فاطمه: هغه پیاوړې ښځه چې د پولیو اغیزې یې په ځواک بدلې کړې
رحمت الله مرجانخېل
غزني، افغانستان (۳ وږی ۱۴۰۳) – د غزني ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې شاوخوا پنځه ویشت کلنه فاطمه په پنځه کلنۍ کې د پولیو/ ګوزڼ په ناعلاجه ناروغي اخته شوې چې د هغې دواړې پښې یې فلج کړې او د ژوند په ډېرو برخو کې یې د نورو لاسنیوي ته اړه کړې ده.
نوموړې په خپل نیمګړي بدن ښوونځي ته مخه کوي او د ټینګ هوډ په لرلو له دوولسم ټولګي فارغه کېږي، وروسته د غزني پوهنتون ته لار پیدا کوي او د خپلې کورنۍ په ملاتړ دا څلور کلنه دوره هم پای ته رسوي او په دري ادبیاتو کې د لیسانس سند تر لاسه کوي.
پولیو ځپلې فاطمه اوسمهال په غزني ښار کې د نابینایانو او ګونګیانو په لیسه کې د ښوونکې په توګه دنده پر مخ بیایي، هغه هره ورځ ماسپښین یوه بجه په خپل نیمګړي وجود د معلولو ماشومانو لیسې ته په کرایي موټر کې راځي.
د ګونګیانو او نابینایانو تخینکي لیسه له کلونو راهسې په غزني کې فعالیت لري چې ډېر ښوونکي یې معلولین دي. فاطمه له هغو ښځینه استادانو څخه یوه ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې لیسه کې د حق الزحمې په بدل کې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي.
هغه چې د لیسې مخې ته د خپلو لکړو په مرسته له موټر څخه د راکښته کېدو په حال کې وه، وویل: «په افغاني ټولنه کې چې یو وار ښځه یې او بیا معلوله یې نو ژوند ډېر سخت وي.»
پولیو ځپلې فاطمه اوسمهال په غزني ښار کې د نابینایانو او ګونګیانو په لیسه کې د ښوونکې په توګه دنده پر مخ بیایي، هغه هره ورځ ماسپښین یوه بجه په خپل نیمګړي وجود د معلولو ماشومانو لیسې ته په کرایي موټر کې راځي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
فاطمې په غریو نیولي غږ د خپل تریخ ژوند ځينې برخې داسې وسپړلې: «زه د پنځو کلونو وم چې د پولیو په ناروغي اخته شوم او زما دواړې پښې فلج کړې، ځکه پلار او مور مې د پولیو ضد واکسین نه و راکړی، دا چې معلوله وم د ژوند ډېرې لوړې او ژورې مې وزغملې، خو اوس خپل راتلونکي ته ځکه اندېښنه نه لرم چې یو څه پر ځای بسیا یم، زده کړې مې کړې او یو څه کولای شم.»
دا وایي، ښوونځی یې په ډېرو ستونزو ولوست، تګ او راتګ ورته سخت و، د ټولنې ځینې هغه خبرې چې د یوه معلول د ځورېدو لامل کېږي، نه اورېدلي او نه لیدلي یې پر ځان تېر کړل، پوهنتون ته چې بریالۍ شوه، هلته د معلول پر وړاندې د خلکو درک څه نا څه ښه و خو بیا هم ستونزې وې.
دا زیاتوي: «څوک چې معلول وي، معلومه خبره ده چې له ستونزو سره به لاس او ګرېوان وي، زه چې دې ځای ته رسېدلې یم د خلکو خبرې مې پر ځان وړې خو خپل همت مې له لاسه نه دی ورکړی، دا زما د بې پایه هڅو پایله ده.»
فاطمه له خپلې کورنۍ او ملګرو مننه کوي چې له معلولیت سربېره یې د تعلیم او تحصبل په برخه کې یې ورسره زیاتې مرستې کړې او د هغوی په ملاتړ تر دې ځایه رسېدلې ده.
