د پولیو ختمولو لپاره د یوه ځوان هڅې
اسمینالله ساحل د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پولیو پر ضد یوه داسې مبارزه پرمخ وړي چې ماشومان یې د فلج له ګواښ څخه خوندي کړي او د خلکو په زړونو کې یې د خوندي راتلونکي نوې هیلې ټوکولې دي.
خوست، افغانستان (۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴) - سهار وختي، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په یوه کوچني کلي کې، چې لمر لا خپلې وړانګې نه وې خپرې کړې، اسمینالله ساحل د خپل کور دروازه پرانیزي. هغه خپل نیلي رنګ بکس چې د پولیو واکسین له ویالونو ډک دی، پر اوږه کوي او د خپل هدف په لور روانېږي.
د هغه هر ګام د یوې لویې مبارزې برخه ده، داسې مبارزه چې د هېواد د ماشومانو راتلونکی خوندي کوي.
ساحل، چې یوازې ۲۵ کاله عمر لري، د هغو زرګونو افغان ځوانانو له ډلې دی چې خپل ژوند یې له پولیو (ګوزڼ) ناروغۍ سره مبارزې ته وقف کړی دی.
دی وایي: «ما ډېر ماشومان لیدلي چې د واکسین نهکولو له امله فلج شوي دي، زه نه غواړم چې زموږ د هېواد نور ماشومان هم له دغه برخلیک سره مخ شي.»
نوموړی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «نوي کوټ للمۍ»، «داخلي للمۍ» او «داخلي زوړ کلي» سیمو کې د واکسیناتور په توګه کار کوي.
ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي.
خو د پولیو واکسین په اړه ځینې ذهنیتونو د ده دنده ستونزمنه کړې، ساحل پوهېږي چې صبر، مهرباني او دوامداره هڅې د بریا کلیدي عوامل دي.
هغه وایي: «کله چې یوه کورنۍ د واکسین په اړه شک لري، زه هغوی ته بیا بیا ورځم او په صبر خبرې ورسره کوم. کله چې هغوی د واکسین ارزښت درک کړي او خپل ماشومان واکسین کړي، نو دا زما لپاره د خوشحالۍ یوه لویه شېبه وي.»

© له پولیو خلاص افغانستان | ۱۴۰۴ لمریز
ساحل د خپل ټیم په ملتیا د پولیو واکسین کمپاینونو پر مهال د سهار په ۷ بجې کار پیلوي او تر مازدیګره په ټاکل شوو محلونو کې په ډېره لېوالتیا ماشومان واکسینوي څو له تلپاتي فلج څخه خوندي شي.
ساحل په دې مبارزه کې یوازې نه دی. هغه د سیمهییزو دیني عالمانو، روغتیايي چارواکو او د کلي مشرانو سره په همغږۍ کار کوي څو د واکسین لپاره ښه چاپېریال برابر کړي.
د دې ګډې همکارۍ له امله د خلکو په ذهنونو کې مثبت بدلون راغلی، شکونه کم شوي، او د واکسین په اړه د هغوی باور زیات شوی دی.
د کلي مشر، حاجي جمعه نور، ساحل د خپل کلي یو زیارکښ ځوان بولي او وایي: «کله چې د پولیو واکسین کمپاینونه پیل شي، ساحل د خپل ټیم په ملتیا زیار باسي چې هر ماشوم واکسین کړي او یو هم له دې بهیره پاتې نه شي.»
د سیمې بل اوسېدونکی ځوان مسافر، چې د ساحل له هڅو متاثر شوی، وایي: «که هر ځوان د ساحل په شان خپلې دندې ته ژمن شي، زموږ هېواد به ډېر ژر له پولیو او نورو ناروغیو پاک شي.»
د ساحل کیسه یوازې د یوه ځوان رضاکار کیسه نه ده، بلکې دا د یوه داسې انسان کیسه ده چې د خپلو خلکو او هېواد د راتلونکي لپاره بېسارې هڅې کوي.
د اسمینالله ساحل د مبارزې او هڅو له برکته اوس د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کلو کې ماشومان د یوه سالم او روښانه راتلونکي پر لور ګام اخلي، داسې راتلونکی چې د پولیو ناروغي به په کې یوازې یوه هېره خاطره وي.