• English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • Menu Canvas
    • پښتوپښتو
      • EnglishEnglish
      • دریدری
    • Home
      • About Polio Vaccine
      • Global Polio Situation
      • History of Polio
    • Polio Afghanistan
      • Program Structure
      • Polio Eradication Strategy
      • Communication
      • Surveillance
      • Case Studies on East
    • Resources
      • Key Publications
      • Guidelines and SOPs
      • Faqs
    • Polio Updates
      • Monthly Snapshot
    • Media
      • Gallery
      • Video Gallery
      • Press Releases
    • Contact
  • English
  • دری
له پولیو څخه پاک افغانستان
  • د پولیو په اړه
    • د پولیو واکسین
    • د پولیو تاریخ
    • د پولیو نړۍوال وضعیت
  • پولیو په افغانستان کې
    • د پروګرام جوړښت
    • د پولیو د له منځه وړلو تګلاره
    • څارنه
    • ارتباطات
    • د پېښې مطالعه
  • سرچینې
    • لارښوونې او معیاري عملیاتي کړنلارې
    • کلیدي خپرونې
    • ډېرې پوښتل شوې پوښتنې
  • د پولیو تازه معلومات
    • د ساحې کیسې
    • د پولیو پېښې
    • میاشتنی انځور
    • کلیدي خپرونې
  • رسنۍ
    • خبرپاڼې
    • د انځورونو ګالري
    • ویډیو ګالری
  • د اړیکو مرکز
  • له موږ سره اړیکه

د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله

Homepage د ساحې کیسې د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله

د تخار د یوه ساړه سهار روایت: واکسین، د ژوند هیله

PolioFreeAfghanistan
دسمبر 19, 2024
د ساحې کیسې

تخار، افغانستان (۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳) – د تخار په مرکز تالقان کې د مني موسم یو یخ سهار دی، هوا سړه خو خوندوره ده. ژیړو او نارنجي پاڼو ځمکه پوښلې ده او د ونو تر منځ نرم وږم چلېږي.

په دې ارامه فضا کې د بي‌بي شیما روغتیايي مرکز له شور او خوځښت ډک دی، میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره په کتار کې ولاړ دي، غواړي هغوی واکسین کړي او په دې توګه یې له پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کړي.

په دغه شور او ځوږ کې فهیم الله عزیزي چې د دغه روغتیايي مرکز یو له تجربه‌کارو واکسیناتورانو څخه دی، په مینه او زغم د ماشومانو په واکسنیولو بوخت دی.

فهیم الله، ۳۲ کلن دی او د تخار طبي پوهنتون له نرسنګ څانګې فارغ دی. هغه له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بي‌بي شیما روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي او تر اوسه یې له ۵ زرو زیات ماشومان واکسین کړي دي.

 

د ماشومانو خوندیتوب ته ځانګړی شوی ژوند

فهیم الله په لېوالتیا سره وايي: “کله مې چې دلته دنده پیل کړه، یوازې مې خپل مسوولیت ترسره کاوه، خو اوس دا کار ما ته یوه ستره وجیبه ګرځېدلې؛ هر ځل چې یو ماشوم واکسین کوم، احساس کوم چې د هغه ښه راتلونکي لپاره مې ګام پورته کړی دی.”

هغه نه یوازې واکسین تطبیقوي، بلکې کورنیو ته د نظافت او د ناروغیو د مخنیوي په اړه هم معلومات ورکوي.

فهیم الله وايي: “د روغتون ډېر مراجعین ښځې او ماشومان دي، کله چې له هغوی سره د حفظ الصحې او ناروغیو د مخنیوي په اړه خبرې کوو، نو د هغوی باور راخپلوو چې دا چاره د واکسین په منلو کې ډېر مهم رول لري.”

هغه په خندا یوه یادګارې خاطره هم شریکوي: “یوه ورځ یوه مور د ځان لپاره د درملو په اخیستو پسې راغلې وه. کله مې چې خبرې مې ورسره وکړې نو پوه شوم چې یو کلن ماشوم یې تر اوسه نه دی واکسین شوی. وروسته له هغه چې هر څه مې ورته واضح کړل، پرېکړه یې وکړه چې خپل ماشوم واکسین کړي. کله چې واکسین تطبیق شو، نو هغې مور له خوشالۍ وژړل او و یې ویل چې اوس د خپل ماشوم له روغتیا ډاډه شوه.”

د بي‌بي شېما روغتیايي مرکز هره ورځ له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ تنه ماشومان واکسینوي. په دغه مرکز کې د ګوزڼ، شري، ټوبرکلوز، او تورې ټوخلې په څېر د ساري ناروغیو واکسینونه تطبیق کېږي. مراجعین له بیلابیلو سیمو لکه ګاومالي، بهارستان او پوست خور څخه دغه روغتیايي مرکز ته راځي.

 

فهیم الله، ۳۲ کلن دی او د تخار طبي پوهنتون له نرسنګ څانګې فارغ دی. هغه له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بي‌بي شیما روغتیايي مرکز کې دنده ترسره کوي او تر اوسه یې له ۵ زرو زیات ماشومان واکسین کړي دي. © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

میندې او پلرونه چې بدلون یې تجربه کړی

۳۳ کلنه زهرا احمدي یوه له هغو میندو څخه ده چې د واکسیناسیون تجربې یو ارزښتناک درس ور زده کړی دی.

