یو درد، یو هدف: د ورور کړاو څنګه یو ځوان د پولیو پر ضد مبارزې ته وهڅاوه

ننګرهار، افغانستان (۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴) – د خوږیاڼو ولسوالۍ د زوا کلي اوسېدونکی ۳۵ کلن احسان الله د معمول په څېر، د پولیو واکسین کمپاین لومړۍ ورځ په دې هوډ پیلوي چې د خپل مسوولیت د ساحې تر ټولو ماشومانو به د پولیو واکسین رسوي څو یو هم د دغې بدمرغې ناروغۍ ښکار نه شي.
هغه سهار له لمر ختو سره له کوره وځي، څو له خپلو همکارانو سره یو ځای په وخت د واکسین د تطبیق ځای ته ځان ورسوي.
احسان الله چې د روغتیا په برخه کې یې تر نیمه عالي کچې زدهکړې کړې دي، له تېرې یوې لسیزې راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.
نوموړی چې د دې مبارزې لپاره یې له یوه درده انګېزه اخیستې، وايي: «کلونه مخکې مې کشر ورور حزبالله ناروغ شو او سختې تبې ونیو. په پیل کې مې پلار او مور دا یوه عادي تبه ګڼله، خو څو ورځې وروسته مو هغه روغتون ته بوت، ډاکټرانو وویل، پولیو یا ګوزڼ د هغه نیم بدن فلج کړی او دا ناروغي هیڅ درملنه نه لري.»
دی زیاتوي، له هغه وروسته یې ورور هیڅکله مکتب ته نه لاړ، لوبې یې و نه وکړې او د نورو ماشومانو غوندې یې د خوښۍ ژوند و نه کړ.
دې پېښې، احسان الله – چې هغه مهال لس کلن و – نه یوازې سخت متاثر کړ، بلکې د هغه د ژوند مسیر یې بدل کړ.
ده وویل، همدا درد و چې ده ته یې د دې بدمرغې ناروغۍ پر ضد د مبارزې انګېزه ورکړه او کلونه وروسته چې کله په سیمه کې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شول نو دی یې هم برخه شو او لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
ژمنتیا او نه ستړې کېدونکې مبارزه
احسانالله د خلکو له شک، مخالفت او حتی ناسم چلند سربېره، خپل کار نه دی پرې ایښی.
هغه وايي: «زما هدف تش د کمپاین ترسره کول نه دي، زه د والدینو باور خپلول او د هغوی ذهنونه روښانه کول غواړم. زه د داسې یوه افغانستان خوب وینم چې هیڅ ماشوم پهکې د پولیو ناروغۍ قرباني نه شي.»
ده ته سختې لارې، ګرمي یا یخني مهم نه دي، بلکې د خپل پولیو ځپلي ورور له حالته یې عبرت اخیستی او همدا څه یې د پولیو پر وړاندې د مبارزې ځواک ګرځولی دی.
احسان الله له خپل همکار سره یو ځای د پولیو واکسین د کمپاین پر مهال © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
له بې باورۍ تر باور پورې
احسان الله له پولیو ناروغۍ سره د مبارزې په دغه اوږد سفر کې له ډېرو خنډونو سره مخ شوی دی، په تېر کې یې ناامنۍ تجربه کړې چې د سختو جګړو له امله د سر خطر په کې و، خو اوس د ښه امنیت له برکته کولای شي آن د ډېرو لیرې سیمو ماشومانو ته هم واکسین ورسوي.
خو تر ټولو لوی خنډ لا هم د یو شمېر خلکو ذهنیت دی.
هغه وايي: «یو ورځ یو سپین ږیری راته ودرېد چې پر پولیو واکسین یې باور نه درلود. ویل یې، دغه واکسین د دښمن دسیسه ده. ما ورته د خپل ورور کیسه وکړه او ورته و مې ویل چې که هغه په ماشومتوب کې واکسین شوی وای نو نن به د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه و.»
د ده په خبره، که څه هم تر ډېره یې باور نه کاوه خو بالاخره دی وتوانېد هغه ته علمي او منطقي دلایل وړاندې کړي او د خپلو ماشومانو واکسینولو ته یې راضي کړي.
د احسان الله په باور دا ده په څېر د هر رضاکار دنده ده چې په ټولنه کې شته ناسم ذهنیتونه بدل کړي او خلک وپوهوي چې واکسین د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب یوازینۍ وسیله ده.
نن احسان الله د خپل ټینګ هوډ او پرله پسې زیار له امله د سیمې د خلکو له لوري د پولیو سره په مبارزه کې یوه الهام بخښونکې څېره ګڼل کېږي.
د سیمې د جومات ملا امام مولوي سید حبیبالله وايي: «احسانالله یو مخلص او فعال ځوان دی. د پولیو واکسین د هر کمپاین له پیلېدو مخکې د سمې له مشرانو سره ناستې کوي او هڅه کوي هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.»
د سیمې یوه قومي مشر نور محمد هم وايي چې احسان الله او ټیم یې د دوی په سیمه کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې کړې او لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.
دی پر خلکو غږ کوي چې له پولیو څخه د پاک افغانستان لپاره په بشپړ یووالي د رضاکارانو تر شا ودرېږي.
احسان الله یوه ماشوم ته د پولیو واکسین له ورکولو وروسته د هغه ګوته په نښه کوي © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۴ لمریز
د مبارزې دوام او هیلې
دا یوازې احسان الله نه دی چې خپل ژوند یې له پولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو خوندیتوب ته وقف کړی دی، بلکې د هېواد په هر کلي کې په سلګونو داسې رضاکاران شته چې د انساني عاطفې او ټولنیز مسوولیت له مخې یې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي مبارزه پر غاړه اخیستې ده.
دوی په ډېر اخلاص تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین دوه څاڅکي رسوي څو خپل هېواد د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ له ګواښ څخه خلاص کړي.