دا وایي، کله چې له پوهنتون څخه فارغه شوه نو هیله یې لرله چې د ټولنې معلول قشر ته خدمت وکړي چې له ښه مرغه نن یې ثمره ویني.
فاطمې په غریو نیولي غږ د خپل تریخ ژوند ځينې برخې داسې وسپړلې: «زه د پنځو کلونو وم چې د پولیو په ناروغي اخته شوم او زما دواړې پښې فلج کړې، ځکه پلار او مور مې د پولیو ضد واکسین نه و راکړی، دا چې معلوله وم د ژوند ډېرې لوړې او ژورې مې وزغملې، خو اوس خپل راتلونکي ته ځکه اندېښنه نه لرم چې یو څه پر ځای بسیا یم، زده کړې مې کړې او یو څه کولای شم.» © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
فاطمې وویل: «معلومات مې وکړل چې د معلولینو لپاره ځانګړې لیسه شته او هلته ښوونکې ته اړتیا ده، ما له مخکې له اشاروي ژبې او بریل لیک سره اشنایي لرله، کله چې دې لیسې ته راغلم، د مدیر په همکارۍ د حق الزحمې په بدل کې د ښوونکې په توګه وګومارل شوم، خوشحاله یم چې معلولینو ته خدمت جوګه یم او دوی مې هم له کړنو راضي دي.»
دا وایي، ډېر مهال خپل حالت ته په کتو وخت خپلو دوستانو او خپلوانو ته توصیه کوي چې د ماشومانو د واکسین په برخه کې بي غوري و نه کړي، که ماشومان له واکسین څخه پاته کېږي او ګوزڼ یې ځپي نو مسوولیت یې د کورنۍ پر غاړه دی.
استاد صدیق رحمانیار چې د غزني د ګونګیانو او نابینایانو د یادې لیسې امر دی وايي، فاطمه که څه هم د پولیو ناروغۍ په سبب معلوله ده، په دري ادبیاتو کې یې لسانس اخیستی، هغه نه یوازې په اشاروي ژبه کې پوره مهارت لري بلکې زده کوونکو ته د بریل لیک په وسیله تدریس کولای شي، چې اداره یې د همت او کار ستاینه کوي.
هغه زیاتوي: «دا سمه ده چې فاطمه معلوله ده خو په هیڅ توګه له روغو انسانانو څخه پاتې نه ده، هغه د زده کړو له مخې زموږ د لیسې په ښوونکو کې یوازینۍ ښوونکې ده چې لوړې زده کړې لري.»
رحمانیار د فاطمې حالت ته په اشاره پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او سالم راتلونکي په برخه کې بې غوري و نه کړي، بلکې هغوی په منظم ډول واکسین کړي څو له پولیو ناعلاجه ناروغۍ څخه خوندي شي.
فاطمه له خپلې کورنۍ او ملګرو مننه کوي چې له معلولیت سربېره یې د تعلیم او تحصبل په برخه کې یې ورسره زیاتې مرستې کړې او د هغوی په ملاتړ تر دې ځایه رسېدلې ده. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل
روغتیاپالان هم ټینګار کوي چې د کورنیو مشران باید خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین په ګډون د ماشومتوب دورې ټول واکسینونه تطبیق کړي څو له پولیو او نورو ناروغیو څخه وساتل شي.
د غزني ډاکټر حسن خیرخواه وایي: «کله چې د پولیو واکسین کمپاین رضاکاران د خلکو تر کورونو ورځي، د کورنیو مشرانو ته په کار ده خپل ماشومان واکسین کړي او له حتمي معلولیت څخه یې وژغوري.»
لوړ همت او ټینګ هوډ هغه څه دي چې انسان تر بریالیتوب رسوي، فاطمه هم یو له هغو ده چې د پولیو ناروغۍ له امله د ور پېښ معلولیت په سبب یې په ژوند کې یې همت له لاسه نه دی ورکړی او نن د نورو معلولینو لپاره د خدمت جوګه شوې ده.