هم واکسیناتور او هم د پوهاوي خپروونکی؛ محمد زمان ګڼ انکاري پلرونه قانع کړي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي
هوسۍ احمدزۍ
کابل، افغانستان (۲۸ سلواغه ۱۴۰۲) – په پنجشیر کې د محمد زمان په نوم یو واکسیناتور د ماشومانو واکسینولو تر څنګ د عامه پوهاوي چاره هم تر سره کوي او لسګونه هغه انکاري پلرونه یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولي چې د پولیو/ ګوزڼ واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو.
پنجشیر د افغانستان له مرکزي غرنیو ولایتونو دی چې د پلازمېنې کابل په شمال ختیځ کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې پروت دی.
۲۳ کلن محمد زمان د همدغه ولایت د رخې ولسوالۍ د چمال ورده کلي اوسېدونکی دی او له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو/ ګوزڼ واکسین د رضاکار په توګه دنده ترسره کوي.
په پنجشیر کې د محمد زمان په نوم یو واکسیناتور د ماشومانو واکسینولو تر څنګ د عامه پوهاوي چاره هم تر سره کوي او لسګونه هغه انکاري پلرونه یې د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولي چې د پولیو/ ګوزڼ واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وو © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ هوسۍ احمدزۍ
«د پولیو/ ګوزڼ واکسین تطبیقول خپله ملي او ایماني دنده بولم»
محمد زمان وايي، شاوخوا درې کاله مخکې چې یې خپلې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې، نو د خپلو څو تنو ملګرو په ملتیا یې په خپله سیمه کې د پولیو/ ګوزڼ واکسین د تطبیقولو هوډ وکړ.
د ده په خبره، د پولیو په پروګرام کې له کار کولو څخه یې موخه د پولیو ناروغۍ مخنیوی دی، ځکه دا ناروغي ډېره خطرناکه ده، درملنه نه لري او یوازې د واکسین په وسیله یې مخنیوي کېدای شي.
نوموړي وویل: «په یو ښه احساس خپله دا دنده تر سره کوم، له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب خپله ملي او ایماني دنده بولم، د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د ورځې په خپلو اړوندو سیمو کې له ۱۰۰ ډېر ماشومان واکسینوم او هڅه کوم یو ماشوم هم له واکسین پاتې نه شي.»
محمد زمان وايي، د کار پر مهال د خلکو له ډول ډول چلندونو سره مخ کېږي، ځینې په خوښۍ حاضرېږي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي خو ځینې بیا د خپلو ماشومانو له واکسینولو انکار کوي.
دی زیاتوي، د خپل احساس له مخې یې یوازې پر دې بسنه نه ده کړې چې یوازې تر ماشومانو واکسین ورسوي، بلکې د هغو وګړو د ذهنونو روښانه کولو هڅې هم کوي چې د پولیو واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوي وي او ماشومان نه واکسینوي.
هغه په دې لړ کې د خپلې سیمې د ګڼو انکاري وګړو له منځه د رخې ولسوالۍ د پیاوش کلي د اوسېدونکي فیاض رحیمي نوم یاد کړ چې ده په زیار حاضر شوی خپل ماشومان واکسین کړي.
نوموړی وايي: «۴۵ کلن فیاض رحیمي د څلورو ماشومانو پلار دی چې د پولیو واکسین په اړه یې ناسم معلومات اورېدلي وو او له همدې امله یې نه غوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.»
د ده په خبره، په ورځو ورځو یې له نوموړي سره د پولیو واکسین پر ارزښت بحث وکړ او په پایله کې یې هغه دې ته چمتو کړ چې که خدای مه کړه د پولیو ویروس یې د ماشومانو ژوند اخلي او یا هغوی په دایمي توګه معلول کوي، نو ښه ده چې د واکسین په وسیله یې مخکې له مخکې وقایه کړي.
۴۵ کلن فیاض رحیمي له خپلو ماشومانو سره © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ هوسۍ احمدزۍ
«د پولیو واکسین رضاکار محمد زمان مې ذهن بدل کړ او د واکسین په ګټو یې وپوهولم»
په خپله فیاض رحیمي وايي چې د پولیو واکسین په اړه یې له یوه او بل اورېدلي وو چې ګواکې دغه واکسین د ماشومانو خویونه خرابوي او یا هم ښايي په راتلونکي کې شنډ شي او د اولاد زېږولو توان له لاسه ورکړي.
خو د ده په وینا، کله چې واکسیناتور محمد زمان په ورځو ورځو له ده سره بحث او استدلال وکړ او ده ته یې د پولیو واکسین په اړه د پوهانو او دیني عالمانو نظریات وړاندې کړل نو پوه شو چې دی په دې اړه د ناسمو معلوماتو ښکار شوی و.
نوموړي وویل: «له هغه وروسته نه یوازې خپل ماشومان په وخت واکسینوي، بلکې نور خلک هم هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي څو له دې خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.»
هغه پر والدینو ږغ کوي چې که غفلت وکړي او خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ور نه کړي نو د دغې ناروغۍ ویروس به یا ژوند ورڅخه واخلي او یا به د ټول عمر لپاره معلول شي چې بیا به هم د کورنۍ او هم د ټولنې د اوږو بار وي.
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر رحیم داد فیضي © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۲/ هوسۍ احمدزۍ
«له ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ لار د هغوی واکسینول دي»
د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر ډاکټر رحیم داد فیضي د فیاض رحیمي په نوم د هغه پلار ستاینه کوي چې د محمد زمان په نوم د یوه واکسیناتور د هڅو په پایله کې حاضر شوی څو خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کړي.
نوموړی وايي، پولیو خطرناکه ساري ناروغي ده چې تر ډېره له پنځو کلونو د کم عمر ماشومان ورباندې اخته کېږي.
«ویروس د ناپاکو اوبو او خوړو په وسیله د خولې له لارې بدن ته داخلېږي؛ وروسته په کولمو کې ځای نیسي، تکثر کوي او د وینې جریان ته داخلېږي، بیا په مرکزي عصبي سیسټم برید کوي او د نخاع حجرې زیانمنوي چې په پایله کې عصبي حجرې ویجاړوي او د ماشوم د اندامونو د ګوزڼ لامل کېږي.»
ده وویل، یوازینۍ لار چې کورنۍ کولای شي خپل ماشومان له دغې خطرناکې ناروغۍ وژغوري، د پولیو واکسین تطبیقول دي.
دی وايي، دا چې دغه خطرناکه ناروغي د نړۍ په هیڅ ځای کې درملنه نه لري نو ځکه پر وکاسین ډېر تمرکز کېږي.