• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه

د پولیو په له منځه وړلو کې د ولسي مشرانو رول؛ له اوازو سره مبارزه او واکسین ته هڅونه

PolioFreeAfghanistan
سپتمبر 21, 2024
د ساحې کیسې

رقیبه حمیدي

بدخشان، افغانستان (۳۱ وږی ۱۴۰۳) – د افغانستان په سیمه‌ییزو ټولنو، په ځانګړې توګه په لرې سیمو کې د خلکو په تصمیمونو او چلندونو کې د مشرانو، سپین ږیرو او مخورو رول خورا مهم دی. دوی د هغه باور او او نژدې اړیکو له لارې چې په ټولنه کې یې لري، پولیو واکسین ته د خلکو په هڅونه او ملاتړ کې بنسټیز رول لوبوي.

جمعه خان، د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار یو سیمه‌ییز مشر، څرګندوي: «د سیمه‌ییز مشر په توګه دا زما دنده ده چې خلکو ته ډاډ ورکړم چې د پولیو واکسین مؤثر او ګټور دی، کله چې خلک ویني زه خپل ماشومان واکسینوم، هغوی هم هڅېږي چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

هغه باور لري چې سیمه‌ییز مشران له خپل ټولنیز موقف څخه په استفادې کولای شي ناسم باورونه سم کړي او خلک ډاډه کړي چې د پولیو واکسین خوندي او ضروري دی.

هغه له اوازو او شایعاتو سره د مبارزې په اړه وايي: «کله کله خلک د واکسین په تړاو د ناباورۍ او اوازو ښکار کېږي، موږ په جوماتونو کې د غونډو جوړولو، له کورنیو سره د انفرادي لیدنو او په کمپاینونو کې د ګډون له لارې د خلکو ناباورۍ لرې کوو او د هغوی ذهنیتونه جوړوو.»

د جمعه خان په باور، په کمپاینونو کې د مشرانو شتون د واکسیناسیون په اړه د خلکو باور ډېروي او د انکاریانو په کمولو کې مرسته کوي.

 

په کمپاینونو کې له واکسیناتورانو څخه ملاتړ

د بدخشان د باغ شاه شیمې یوه واکسیناتوره صحرا صبا، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سیمه‌ییزو مشرانو د ګډون او همکارۍ اهمیت بیانوي: «سیمه‌ییز مشران زموږ د کار او هڅو په اغېزناکتوب کې خورا مهم رول لري، کله چې دوی له موږ سره همکار وي نو خلک په پراخه توګه د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي او په دې توګه کمپاینونه بریالي کېږي.»

هغې زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې خلک د شایعاتو له امله د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي، سیمه ییز مشران هغوی ته د قناعت په ورکولو او د واکسیناسیون پوښښ په پراخولو کې ډېره مرسته کوي.

سکینه د همدغه ولایت د چشمه‌ی بید سیمې یوه واکسیناتوره هم د سیمه‌ییزو مشرانو ملاتړ مهم ګڼي او وايي: «په لرې سیمو کې د نورو ستونزو تر څنګ د واکسین په اړه د خلکو ناسم باورونه لویه ننګونه ده، خو د سیمه ییزو مشرانو په ملاتړ موږ توانېدلي یوو چې دغه راز ستونزې حل کړو او تر ماشومانو واکسین ورسوو.»

 

د بدخشان د باغ شاه شیمې یوه واکسیناتوره صحرا صبا، د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د سیمه‌ییزو مشرانو د ګډون او همکارۍ اهمیت بیانوي: «سیمه‌ییز مشران زموږ د کار او هڅو په اغېزناکتوب کې خورا مهم رول لري، کله چې دوی له موږ سره همکار وي نو خلک په پراخه توګه د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرېږي او په دې توګه کمپاینونه بریالي کېږي.»© له پولیو خلاص افغانستان/۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

پر کورنیو اغېز

د یفتل سیمې اوسېدونکی او د څو ماشومانو پلار قیام‌الدین په پیل کې پر پولیو واکسین شکمن و خو وايي، وروسته یې ذهنیت بدل شو.

هغه وايي: «د پولیو واکسین په اړه خپرو شوو شایعاتو زه په شک او تردید کې اچولی وم، مګر کله چې مشرانو موږ ته په دې اړه کره معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د پولیو واکسین خوندي او ګټور دی نو ما هم پرېکړه وکړه چې خپل ماشومان واکسین کړم.»

هغه ومنله چې د ماشومانو واکسینولو په تړاو د ده په پرېکړه کې د سیمه‌ییزو مشرانو سپارښتنو او ډاډ مهم رول درلود.

د شورابک سیمې اوسېدونکې او د څو ماشومانو مور ضیاگل وايي: «په پیل کې مې داسې اوازې اورېدلې وې چې ګواکې د پولیو واکسین خطرناک دی، مګر کله چې مې ولیدل سیمه‌ییز مشران خپل ماشومان واکسینوي، نو ډاډه شومه چې دا وازې ناسمې دي، په همدې اساس اوس په منظم ډول خپل ماشومان واکسینوم.»

 

پایله

په افغاني ټولنه کې، د پولیو پر وړاندې په مبازره کې د سیمه ییزو مشرانو رول خورا مهم دی.

دوی د عامه باور په رامنځته کولو، په لرې سیمو کې د واکسین پوښښ په پراخولو او د ناسمو اوازو په مخنیوي کې د پام وړ اغېز لري.

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین په تطبیق کې د خلکو همکاري ډېره شوې ده
بله موضوع
د یونیسف د ۷ ټنه درملو مرسته؛ زابل کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره ستر ګام

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,