• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون

Homepage د ساحې کیسې له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون

له وېرې تر باور؛ د پولیو واکسین په اړه د عبدالله د فکر بدلون

PolioFreeAfghanistan
اکتوبر 4, 2024
د ساحې کیسې

کابل، افغانستان (۱۳ تله ۱۴۰۳) – د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د مموزو کلي اوسېدونکی عبدالله له هغو کسانو دی چې د اوازو او ناسمو معلوماتو پر بنسټ یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکاوه خو اوس د پولیو واکسین کمپاین د مبلغینو/ سوشل موبلایزرانو د هڅو په پایله کې د واکسین په ارزښت پوهېدلی او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

هغه چې درې ماشومان لري وايي، له ډېره وخته یې په کلي کې د پولیو واکسین په اړه بېلابېلې اوازې اورېدې، ځینو ویل چې د پولیو واکسین د ماشومانو د نسل کمزوري کولو لپاره جوړ شوی او ځینو بیا ویل چې د پولیو واکسین ماشومان ناروغ کوي.

د ده په خبره، دغه ډول اوازو یوازې دی نه بلکې د کورنۍ ټول غړي وېرولي وو او فکر یې کاوه چې که ماشومانو ته د پولیو واکسن ورکړي نو ښايي روغتیا یې زیانمنه شي.

عبدالله وویل: «هر وخت چې به د پولیو واکسین کمپاین کارکوونکي کلي ته راغلل نو د هغوی خبرو ته مو غږ نه نیوه، ماشومان مو ورڅخه پټول، ځکه هغوی ته مو د شک په سترګه کتل.»

خو نوموړی یادونه کوي چې د وخت په تېرېدو او په ځانګړي ډول هغه مهال چې د دوی په کلي کې یو ماشوم د پولیو په ناروغي اخته شو، د ده نظر په بشپړ ډول بدل شو.

دی وايي: «زموږ د ګاونډي ماشوم د پولیو په ناروغۍ اخته شو چې له امله یې د هغه دواړې پښې فلج شوې، که څه هم دا کورنۍ ډېره بېوزله وه خو بیا یې هم د خپل ماشوم د درملنې ډېره هڅه وکړه خو و نه توانېدل.»

 

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوند د مموزو کلي اوسېدونکی عبدالله له هغو کسانو دی چې د اوازو او ناسمو معلوماتو پر بنسټ یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین نه ورکاوه خو اوس د پولیو واکسین کمپاین د مبلغینو/ سوشل موبلایزرانو د هڅو په پایله کې د واکسین په ارزښت پوهېدلی او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

د هغه په وینا، دا پېښه د ده لپاره د خطر له زنګ کمه نه وه: «په اصل کې دا زما او زما د کورنۍ لپاره لوی درس و، موږ ولیدل چې د پولیو واکسین په اړه خپرې شوې ګنګوسې او اوازې بې بنسټه دي.»

عبدالله په دغه لړ کې د پولیو واکسین کمپاین د یوه ټولنیز مبلغ یادونه هم کوي چې د ده نظر یې بدل کړ.

د ده په خبره، دغه کس شاه محمود نومېده چې له مودو راهیسې د ده په ګډون له ګڼو خلکو سره په اړیکه کې و او تل یې دوی ته د پولیو واکسین ګټې او د پولیو ناروغۍ زیانونه بیانول.

نوموړي وویل: «یاد شوي مبلغ ما ته وویل چې د پولیو واکسین د ماشومانو د بدن معافیت لوړوي، که ماشوم ته په ټاکلي وخت واکسین ورکړل شي، نو د پولیو ناروغۍ احتمال صفر ته رسېږي، دغه راز که هر ماشوم واکسین شي، نه یوازې هغه خوندي کېږي، بلکې نور ماشومان هم له دې ناروغۍ څخه خوندي پاتې کېږي، ځکه واکسین په ټولنه کې د ویروس د خپرېدو مخنیوی کوي او تر ټولو مهمه دا چې واکسین د پولیو له امله د فلج او تلپاتي معلولیت خطر له منځه وړي، پولیو ناروغي هیڅ درملنه نه لري خو واکسین یې وړیا دی او د ماشوم راتلونکی خوندي کوي.»

عبدالله وايي، دا هغه څه و چې دی یې د پولیو واکسین په ارزښت وپوهاوه، په همدې بنسټ یې پرېکړه وکړه چې نور به د خپلو ماشومانو د روغتیا په تړاو بې غوري نه کوي او په منظم ډول به یې واکسینوي.

 

د عبدالله کیسه د هغو کورنیو لپاره مهم درس دی چې لا هم د واکسین په اړه شک او تردید کې دي؛ د پولیو په څېر خطرناکې ناروغۍ نه یوازې د یو ماشوم ژوند اغېزمنوي، بلکې ټولې کورنۍ او ټولنې ته اوږدمهاله زیانونه اړوي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ هوسۍ احمدزۍ

 

هغه زیاته کړه: «اوس چې د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران کلي ته راځي نو په خوشحالۍ یې هرکلی کوي او خپل ماشومان ورته حاضروي چې واکسین یې کړي.»

نوموړی اعتراف کوي چې د اوازو او ناسمو معلوماتو ښکار شوی و او پر نورو والدینو هم غږ کوي چې د پولیو پر واکسین باور ولري او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي.

شاه محمود، چې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د ټولنیز مبلغ په توګه کار کوي، عبدالله ته د قناعت ورکولو په تړاو وویل: «ما عبدالله ته د پولیو واکسین ګټې او د دې ناروغۍ زیانونه تشریح کړل، ما هغه ته وویل چې پولیو یوه داسې ناروغي ده که ماشوم ورباندې اخته شي نو د تل لپاره فلج کېږي او بیا یې هیڅ درملنه نه کېږي، دا ناروغي په اسانۍ سره له یوه ماشوم څخه بل ته انتقالېږي، او که ماشوم واکسین نه شي نو د ټولې کورنۍ او ټولنې لپاره خطر دی.»

دغو حقایقو او د ګاونډي د ماشوم هغې پېښې چې د پولیو له امله فلج شوی و، بالاخره عبدالله قانع کړ چې خپل ماشومان واکسین کړي.

نوموړی پر کورنیو غږ کوی چې یوازې پر حقایقو او واقعیتونو باور ولري او خپل ماشومان په منظم ډول واکسین کړي څو د پولیو ناروغۍ دا ناورین د تل لپاره له هېواده ورک شي.

د عبدالله کیسه د هغو کورنیو لپاره مهم درس دی چې لا هم د واکسین په اړه شک او تردید کې دي؛ د پولیو په څېر خطرناکې ناروغۍ نه یوازې د یو ماشوم ژوند اغېزمنوي، بلکې ټولې کورنۍ او ټولنې ته اوږدمهاله زیانونه اړوي.

 

هوسۍ احمدزۍ، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
له پولیو سره په مبارزه کې د فرخنده جلیل‌زاده د یوې لسیزې هڅې
بله موضوع
د پولیو مخنیوی؛ په ګذره ولسوالۍ کې د واکسيناتورانو نه ستړي کېدونکې هلې ځلې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,