• Toll-Free: 141

فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه

کور د ساحې کیسې فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه

فتح‌الله او د پولیو ضد مبارزه

د ساحې کیسې
«کله چې ټولنه ستا تر شا ودرېږي، نو ته یوازې یو کارکوونکی نه، بلکې د بدلون سفیر یې.»

 

میدان وردګ، افغانستان (۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴) - د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په ذوالقعدې کلي کې یوه ځوان یوې مهمې دندې ته اوږه ورکړې ده: د پولیو ناروغۍ مخنیوی.

دغه کس ۲۸ کلن فتح الله دی چې د دغه کلي ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقوي. هغه دا کار د یوې دندې په توګه نه، بلکې د یوه ټولنیز مسوولیت په توګه ترسره کوي.

 

دنده نه؛ بلکې رسالت

فتح‌الله هر سهار د خپل کلي د غرنیو لارو او خاموش طبیعت له منځه تېرېږي، څو د بیکسمند فرعي روغتیايي مرکز ته ځان ورسوي او د هغه دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي چې په سترګو نه ښکاري، خو ماشومان په تل‌پاتې فلج اخته کوي.

هغه وايي: «زه دا مبارزه د خپل مسوولیت له مخې د الله ج د رضا لپاره کوم. دا یوازې یوه دنده نه، بلکې یو رسالت دی چې زما پر اوږو پروت دی.»

فتح الله په دغه لړ کې له ډېرو خنډونو سره مخ شوی؛ لکه د خلکو ناسم ذهنیتونه، د پوهاوي ټیټه کچه او کلتوري محدودیتونه؛ خو هغه نه ستړی کېږي او خپل کار ته په ټینګ هوډ دوام ورکوي.

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

فتح‌الله په روغتیايي مرکز کې یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي.

 

عامه پوهاوی؛ هر وخت او هر ځای

د فتح‌الله مبارزه د وخت او ځای محدودیت نه پېژني. هغه د پولیو واکسین د تطبیق تر څنګ د خلکو ذهنیت بدلولو چاره هم پر مخ وړي.

هغه دغه کار ته هر وخت او هر ځای چمتو وي؛ که بازار کې وي، جومات کې وي او یا د ولس په بله هره راټولېدنه کې وي.

«زه تل هڅه کوم چې د پولیو د مخنیوي ارزښت خلکو ته تشریح کړم. باور لرم چې یوازې عامه پوهاوی کولای شي دا ناروغي له منځه یوسي.»

 

د ټولنې ملاتړ

د کلي ديني عالمان او مشران د فتح‌الله د هڅو ستاینه کوي او د هغه کار ته په لوی ارزښت ګوري.

د بیکسمند درې د جومات ملا، عبدالقیوم وايي: «فتح‌الله زموږ د کلي ماشومان له یو خطرناک برخلیک څخه ژغوري. د هغه مبارزه د ماشومانو د روغ راتلونکي لپاره ده، ټول کلیوال باید د هغه ملګري شي.»

د کلي یو سپین‌ږیری ډګروال لعل‌محمد هم ورته نظر لري او وايي: «کله چې جګړه وه، واکسیناتوران زموږ کلي ته نه شوای راتلای. اوس چې امنیت دی، باید له دې فرصته ګټه واخلو او خپل ماشومان واکسین کړو. فتح‌الله د ټولنې لپاره یو نعمت دی، باید همکاري ورسره وکړو.»

 © له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز

فتح‌الله د کلي له واکسین شوو ماشومانو سره.

 

یو پیغام، یو هدف

فتح‌الله له دیني عالمانو، سیمه‌ییزو مشرانو او ځوانانو غواړي چې د پولیو ضد مبارزې برخه شي او پرېنږدي دا ناروغي ماشومان له تلپاتې معلولیت یا مړینې سره مخ کړي.

«کله چې ټولنه یووالی او ملاتړ وښيي، نو له پولیو سره مبارزه لا پیاوړې کېږي. زه باور لرم چې دا مبارزه به بریالۍ کېږي او یوه ورځ به افغانستان د پولیو ویروس له شر څخه خوندي کېږي.»