د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر

هرات، افغانستان (۲۳ تله ۱۴۰۳) – د هرات حوزوي روغتون د واکسیناسیون په څانګه کې په یوه عادي ورځ د ماشومانو د ژړا او خندا غږونه اورېدل کېږي. یو نسبتاً لوی تالار چې دریو خواو ته یې پر اېښودل شوو څوکیو میندې له خپلو ماشومانو ناستې دي، هغه ځای دی، چې هره ورځ د سهار له ۸ د ماسپښین تر ۲ بجو پورې له پنځو کلونو څخه د کم عمر تر ۱۰۰ د ډېرو ماشومانو د راتګ شاهد وي.
دا څانګه د پولیو ویروس په وړاندې د مبارزې زړه ګڼل کېږي او هر واکسین چې دلته ماشوم ته تطبیقېږي، له دایمي فلج څخه د هغه د ژغورنې په لور یو ګام دی.
د خماري خیري په نوم ۲۷ کلنه واکسیناتوره، په صبر او دقت هر ماشوم واکسینوي. هغه په موسکا سره وايي: “موږ هره ورځ له سلو ډېرو ماشومانو ته واکسین ورکوو، خو دا یوازې یو واکسین نه دی؛ بلکې دا کړنه د ماشومانو ژوند له خطره ژغوري.”
خماري د دې څانګې له درېیو زیارکښو واکسیناتورانو څخه یوه ده چې په دوامداره توګه له کورنیو سره په اړیکه کې وي او پر واکسین سربېره، مېندو ته د واکسینونو اهمیت هم ورښيي.
د خماري ترڅنګ بله واکسیناتوره ۲۴ کلنه مژګان عزېزي هم له میندو او ماشومانو سره مرسته کوي. هغه میندو د پولیو واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي ورکولو اغېزو ته اشاره کوي: “ډېرې میندې چې خپل ماشومان دلته د واکسین لپاره راولي، ښاری او لوستې دي چې د پولیو واکسین د ګټو او د ویروس د خطرونو په اړه کافي معلومات لري.”
عزیزي باور لري چې دا پوهاوی کولای شي په ښځو کې د زده کړې او اغېزمنتیا زنځیر جوړ کړي.
هغه زیاتوي: “دغه مېندې په خپل ګاونډ کې نورو ښځو ته هم پوهاوی ورکوي چې واکسین کول څومره اړین دي، دا اقدام په بېلابېلو سیمو کې د واکسین پوښښ زیاتولو کې مرسته کړې ده.”
د هرات حوزوي روغتون؛ له پولیو څخه د ماشومانو د ژغورنې سنګر © له پولیو څخه خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ مرضیه فروتن
ډاکټر عبدالسمیع رووف، د هرات حوزوي روغتون د واکسیناسیون څانګې مسوول، د دغه روغتون د ښځینه واکسیناتورانو هڅې ستايي او وايي چې دوی له پولیو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او توانېدلې دي چې زرګونه ماشومان له تلپاتې فلج څخه وژغوري.
هغه وايي: “د واکسیناسیون څانګه د هرات د حوزوي روغتون له فعالو څانګو څخه ده، واکسیناتوران هره ورځ په دې څانګه کې په صبر او حوصلې سره ماشومان واکسینوي او هڅه کوي هېڅ ماشوم له دې پروسې پاتې نه شي.”
د ډاکټر رووف په وینا، په دې څانګه په کافی اندازه د پولیو واکسین شتون لري او د ماشومانو د واکسینولو په برخه کې هېڅ خنډ یا محدودیت نشته.
د یوې مور کیسه؛ واکسین یعنې یو قوي ډال
۳۲ کلنه ضیاګل د یوه ماشوم مور ده چې په منظمه توګه دغه روغتون ته د واکسین لپاره مراجعه کوي. هغې چې خپل درې کلن زوی یې تر لاس نیولی و، په موسکا سره وايي: “له هغه ورځې راهیسې چې زوی مې زېږېدلی، زه تل هغه دلته واکسین کولو ته راولم. واکسینونو زما زوی روغ ساتلی او ناروغ شوی نه دی.”
ضیاګل همداراز زیاتوي: “زوی مې ټول اړین واکسینونه ترلاسه کړي دي. د پولیو واکسین ترڅنګ څو نور واکسینونه هم ورکړل شوي او همدغو واکسینونو هغه له ناروغیو خوندي کړی دی.”
د هغې لپاره واکسین کول یوازې مورنۍ دنده نه ده، بلکې د یوه کلک محافظتي دېوال په څېر دی چې د هغې زوی له ناروغیو څخه ساتي.
هغه په ډاډ سره وايي: “ټولې مېندې باید زما په څېر خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي څو هغوی هم له ناروغیو په امن کې پاتې شي.”
د پولیو ویروس په وړاندې د ماشومانو واکسینول نه یوازې د هغوی د فردي روغتیا لپاره مهم دی، بلکې د ټولنې د روغتیا لپاره هم خورا ارزښت لري. حتی یو کوچنی غفلت کولای شي د ډېرو ماشومانو ژوند په خطر کې واچوي.
د هرات حوزوي روغتون د پولیو واکسین څانګه هره ورځ د پولیو ویروس پر وړاندې یو قوي مورچل دی، په دې هیله چې هېڅ ماشوم په دې ناروغۍ اخته نه شي او ټول ماشومان له یوې سالمې او له فلج پرته ژوند څخه برخمن شي.
مرضیه فروتن، له پولیو خلاص افغانستان