• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د پولیو قرباني، د باسکیټبال لوبې اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه

Homepage د ساحې کیسې د پولیو قرباني، د باسکیټبال لوبې اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه

د پولیو قرباني، د باسکیټبال لوبې اتل: د حبیب الله الهام‌بخښونکې کیسه

PolioFreeAfghanistan
نوومبر 24, 2024
د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۴ لېندۍ ۱۴۰۳) ــ د باسکیټبال لوبه ګرمه وه او شاوخوا ناستو خلکو یې په خوښۍ ننداره کوله؛ په ویلچیرونو کې د ناستو لوبغاړو له منځه یوه لوبغاړي د یوې سختې مقابلې په مهمه شېبه کې توپ د مقابلې لوبډلې حلقې ته واچاوه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

دا معلول لوبغاړی ۲۶ کلن حبیب الله د خوست ولایت د مندوزیو  ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په شپږ میاشتنۍ کې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شوی او د هغه ښۍ پښه یې فلج کړې ده.

نوموړي د خپل ژوند د دې غمیزې کیسه د خپلې مور له قوله داسې بیانوي: «د شپږو میاشتو ماشوم وم چې شدیدې تبې ونیولم، روغتون ته له تګ وروسته معلومه شوه چې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی یم.»

هغه د پولیو په ناروغۍ د اخته کېدو لامل د واکسین نه کول بولي او وايي: «که زما کورنۍ په ماشومتوب کې ما ته د پولیو واکسین راکړی وای نو په دې ناعلاجه ناروغۍ به نه اخته کېدم او اوس به روغ او جوړ وم.»

د ده په خبره، پخوا په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ د زیانونو او د واکسین د ارزښت په اړه پوهاوی کم و او فکر کېده چې دغه واکسین په راتلونکې کې د ماشومانو روغتیا زیانمنوي، چې له بده مرغه دی هم د دغه منفي ذهنیت قرباني شو او نن د نورو د اوږو بار دی.

حبیب الله چې د کورنۍ مشر اولاد دی زیاتوي چې پلار او مور یې د نورو وروڼو او خویندو په پرتله په هر څه کې ده ته لومړیتوب ورکوي څو د بې وسۍ او ناهیلۍ احساس و نه کړي.

نوموړی وایي، د اقصادي ستونزو له کبله یې ښوونځی په نیمایي کې پرېښود، خو د ځوانۍ په لومړیو کلونو کې یې له باسکیټبال لوبې سره لېوالتیا پيدا شوه.

ده وویل: «که څه هم معلول وم او پښو مې ملتیا نه راسره کوله خو په باسکیټبال لوبه کې د پرمختګ لپاره مې ډېره خواري او له ستونزو سره مبارزه وکړه چې په پایله کې یې د باسکیټبال د یوه ښه لوبغاړي په توګه مطرح شوم او د خوست ولایتي لوبډلې غړی یم.»

د هغه په وینا، کله چې په لوبغالي کې لوبه کوي نو خپل معلولیت ته فکر نه کوي، بلکې د لوبډلې د بریا لپاره زیار باسي: «غواړم په دې توګه هغو کسانو ته چې د پولیو ناروغۍ او یا نورو لاملونو په سبب معلول شوي دي، وښییم چې که همت او اراده موجوده وي نو هر څه ممکن دي.»

نوموړی خوښ دی چې د باسکیټبال د معلولو لوبغاړو لوبډلې – چې دی یې غړی دی- د کابل په ګډون له ګڼو ولایتي لوبډلو سره لوبې کړې او ټولې یې ګټلې دي.

 

دا معلول لوبغاړی ۲۶ کلن حبیب الله د خوست ولایت د مندوزیو  ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په شپږ میاشتنۍ کې د پولیو (ګوزڼ) په ناروغۍ اخته شوی او د هغه ښۍ پښه یې فلج کړې ده. © له پولیو خلاص افغانستان/ ۱۴۰۳/ رحمت الله مرجانخېل

 

حبیب الله د پولیو له امله خپل معلولیت او په ټولنه کې لا هم د دغه ویروس شتون او خپرېدو ته په کتو ټولنې ته پېغام لري او وايي: «پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې ماشومان له دایمي فلج او آن مړینې سره مخ کوي خو د واکسین په وسیله یې په اسانۍ سره مخنیوی کېدای شي، ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د هرې کورنۍ مهم  مسوولیت دی، زه خپله د پولیو قرباني یم، که زما کورنۍ هغه مهال واکسین ته جدي پام کړی وای، نو نن به زه د معلولیت له کړاوونو سره مخ نه وم.»

د حبیب الله د لوبډلې لوبډلمشر قسمت الله قربان چې دی تل هڅوي وایي: «حبیب الله د لوړ عزم او غوره مهارتونو په لرلو زموږ د لوبډلې په بریاوو کې مهم رول لري، هغه د نورو معلولو وګړو لپاره چې معلولیت د پرمختګ خنډ بولي، یو انګېزه ورکوونکی انسان دی.»

د ده په خبره، هغه غواړي په خپل دغه کار سره هر ماشوم او ځوان چې له معلولیت سره مخ دي، پوه کړي چې هیڅکله هم له خپلو ارادو او هیلو څخه په شا نه شي.

د حبیب الله د ماشومتوب ملګری ولي ګل وایي: «حبیب الله  د ماشومتوب له وخته  زما نږدې ملګری پاتی شوی ،په ښوونځي کې هم یوځای و، خو له بدمرغه غربت له هغه څخه زده کړې په نیمایي کې پاتې کړې، پلار یې د غریبۍ له امله بهر مسافر شو او د هغه د زده کړو ارمان  نیمګړی پاتې شو.»

د ولي ګل په وینا، که څه هم حبیب الله د ژوند له سختو کړاونو تېرېږي خو د باسکیټبال لوبې سره د هغه بوختیا د هغه دا ستونزې لږ راکمې کړې دي.

د ده په خبره، نوموړی د یو ښه ملګري ترڅنګ د دوی لپاره د زغم او زحمت یو اتل هم دی.

د حبیب الله کیسه د همت، زحمت او بریا ژوندۍ بیلګه ده، هغه نه یوازې د خپل معلولیت پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې نورو معلولو کسانو ته د یوه الهام ورکونکي په توګه د ژوند پیغام وړاندې کوي.

د پولیو له امله د هغه د معلولیت غمیزه د ټولنې لپاره یو درس دی چې باید د ماشومانو د روغتیا لپاره د پولیو په ګډون د ټولو واکسینونو ارزښت په جدي ډول درک کړي.

رحمت الله مرجانخېل، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د پولیو واکسین؛ د غور د بې ځایه شوو کورنیو د ماشومانو لپاره نوی امید
بله موضوع
ناجیه علیمي او د پولیو له منځه وړلو لپاره د هغې هڅې

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,