونو کې د معلوماتو د نشتوالي او واکسین ته د نه لاسرسي له امله ډېر ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي؛ خو اوس باید والدین له فرصت څخه په استفاده خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.»

 

پایله

د کېمیا عظیمي کیسه د وګړو پر ژوند د پولیو ناروغۍ د ژورو اغېزو ښکارندويي کوي، سره له دې چې هغې د خپلې قوي ارادې او سخت کار په مټ توانېدلې د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپل ژوند روان وساتي.

د کېمیا، د هغې د مور او ډاکټر فریدې پیغام روښانه دی: «هېڅ ماشوم باید د واکسین له تطبیق څخه بې برخې پاتې نه شي، ځکه هر تطبیق شوی واکسین د یوې روغې او له پولیو څخه د پاکې ټولنې پر لور یو ګام دی.

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
ماه‌جبین حلیمي: له ننګونو تر بدلون، له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورلو سفر
بله موضوع
د پولیو واکسین په وړاندې د انکار له منځه وړلو لپاره د جاوید رووفي هڅې

اړوند مطالب

یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – د خوږیاڼو ولسوالۍ د...

فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!

«زه نه‌غواړم یو ماشوم هم هغه درد تجربه کړي، چې...

وروستي پوسټ

  • یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
  • په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
  • فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
  • د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
  • عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 31, May
یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه
دوشنبه, 26, May
په روان کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو
سه شنبه, 20, May
فلج پښې، ویښ ذهن؛ د نیازمحمد خبرداری!
پنجشنبه, 15, May
د بدلون استازی: فرمان‌الله د ماشومانو د روغتیا په لومړۍ کرښه کې
شنبه, 10, May
عبدالرحیم؛ په پکتیکا کې له پولیو سره د مبارزې یو ژمن رضاکار
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

Welcome back,