هغه له خپلو دوو ماشومانو سره دغه روغتیايي مرکز ته راغلې او په ډاډ سره وايي: “مخکې مې د واکسین په اړه ډېر معلومات نه لرل او د خپلو ماشومانو د واکسینولو په اړه مې بې‌پروایي کړې وه. خو یوه ورځ مې لور ناروغه شوه او دغه روغتیايي مرکز ته راغلم، واکسیناتور را ته وویل که لور دې واکسین نه کړې نو ناروغي یې لا پسې خطرناکه کېږي. په هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې خپل ټول ماشومان واکسین کړم.”

اوس زهرا د واکسین په یوې مدافع بدله شوې او د خپل کلي نورو میندو ته هم توصیه کوي: “د واکسیناتورانو خبرې واورئ، دا واکسینونه زموږ د ماشومانو ژوند ژغوري.”

له بلې خوا، ۳۶ کلن نادر کریمي چې د ګاومالي کلي اوسېدونکی دی، له هغه وروسته خپل ماشومان واکسین کړل چې د کلي یو ماشوم یې د ګوزڼ ناروغۍ له امله د ژوند له سختیو سره مخ شو.

هغه وايي: “پخوا مې فکر کاوه چې واکسین مهم نه دی، خو کله مې چې په خپل کلي کې د ګوزڼ اغېزې ولیدې، نظر مې بدل شو. اوس هیڅکله د خپلو ماشومانو واکسین نه ځنډوم.”

هغه د فهیم الله یادونه کوي چې د ده په قانع کولو کې یې مرسته کړې ده: “فهیم الله زموږ په څېر خلکو سره په صبر خبرې کولې او موږ ته یې د سمو پرېکړو کولو فرصت راکاوه. موږ د والدینو په توګه مسوولیت لرو چې د خپلو ماشومانو ساتنه وکړو.”

 

اوس زهرا د واکسین په یوې مدافع بدله شوې او د خپل کلي نورو میندو ته هم توصیه کوي: “د واکسیناتورانو خبرې واورئ، دا واکسینونه زموږ د ماشومانو ژوند ژغوري.” © له پولیو خلاص افغانستان / ۱۴۰۳/ رقیبه حمیدي

 

د ماشومانو په روغتیا کې د بي‌بي شیما روغتیايي مرکز کلیدي رول

د بي‌بي شیما روغتیايي مرکز مسوول، ډاکټر حفیظ الله هاشمي، د دغه مرکز پر اهمیت خبرې کوي او وايي: “دغه روغتیايي مرکز په ۱۳۹۷ کال کې د لرو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه جوړ شو. په ۱۳۹۹ کال کې یې د واکسین څانګه هم فعاله شوه. نن ورځ، دا مرکز د ګوزڼ او ورته نورو خطرناکو ناروغیو په وړاندې مبارزه کې کلیدي رول لوبوي.”

هغه زیاتوي: “تر اوسه مو تر ۵ زره زیاتې کورنۍ دې ته قانع کړې چې د واکسین اهمیت درک کړي. هره ورځ د خلکو په پوهاوي او واکسیناسیون کې د ګډون زیاتوالی وینو.”

ډاکټر حفیظ الله په پای کې د والدینو لپاره یو مهم پیغام لري: “ټول باید د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره یو لاس شو. ګرانو والدینو! پر موږ باور وکړئ او خپل ماشومان واکسین کړئ. دا یو مهم مسوولیت دی چې هیڅکله له پامه نه‌شي غورځول کېدای.”

رقیبه حمیدي، له پولیو خلاص افغانستان

مخکینۍ موضوع
د والدینو د غفلت درنه بیه؛ د پولیو قرباني محمد عثمان
بله موضوع
محمد زهير او له پوليو سره د مبارزې ماموریت

اړوند مطالب

له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل

ننګرهار، افغانستان (۶ غویی ۱۴۰۴) – د ننګرهار په لعل‌پوره...

د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ

کابل، افغانستان (۳۱ وری ۱۴۰۴) – ورځ ورو ورو پای...

Copyright ©2020 Polio Free Afghanistan. All Rights Reserved
  • Private Policies
  • Terms & Conditions
SearchPostsLogin
سه شنبه, 25, Apr
د ۲۰۲۲ کال لپاره د پولیو د واکسین لومړنی کمپاین روان دی
شنبه, 26, Apr
له انګېزې تر عمل؛ د پولیو د مخنیوي په لور اوږد مزل
دوشنبه, 21, Apr
د روان کال، د پولیو واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
یکشنبه, 20, Apr
د تیارې په زړه کې رڼا؛ د پولیو له منځه وړلو لپاره د یوه زیارکښ ځوان هوډ
سه شنبه, 15, Apr
لومړۍ کرښه او د ماشومانو د خوندیتوب هڅې
پنجشنبه, 10, Apr
د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې د یوه هوډمن ځوان نه ستړې کېدونکې مبارزه
پنجشنبه, 20, Feb
له پولیو سره مبارزه؛ د روغې ټولنې لپاره د یوه رضاکار هڅې

Welcome back,