• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ

Homepage د ساحې کیسې عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ

عبدالله؛ په ارغنداب کې د ماشومانو د روغتیا لپاره د مبارزې مخکښ

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 7, 2024
د ساحې کیسې

کندهار، افغانستان (۱۷ لړم ۱۴۰۳) – په کندهار کې د شنو باغونو په لمنه کې پروت ارغنداب د طبیعت د ښکلا او خلکو د مینې سمبول دی. په دې ښکلي سیمه کې د عبدالله په نوم یو ځوان هر سهار له لمر څرک سره په دې هیله له کوره را وځي څو ماشومانو ته واکسین ورسوي او هغوی له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي.

هغه د پولیو واکسین کمپاینونو د یوه رضاکار په توګه خپل ژوند دغه خدمت ته ځانګړی کړی دی.

عبدالله ۳۵ کلن دی، په همدې سیمه کې زېږېدلی او همدلته لوی شوی دی. هغه وايي: «له خاورې او خلکو سره مینه مې هڅوي چې هر سهار په نوي ځواک کار پیل کړم.»

نوموړي په ماشومتوب کې د پولیو اغېزې په خپلو سترګو لیدلې وې، هغه د خپل کلي د یوه ماشوم جلال یادونه کوي چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوی و.

دی وايي، له همدې امله جلال نه یوازې پخپله له جسماني محدودیتونو سره مخ و، بلکې د هغه معلولیت د کورنۍ لپاره هم د تلپاتې ستونزو سبب شوی و.

د هغه په وینا، دغه حالت دی هم اغېزمن کړ: «ما له ځان سره ژمنه وکړه چې کله لوی شم نو د ماشومانو د روغتیا لپاره به کار کوم.»

 

د عبدالله هڅې

عبدالله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي؛ د هغه لپاره دا یوازې یوه دنده نه، بلکې یو ټولنیز مسوولیت دی.

دی وايي: «هر ماشوم چې واکسینوم، داسې احساس کوم لکه خپل زوی مې چې له دې بدمرغې ناروغۍ څخه خوندي کړی وي.»

عبدالله د یوې خاطرې یادونه کوي چې تل یې په ذهن کې ده: «یوه ورځ مې د کلي د جومات مخې ته یو سپین ږیری ولید چې خپل کوچنی لمسی یې په غېږ کې نیولی و، د وېرې او اندېښنې سیوری یې په مخ خپور و او د واکسین په اړه یې بې باوري ښودله. ما په ډېر ډاډ هغه ته د پولیو ناروغۍ خطرونه او د واکسین ګټې بیان کړې. بالاخره، هغه قانع شو او خپل لمسی یې واکسین کړ.»

نوموړی، د داسې شېبو یادول هغه ته الهام ورکوي چې خپل دغه مهم کار ته دوام ورکړي، ځکه پوهېږي چې هر واکسین شوی ماشوم د یوه روښانه او خوندي راتلونکي په لور یو ګام دی.

 

عبدالله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي؛ د هغه لپاره دا یوازې یوه دنده نه، بلکې یو ټولنیز مسوولیت دی. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ سعید زابلی

 

د ټولنې ملاتړ

عبدالله په دې لاره کې یوازې نه دی، بلکې د سیمې اوسېدونکي هم نه یوازې د ده هڅې ستايي، بلکې پر نورو خلکو هم غږ کوي چې له پولیو ناروغۍ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتوب په موخه له رضاکارانو سره همکاري وکړي.

د ارغنداب یو اوسېدونکی، ګل احمد وايي: «عبدالله زموږ د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره هڅې کوي؛ موږ ټولو ته په کار ده چې د هغه ملاتړ وکړو او د خپلو ماشومانو روغتیا جدي ونیسو.»

د میرجان په نوم د سیمې بل اوسېدونکی وايي: «عبدالله زموږ لپاره د خدمت رښتینی مثال دی، زه له ټولو کورنیو غواړم چې د هغه په څېر رضاکارانو سره همکاري وکړي او خپل ماشومان له پولیو څخه خوندي وساتي.»

 

یوه ستره هیله

عبدالله، چې د هېواد د ماشومانو روغتیا یې د ژوند محور دی، تل وايي: «زما ارمان دا دی چې زموږ ټولنه نور د پولیو قرباني نه شي، غواړم زما کوچنۍ هڅې د لویو بدلونونو سبب شي.»

د عبدالله او د هغه په څېر د زرګونو نورو رضاکارانو د هڅو په پایله کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ماشومان له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کېږي، په کار ده خلک یې ملاتړ او همکاري وکړي څو افغانستان د پولیو ویروس له شره په امان شي.

سعید زابلی، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
زحل فیضي؛ له پولیو سره د مبارزې یوه نه ستړې کېدونکې څېره
بله موضوع
له پوهاوي تر عمل؛ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د فېروزې هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,