• Toll-Free: 141

لهپولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه شاعر ځوان هڅې

کور د ساحې کیسې لهپولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه شاعر ځوان هڅې

لهپولیو ناروغۍ څخه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یوه شاعر ځوان هڅې

د ساحې کیسې

خوست، افغانستان (۲ لېندۍ ۱۴۰۳)  د خوست ولایت د مرکز اړوند د لکڼو سیمې اوسېدونکی ۲۸ کلن قدرت الله وقار یوازې شاعر نه دی، بلکې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د لومړۍ کرښې مبارز هم دی.

هغه که له یوې خوا خپلو احساساتو ته د شعر په ژبه انعکاس ورکوي، نو له بلې خوا د خپلې ټولنې د ماشومانو د خوندیتوب او روغتیا لپاره د عمل پر ډګر زیار باسي.

قدرت الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه فعالیت کوي څو یقیني کړي چې هر ماشوم واکسین شوی او روغتیا یې خوندي ده.

نوموړی چې د خپلې کورنۍ سرپرستې ور په غاړه ده، د څلورو کشرانو وروڼو او خویندو د زده کړو او د کورنۍ د اړتیاوو بار یې هم پر اوږو پروت دی خو له دې هر څه سربېره یې خپلې دندې ته لومړیتوب ورکړی دی.

هغه وايي: «کله مې چې ولیدل زموږ د ټولنې ماشومان د پولیو ناعلاجه ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او د خوندیتوب یوازینۍ لار یې واکسین دی، نو تصمیم مې ونیو چې د پولیو واکسین کمپاینونو برخه شم او تر ماشومانو واکسین ورسوم.»

د ده په خبره، کلونه یې د یوه رضاکار په توګه تر ماشومانو د پولیو واکسین رسولی او هغوی یې له پولیو ناروغۍ څخه خوندي کړي دي، خو له تېرې څه مودې را په دې خوا د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه دنده ترسره کوي.

قدرت الله وقار چې په خوست کې د یو ځوان شاعر په توګه شهرت لري وایی، له خپل شهرت او هنر څخه په ګټې اخیستو یې تل هغه کورنۍ چې د پولیو واکسین په اړه شکونه لري او یا د پولیو ناروغۍ له زیانونو خبرې نه دي، د خپلو ماشومانو واکسینولو ته هڅولې دي.

هغه وایي: «زموږ په ټولنه کې دودیزې ستونزې او کلتوري مسایل د دې لامل شوي چې خلک د ناسمو تبلیغاتو ښکار شي چې یوه بېلګه یې د پولیو واکسین په اړه شته اندېښنې دي، خو زموږ دنده دا ده چې ناسم باورونه له منځه یوسو، د ماشومانو روغتیا یقیني کړو او هغوی ته د ژوند خوندي چاپېریال برابر کړو.»

د ده په خبره، ګڼې هغه کورنۍ چې مخکې یې خپل ماشومان نه واکسینول، د ده په هڅو د خپلو ماشومانو واکسینولو ته حاضرې شوې چې دا د ده لپاره لویه لاسته راوړنه ده.


قدرت الله له تېرو نهو کلونو راهیسې د پولیو واکسین په کمپاینونو کې د یوه کلستر د سوپروایزر په توګه فعالیت کوي څو یقیني کړي چې هر ماشوم واکسین شوی او روغتیا یې خوندي ده.

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۳ | رحمت الله مرجانخېل

 

د قدرت الله وقار د کار او هڅو په اړه د هغه یو همکار اختر محمد وایي، قدرت الله په خپل کار کې جدي دی او خپله دنده په ډېره مسوولانه توګه ترسره کوي.

د هغه په خبره، وقار د ماشومانو د روغتیا لپاره پر ځان هر ډول کړاونه زغمي او کله هم له خنډونو او ستړیاوو ویره نه لري.

دی وايي: «د وقار د کار یو جالب اړخ دا دی چې کله کله د شعر په ژبه هم کورنیو ته پوهاوی ورکوي، د هغوی شکونه او اندېښنې لرې کوي او هغوی هڅوي چې د پولیو واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان د همدې یوازینۍ وسیلې په مرسته له فلجېدو څخه وژغوري.»

د دې ترڅنګ دینې عالم مولوي لطیف الرحمن هم د پولیو واکسین د ارزښت ترڅنګ د قدرت الله وقار د هڅو ستاینه کوي او وایي: «پولیو واکسین د ماشومانو د روغتیا لپاره خورا ضروري دی او د قدرت الله په دغه برخه کې بارز رول لري او د خلکو د منفي ذهنتیونو  بدلولو لپاره کار کوي.»

هغه زیاتوي، اسلام په وقایه، نظافت او روغتیا ساتنې باندې ټینګار کوي، د واکسینونو اهمیت نه یوازې په علمي توګه ثابت شوی، بلکې د دینې لارښوونو سره هم سمون لري.

نوموړی پر خلکو غږ کوي او وایي، ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول د هرې کورنۍ مسئولیت دی څو له پولیو او نورو ساري ناروغیو پاکه ټولنه ولرو.

قدرت الله وقار د یو ژمن رضاکار او ځوان شاعر په توګه نه یوازې د خپلې ټولنې د ماشومانو د روغتیا لپاره مبارزه کوي، بلکې د خلکو ذهنیتونه بدلوي او د یوې روغې ټولنې د جوړولو لپاره زیار باسي.

د هغه هڅې د دې پیغام څرګندونه کوي چې د ټولنې هر وګړی د خپل مسؤلیت په ادا کولو سره کولای شي له ساري ناروغیو څخه د راتلونکو نسلونو ساتنه وکړي.

 

رحمت الله مرجانخېل | خوست