• Toll-Free: 141

د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

کور د ساحې کیسې د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

د پولیو د مخنیوي لپاره د یوه ژمن رضاکار هڅې

د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۲۱ لړم ۱۴۰۳) د خوست ولایت د مرکز اړوند د توپچي سیمې اوسېدونکی ۲۲ کلن زاهدالله د خپلې ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه د پولیو ناروغۍ پر وړاندې یو ژمن مبارز دی.

هغه چې د شېخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي کې زده کړې هم کوي، له تېرو دریو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه کار کوي.

د زده کړو تر څنګ هغه دا د ځان مسوولیت وباله چې د پولیو له فلجوونکې او وژونکې ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره خپله برخه رسالت ادا کړي.

زاهدالله وویل: «د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د رضاکار په توګه زما د کار پیلول یو تصادف نه و، بلکې ما تل د رسنیو له لارې د پولیو ناروغۍ د زیانونو په اړه خپرونې اورېدلې او لیدلې، له هماغه وخته مې هوډ وکړ چې زه هم د دې مهمې مبارزې برخه شم.»

دی وايي، د یوه حساس انسان په توګه چې کله په ټولنه کې د پولیو ناروغۍ قربانیان ویني او خبرېږي چې لا هم د هېواد ګلالي ماشومان د دغې بدمرغې ناروغۍ ښکار کېږي نو سخت ځورېږي.

نوموړی زیاتوي، په همدې اساس د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې نه یوازې د خپلې سیمې تر ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي بلکې هغوی کورنیو ته پوهاوی هم ورکړي چې د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د واکسین له ارزښته خبرې نه دي.

د ده په خبره، خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د سیمه ییزو مشرانو او دیني عالمانو همکارۍ مهم رول لوبولی چې په پایله کې یې د پخوا په پرتله اوس خلک د پولیو واکسین په ارزښت پوه شوي او خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوي.

زاهدالله او همکاران یې هڅه کوي د پولیو واکسین په هر کمپاین کې د خپلې سیمې ټول ماشومان واکسین کړي خو په دې چاره کې د ټولنې همکاري ډېره مهمه ده.

دی وايي: «که یو ماشوم هم له واکسین څخه پاتې شي، نو د پولیو ناروغۍ له منځه وړلو پروسه ټکنۍ کېږي، زموږ موخه دا ده چې ټول ماشومان له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي شي


زاهدالله د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې نه یوازې د خپلې سیمې تر ماشومانو د پولیو واکسین ورسوي بلکې هغوی کورنیو ته پوهاوی هم ورکړي چې د پولیو ناروغۍ له زیانونو او د واکسین له ارزښته خبرې نه دي.

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

 

همایون د زاهدالله او یو شمېر نورو رضاکارانو سوپروایزر/څارونکی دی، نوموړی ماشومانو ته د پولیو واکسین په رسولو کې د هغه هڅې ستايي او وايي چې د زاهدالله په څېر رضاکاران له پولیو سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

هغه وویل: «د پولیو واکسین د هر کمپاین پر مهال د رضاکارانو په مټ د سیمې په هر جومات او محل کې تر ماشومانو واکسین رسېږي، خلکو ته په کار ده چې له هغوی سره همکاري وکړي او خپل ماشومان د واکسینولو لپاره ورولي.»

نوموړی زیاتوي، که کوم ماشوم له واکسین څخه پاتېږي نو نږدې روغتیايي مرکز ته دې وروستل شي او همالته دې واکسین شي.

د سیمې یو قومي مشر ګل رحمان وايي، د پولیو واکسین کمپاینونو د رضاکارانو هڅې د ټولنې د روغتیا او ماشومانو د خوندیتوب لپاره ډېرې اغېزناکې دي.

هغه زیاتوي: «زما هیله دا ده چې د زاهدالله او د هغه په څېر د نورو رضاکارانو هڅې به یوه ورځ افغانستان له پولیو ویروس له ګواښ څخه د تل لپاره خلاص کړي.»

نوموړی پر خلکو غږ کوي چې د دغه مهم هدف لپاره خپل رول ادا کړي او په ګډه د دغه ناورین پر وړاندې مبارزه وکړي.

د زاهدالله کیسه یوازې د یوه رضاکار د هڅو داستان نه دی؛ دا د یوه هوډمن ځوان د مبارزې او ټولنې د ژغورنې لپاره د ژمنتیا بیلګه ده. هغه په داسې حال کې چې خپله د ژورنالیزم محصل دی، خپل وخت او انرژي د یوې داسې ناروغۍ پر وړاندې لګوي چې د هېواد په ګڼو برخو کې ماشومان فلجوي او کورنۍ له درد او غم سره مخ کوي.

نوموړی د خلکو په نوم واضح پیغام لري: «پولیو یوه داسې ناروغي ده چې یوازې د واکسین په وسیله له منځه وړل کېدای شي، د ماشومانو راتلونکی زموږ په لاس کې دی، راځئ له دې لارې هغوی ته یوه سالمه راتلونکې جوړه کړو.»

 

رحمت الله مرجانخېل | خوست